د هغه ساختمان ديذاين او نقشه جوړول چې په هغه کې نارواه کارونه تر سره کيږي څه حکم لري ؟

د آن لاين اسلامې لارښود د دينې تحقيقاتو څانګې ته ! اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة

زه په يو شرکت کې انجنير يم چې د استوګنې بلاکونه ، هوټلونه ، مساجد ، تجارتي مارکيټونو ديذاين او نقشي جوړوي .

تيره ورځ يوه عجيبه نقشه شرکت ته راغلله هغه داسې وه چې لومړی پوړ يې دوکانونه ، دوهم او دريم د واليبال ځای او څلورم پوړ کې د ګيم تختې وي چې زه په غالب ګمان ويلای شم دا به د قمار سالون وي او همدارنګه پنځم او شپږم پوړ يې هوټلونه دي ايا د داسې نقشي ديذاين او طرح څه حکم لري ؟

ما د هغه د کارولو څخه ډډه وکړه بيا دوی را ته وويل چې ته څه شرعي دليل لرې

که په دې اړه معلومات راکړی مننه به مو وي . engineer :hms

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

څوک چې په دې ډول شرکت کې د ديذاين ، او جوړولو کار تر سره کوي له دريو حالاتو به خالي نه وي :

اول : دا چې د حرام کار په تعميراتو او تأسيساتو کې به شرکت کوي لکه : سودي بانکونه ، د خارجيانو سياحتي ځايونه ، او هغه هوټلونه په کوم کې چې شراب خورې ، ګډا ، فلمبرداري تر سره کيږي او دې ته ورته نور داسې ځايونه چې په هغه کې د ګناه او کفر کار تر سره کيږي نو ددې حکم بالکل واضح دی چې حرام دی او په حرامو کې کډون کول د هغه قيام او بناء حرام دي او دا د ګناه او ظلم په کار کې يو ډول مرسته بلل کيږي قوله تعالی :

( وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ ) المائدة/2 .

دوهم : دا چې شرکت کول دي په هغه څه کې کوم چې شرعاً مباح دي لکه ، استوګنې کورونو ، بلاکونه ، جوماتونه ، تجارتي ځايونه او ټول هغه ځايونه چې د خلکو د ضرورت د پاره وي د ګناه او منکراتو د پاره نه کارول کيږي نو دا عمل په اتفاق د اهل علم مباح دی .

دريم : داچې حرام او حلال سره کډ وي يعنې يو لوی ښار جوړيږي او په دې ښار کې ، استونځۍ ، تجارتي ماڼۍ ، جوماتونه ، بانکونه ، هوټل ، سياحتي ځايونه او کلينيکونه جوړيږي نو ددې حکم دا دی چې کوم ځايونه چې د ګناه او مکنراتو د پاره کارول کيږي هغه به نه کاروي او په هغه کې به هيڅ شرکت نه کوي مګر د مباح ځايونو په طرح او جوړولو کې به برخه اخلي .

که څه هم چې اصلي عمل چې ديذاين او جوړول دي او د هغې اجره ده حلال دي خو د ګناه په کار کې د يو ډول مرستې او مدد پر بناء حرام ګرځې .

او هر چې قمار دی لويه ګناه ده الله جل جلا له  فرمايي :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوآ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالاَنصَابُ وَالاَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ( 90سورة المائدة).
ای مؤمنانو! يقيناْ چه شراب او قمار او بتان اوغشی ( د فال ، دا څلور واړه ټول ) پليت دي له کاره د شيطان څخه دي نو ځان وساتئ تاسې له دې څخه لپاره ددې چه نجات ومومئ .

د ګناه او منکر په کار مرسته کول حرام دي (وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ) .

علماء اللجنة الدائمة للإفتاء

و الله تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email