سيد الاستغفار – د جنت زيرې

 

سيد الاستغفار – د جنت زيرې

په لاندني حديث شريف کې ذکر شوي کلماتو ته جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم سيد الاستغفار ويلي چې ډير فضيلت يې بيان شوی دی .

عن شَدَّادِ بْنِ أَوْسٍ رضی الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم قَالَ: «سَيِّدُ الاسْتِغْفَارِ أَنْ تَقُولَ: اللَّهُمَّ أَنْتَ رَبِّي لا إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ، خَلَقْتَنِي وَأَنَا عَبْدُكَ، وَأَنَا عَلَى عَهْدِكَ وَوَعْدِكَ مَا اسْتَطَعْتُ، أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ، أَبُوءُ لَكَ بِنِعْمَتِكَ عَلَيَّ وَأَبُوءُ لَكَ بِذَنْبِي، فَاغْفِرْ لِي، فَإِنَّهُ لا يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلاَّ أَنْتَ». قَالَ: «وَمَنْ قَالَهَا مِنَ النَّهَارِ مُوقِنًا بِهَا، فَمَاتَ مِنْ يَوْمِهِ قَبْلَ أَنْ يُمْسِيَ فَهُوَ مِنْ أَهْلِ الْجَنَّةِ، وَمَنْ قَالَهَا مِنَ اللَّيْلِ وَهُوَ مُوقِنٌ بِهَا، فَمَاتَ قَبْلَ أَنْ يُصْبِحَ فَهُوَ مِنْ أَهْلِ الْجَنَّةِ».     (صحيح البخارى)

دحضرت شداد بن اوس رضلی الله عنه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : چه سيد الاستغفار (د ټولو نه اعلی استغفار ) دادی چې بنده د الله تعالی په حضور کې داسې عرض وکړي :

اللَّهُمَّ أَنْتَ رَبِّي لا إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ، خَلَقْتَنِي وَأَنَا عَبْدُكَ، وَأَنَا عَلَى عَهْدِكَ وَوَعْدِكَ مَا اسْتَطَعْتُ، أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ، أَبُوءُ لَكَ بِنِعْمَتِكَ عَلَيَّ وَأَبُوءُ لَكَ بِذَنْبِي، فَاغْفِرْ لِي، فَإِنَّهُ لا يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلاَّ أَنْتَ .

ژباړه : ای الله ! ته زما رب ئی ستا نه سوا بل مالک او معبود نشته ،تا زه پيدا کړی يم او زه ستا بنده يم او څو پورې چې په ما کې توان وي ستا سره د کړيو وعده ميثاق اطاعت او فرمانبرداری به کوم ، زه ستا پنا غواړم د خپل عمل او کردار د شر نه ، زه اقرار کوم چې تا زه په نعمتونو سره وپاللم ، او اعتراف کوم چه ما ستا نافرمانئ کړی ده او ګناهونه مې کړي دي ، ما وبخښه ، ستا نه بغير بل څوک د ګناهونو بخښلو واله نشته .

رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : کوم بنده چه په اخلاص او د زړه په يقين سره د ورځې په څه حصه کې د الله په حضور کې دا عرض وکړي ( په پورته ذکر شوی استغفار ) او په دغه ورځ د شپې شروع کیدو نه مخکې مړ شي نو بې شکه دی به جنت ته ځي او همدارنګه که د کومې شپې په څه حصه کې د الله تعالی په حضور کې دا عرض وکړي او د سبا کيدو نه مخکې دی مړ شي بې شکه دی به جنت ته ځي ( صحيح بخاري ) .

مسلمانانو ته پکار ده چې دغه کلمات ياد کړي او کم تر کمه د ورځې يا شپې يو ځل ولولې .

۱۴ کاله پخوا زمونږ د حديث شريف استاذ په مونږ باندې سيد الاستغفار ياد کړ او له هغه وخته تر اوسه يې د هر لمانځه نه وروسته دعا کې وايم .

د معارف الحديث مولف ليکي :

د خدای رحمت دی وي زمونږ په استاذ مولانا سراج احمد صاحب رشيدی باندې چې کله مو له هغه څخه په دارالعلوم ديوبند کې مشکوة شريف لوستلو نو کله چې دغه حديث شريف ته ورسيدلو نو حضرت مولانا ټول جماعت ته حکم وکړ چې دا سيد الاستغفار دی ټول ياد کړي همغه ؤ چې ټولو ياد کړ او بيا یې راته وصيت وکړ چې په شپه او ورځ کم تر کمه يې ضرور وايی .

نو زما مسلمانانو وروڼو دغه حديث شريف مو په دې نيت را نقل کړ
چې تاسې يې هم له ځانه سره چاپ يا يې کاپي کړﺉ او ياد يې کړﺉ .

آن لاين اسلامې لارښود 

 

 

 

 

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 38 times, 1 visits today)