آيا خينه ( د ښځې خور ) سره سفر کول رواه دي ؟

السلام علیکم ورحمة وبرکاته!

د اسلامي لارښود محترمو همکارانو ته د رب لا یزال څخه د دنیا او اخرت نېکمرغي، بریالیتوبونه او خوشحالی غواړمه. زما پوښتنه دا ده، چې زمونږ اکثریت پښتانه دا د ځان لپاره عار او د پښتنی دودونه خلاف عمل ګڼي چې څنګه له خپلوانو نامحرمو څخه پرده وکړي مثلاً د وریندارې، د ترور لوڼه، د تره لوڼه، د ماما لوڼه او خښینې (د خپلې میرمنې خور). او په ځانګړي توګه که د خښینې څخه د پردې په اړه که توضیحات راکړﺉ چې ځینې پکې وایي چې دا د موقتي خور حیثیت لري څه پروا نلري او همدا رنګه په کومو خبرو حرمت مساهره واقع کېږي، که په دې اړه مفصل ځواب راکړﺉ او همدارنګه د بې پردې توب د دنیا او اخرت زیانونه یې هم که ذکر کړﺉ مننه به مو وي. عمر خطاب سلام خیل

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

خينه به د خپل اوښي (د خور خاوند ) سره په عزت عفت ، وقار او اسلامې حجاب سره وړاندې والي کوي د هغه سره به خلوت ، سفر وغيره نه کوي ځکه چې اوښی نامحرم دی ، په دې مسئله کې ډير خلک تيروتي دي دوی فکر کوي چې د ښځې په موجوديت کې د هغه خور محرمه ده بلکي خينې سره مؤقتاً نکاح نه صحي کيږي او دا د الله جل جلا له  قانون دی چې دوې خوندې په يوه نکاح کې نه جمع کيږي .

قوله تعالی : وَأَن تَجْمَعُواْ بَيْنَ الأُخْتَيْنِ (النسآء ۲۳ )

ژباړه : او په عين وخت کې د دوو خوندو (نکاح کول هم حرام دي )

فقهاء کرام ددې مسئلې د پاره لاندې دلائل وړاندې کوي :

قوله تعالی : وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ ( النور۳۱ )

هغوی دې خپل سينګار او ځان جوړونه نه ښکاره کوي مګر ميړونو يا پلرونو يا د ميړونو پلرونو يا خپلو زامنو يا د ميړونو زامنو يا وروڼو يا ورېرونو يا خوريانو يا سيالو ښځو ته .

يعنې د ښځې د پاره خپل ميړه ، پلار ، خسر ، زوی ، بنزوی يا د خاوند زوی ، د ورور زوی او د خوی زوی محرم دي بغير ددې نور خپلوان غير محرم دي .

همدارنګه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : «إِيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ». فَقَالَ رَجُلٌ مِنَ الأَنْصَارِ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَفَرَأَيْتَ الْحَمْوَ؟ قَالَ: «الْحَمْوُ الْمَوْتُ». (بخارى:5232)

د بيگانو ښځو د خلوت (له هغه سره يوازې کښيناستل . سفر کول او نور ) څخه ځان وساتئ ، د انصارو څخه يوه کس پوښتنه وکړه : يا رسول الله صلی الله عليه وسلم د خاوند د خپلوانو ( د خاوند ورور لېور ، د کاکا زوی ، د عمه زوی ) په اړه ستاسې نظر څه دی ؟ ويې فرمايل «هلاکت په همدې کې دی ».

امام نوي رحمه الله د مسلم شريف په شرح کې ليکي :

المراد بالحمو هنا أقارب الزوج غير آبائه وأبنائه،.

فأما الآباء والأبناء فمحارم لزوجته تجوز لهم الخلوة بها ولا يوصفون بالموت،.

يعنې د الحمو څخه د خاوند خپلوان غير له پلرونو او اولادونو مراد دي او هر چې د خاوند پلار ، نيکه او زامن دي د ښځي د پاره محرم دي چې هغه د الحمو په جمله کې نه راځي پاتي نور د خاوند اقارب غير محرم او د الحمو په جمله کې شامل دي .

او په همدې شان  د خاوند د پاره بغير له خواښې د ښځې خپلوان غير محرم دي .

و الله تعالی اعلم

ان شاء الله د بې حجابۍ او بې پردګۍ دنيوي او اخروي زيانونو په اړه پوره مفصل بيان چې د ښځو د ځانګړو احکام  دي وروسته خپاره شي او همدارنګه د مطاهرت احکام به هم ورسته راشي .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email