په لمانځه کې څنګه له شيطاني وسوسو ځان بچ کړم ؟

 

 

په لمانځه کې شيطاني وسوسې او شکونه

سړی څنګه کولای شي په لمانځه د شيطاني وسوسو ځان بڅ کړي ؟

زبيح الله پوپل – کندهار


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

وسوسې د شيطان له طرفه وي نو لمونځ بايد په توجه ،آرامۍ او بصيرت ادا شي .
قوله تعالی :[قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ (١)الَّذِينَ هُمْ فِي صَلاتِهِمْ خَاشِعُونَ (٢)] [مومنون:1-2]
رسول الله صَلَّى اللَّهِ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ يو سړی وليد چې په نا سم ډول او بدون له طمأنيه لمونځ کوي (په لمانځه کې حرکت کول او په بيړه د ارکانو ادا کول ) امر يې ورته وکړ چې لمونځ دې له سره ادا کړه «إرْجِعْ فَصَلِّ فَإنّكَ لَمْ تُصَلِّ» يعنی لمونځ له سره وګرځوه ځکه چې تا لمونځ ونه کړ هغې کس دری ځله لمونځ له سره وګرځولو او وروسته يې وويل يا رسول الله صلی الله عليه وسلم قسم په هغه ذات چې ته يې په حق را استولی يې تر دې غوره نشم ادا کولی نو ماته لمونځ راوښې رسول الله صلی الله عليه وسلم  هغه ته وفرمايل «إِذَا قُمْتَ إِلَى الصَّلاةِ فَأسْبِغ الْوُضُوءَ، ثُمّ اسْتَقْبِلِ الْقِبْلَةَ فَكَبِّرْ، ثُمَّ اقْرَأْ مَا تَيَسَّرَ مَعَكَ مِنَ الْقُرْآنِ، ثُمَّ ارْكَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ رَاكِعًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَعْدِلَ قَائِمًا، ثُمَّ اسْجُدْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ سَاجِدًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ جَالِسًا، ثُمَّ افْعَلْ ذَلِكَ فِي صَلاتِكَ كُلِّهَا».[1]
 
کله چې د لمانځه د پاره اراده کوئ کامل اودس وکړه ، وروسته دې مخ پر قبله کړه او تکبير ووايه ،وروسه د قرآن څخه هغه ووايه چې درته آسانه وي ،وروسته رکوع ته لاړ شه تر هغه چې بدن دې آرام او بې حرکته شي ، بيا له رکوع پورته شه په سم او آرام ډول دريدلو سره ، بيا سجده ادا کړه داسې چې بدن دې آرام او بې خځښته شي بيا دې سر له سجدې پورته کړه تر څو د کيناستلو په حال کې آرام او بې حرکته شي وروسته همدا عمل په ټول لمانځه کې کوه .
د رسول الله صَلَّى اللَّهِ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ د دغه ارشاد مبارک نه د ارکانو په آرامې او اطمنان سره ادا کول مراد دي ځنې خلک د لمانځه ارکان قيام ، رکوع ،قومه ،سجده ،جلسه او نور په ډير تيزی سره کوي چې په داسې ډول ډير څه پاتيږي .
زمونو په مذهب کې د ارکانو طمانيه واجب ده که واجب قصداً پريښودل شي لمونځ فاسدوي .
 
که چيرې په لمانځه کې وسواس ډير شي او زړه په وسواسو کې مصروف شي نو چپ طرف ته به دری ځله توف وکړي او دری ځکه به له رټل شوی شيطان څخه پنا وغواړي ( دری ځله اعوذ بالله من الشيطان الرجيم ويل کيږي ) .
که داسې وشي ان شآء الله مشکل به لرې شي رسول الله صَلَّى اللَّهِ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ ځنو هغو اصحابو چې دا ډول مشکل لرلو په همدې ډول لارښونه کوله .[2]
أن عثمان بن أبي العاص أتى النبي صلى الله عليه وسلم فقال: يا رسول الله. إن الشيطان قد حال بيني وبين صلاتي وقراءتي. يلبسها علي. فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم "ذاك شيطان يقال له خنزب. فإذا أحسسته فتعوذ بالله منه. واتفل على يسارك ثلاثا" فقال: ففعلت ذلك فأذهبه الله عني (المسلم 2203 ) .
مګر په وسواسو د لمانځه ګرځولو ته ضرورت نشته  فَلَوْ اشْتَغَلَ قَلْبُهُ بِتَفَكُّرِ مَسْأَلَةٍ مَثَلًا فِي أَثْنَاءِ الْأَرْكَانِ فَلَا تُسْتَحَبُّ الْإِعَادَةُ : وَقَالَ الْبَقَّالِيُّ : لَمْ يَنْقُصْ أَجْرُهُ إلَّا إذَا قَصَّرَ ". (رد المحتار: 1/307، 2/94 ط دارالكتب العلمية بيروت) .
مګر که داسې وسواس په لمانځه کې پيدا شي مثلاً چې سړی ته وسوسه پيدا شي چې قرآت مې ونه لوستلو يا د دوو سجدو پر ځای مې يوه سجده وکړه يا سجده سهوه لازمه شي خو هغه هيره شي او داسې نور چې په هغه سره لمونځ فاسيږي نو بيا به لمونځ له سره ادا کوي .
دی نه بغير په نورو وسواسو لمونځ ګرځولو ته ضرورت نشته .
الله تعالی دې مونږ د شيطان له شر څخه وساتي
شيخ ابن بازكتاب الدعوة (1) ص (76)
[1]. بخاري (757)، مسلم (397).
 [2]. مسلم (2203) از حديث عثمان بن ابوالعاص رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ
 
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 66 times, 1 visits today)