د مجبوريت له وجي د کافرو سره کار کول جايز دي ؟

زما پوښتنه داوو چې هغه کسان چی د یو مجبوریت په اساس د کافرانو سره کار کوي ایا دوی ته لازمه ده خپل وظیفه پريږدی او یا ادامه ورکړي

په ډیر درناوی – سيد ضیا الرحمن

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

که مو مطلب په افغانستان کې موجود يرغلګر کفار وي نو دا کفار حربي (د مسلمانانو سره د جنګ په حال کې ) کافر دي کوم چې زمونږ پر مظلوم ، دردېدلی ولس يي د نړيوال کفري حشر په بدرګه او ملاتړ يرغل کړی دی مونږ ټول ددې شاهد يو چې تر نن پورې يي په زرګونو مسلمانان شهيدان کړل ، ډيرې ښځې کنډې شوي ، او ډيرکورنه بې سرپرسته او سر پنا شول، مسلمانانو ته د الله جل جلا له  حکم دی چې هغه کافران چې تاسې وژنې له کورونو مو باسي د هغوی پر وړاندې جهاد وکړئ . قوله تعالی (وَقَاتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ)  (۱۹۰ البقره ) يعنې د الله په لاره کې له هغو کسان سره جهاد وکړﺉ چې تاسې وژني

نړيوال کفري حشر غواړي چې اسلام له بيخه وباسي او پر ځای يي سکولر امريکايي اسلام را مينځته کړي دا پر مسلمانانو فرض ده چې ددې لويي فتنې (کفر ) پر وړاندي مبارزه وکړي .

قوله تعالی : وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لاَ تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلّهِ  (۱۹۳ البقره )

د هغوی پر وړاندې تر هغه پورئ و جنګيږي تر څو فتنه (کفر او فساد ) له مينځه لاړ شي او پر ځمکه کې الهي دين بر قرار شي .

د حربي کافرانو سره کوم چې د مسلمانانو او اسلام پر وړاندې جنګيږي معاملات کول (خصوصاً نظامي ځايونه او ټول هغه اعمال چې د اسلام او مسلمانانو پر ضد کارول کيږي ) حرام دي پوره تفصيل دلته وګورئ .

د هغوی په څنګ کې دريدل او د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې جنګيدل د ايمان د زوال سبب ګرځي او د هغوی هر ډول مرسته او کومک کول حرام دي شديد موالات بلل کيږي لکه : هغوی ته د سلاح وروړل ، د غذايي موادو او البسي اکمالات ، د هغوی د پايګاه او سنګر جوړول ټول موالات دي .

قوله تعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاء بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ )   المائده 51

ژباړه :اي مؤمنانو! يهود او نصارا خپل ملګري مه نيسی دوی په خپلو منځو کې سره ملګري دي او که له تاسې څخه څوک هغه خپل ملګري ونيسي نو بيا هغه هم په همغوی کې شميرل کيږي ،پدې کې شک نشته چې الله ظالمان له خپلې لارښوني بې برخې کړي دي

واضح شوه چې د حربي کافر سره مزدورې کول حرام دي مګر په وخت د ضرورت کې څه حکم لري ؟

په اسلامې شرعيت کې د ضرورت په وخت کې حرام هغه وخت مباح ګرځي چې د نفس د هلاکت ويره وي (بله هيڅ لاره نه وي اهل عيال د لوږې نه قتليږي ) .

ولقد أجاز فريق من الفقهاء التعامل معهم عند الضرورة فقط والتى تؤدى إلى هلاك النفس أو أعضاء من البدن أو نحو ذلك وفقاً للضوابط الشرعية التى وضعها الفقهاء للضرورة .

 (فتوى علماء فى تحريم الصلح مع اليهود سنة 1956م . او فتوى علماء المسلمين عام 1989م بحرمة التعامل مع إسرائيل او فتوى مارس 1994م بحرمة التعامل مع إسرائيل او القواعد الشرعية المنظمة للعلاقات الاقتصادية بين الدول الإسلامية وغير الإسلامية) .

د ضرورت يا اضطراب حالت په قرآنکريم کې داسې بيان شوی دی :

إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنزِيرِ وَمَا أُهِلَّ بِهِ لِغَيْرِ اللّهِ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلاَ عَادٍ فَلا إِثْمَ عَلَيْهِ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ (البقره ۱۷۳ )

تفسير انوارالقران ليکي ، باغ نه عبارت د ضرورت څخه علاوه او عاد نه عبارت دا دی چې بله چاره ونه لري يعنې هغه وخت چې د هلاکت ويره وي او بله هيڅ لاره او چاره نه وي (تفسير انوارالقرآن سوره البقره )

و الله اعلم

Print Friendly, PDF & Email