د بانک له لاري معاش کې د اضافي پيسو حکم

 

 

 

ګران د آن لاين اسلامې لارښود چلونکو!
د مثال په طور زما معاش دی ۵۰۰۰ افغانی د میاشتی په اخیر کی کمپنی زما معاش بانک ته د اخستلو لپاره ولیږه ما هلته د خپل پوره ۵۰۰۰ افغانیو معاش نه ۳۰۰۰ واخستی او پوره ۲۰۰۰ می په کی پریښودلی. وروسته له یو ۱۵ ورځو نه بیا بانک ته د خپلو ۲۰۰۰ افغانیو د اخستلو لپاره ولاړم څه ګورم چی زما معاش ۲۱۰۰ افغانی شویدی. دا معلومه نه ده چی دا ۱۰۰ روپی ولی په کی زیاتی شویدی خو ګمان کیږی چی بانک بغیر له دی چی مونږه ورته ووایو او که ونه وایو زمونږ په پیسو د سود معامله کوی. نو اوس آیا دا ۱۰۰ روپی په ریشتیا هم په سود کی راځی او که څنګه؟ اوس ما دا ۱۰۰ روپی هم له خپلو ۲۰۰۰ روپیو سره راخستی دی نو آیا دا زه خوړی شم او که کوم مسکین ته یی ورکړم او د آینده لپاره څه وکړم. مهربانی وکړی په لا زیات وضاحت سره یی راته تشریح کړی

والسلام
محب الله دانش
کابل
 

 


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

ستاسې په معاش کې زياتې شوی پيسې سود دی دې ته د پور سود وايي چې بانک د پوروړی حيثيت لري .

د اسلامې شريعت عامه قاعده داده چې په قرض کې هر ډول زيادت په هره طريقه چې وي سود دي .

قوله تعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَأْكُلُواْ الرِّبَا أَضْعَافًا مُّضَاعَفَةً وَاتَّقُواْ اللّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (ال عمران 130).َ

ای مؤمنانو! سود مه خوری داڅو چنده ذياتئ له خدايه وويريږی ښايي چه تاسې بريالی شی .

رسول صلی الله عليه وسلم د سود د خطرناکو پايلو په نظر نيولو سره اسلامې امت ته خبردارئ ورکړی چې حتی د پوروړی سوغات يا تحفه به هم نه قبلوئ .

اِذَااَقرَضَ الّرَجُلُ الّرَجُلَ فَلاَيَأخُذهَدِيَّةً (بخاري )

کله چه يو سړی بل ته پور ورکوي نو دپوروړی سوغات دې نه قبلوي .

د سود په اړه ډير سخت وعي راغلي دي :

اَلربوا سَبعُونَ جُزءًا أَيسَرُهَا أَن يَنكحَ الرَّجُلُ أُمَّه (ابن ماجه بيهقی) .

دسود ګناه اويا برخی لری آسانه برخه يی دومره ده لکه څوک چه دخپلی مور سره نکاح او بدکار وکړی .  

أُتِيتُ لَيلَةً اُسيریَ بِی عَلی قَومٍ بُطُونُهُم كَالبُيُوتِ فِيهَا الحَيَّاتُ تُر’ی مِن خَاِرجِ بُطُونِهِم فَقُلتُ مَن هوءُلَآءِ يَاجِبرِيلُ ؟ قَالَ هوءُلَآءِ لَآءِ اَكَلَةُ الّرِبوا. (احمد ابن ماجه ).

دمعراج په شپه يی زه يوه قوم ته وروستلم چه ګيډې يې دخونو په شان لويې لويې ښکاريدلی او پردغه ګيدو دباندې لخوا ماران ښکاريدل دجبريل نه مې پوښتنه وکړه  چه داڅوک دي ؟ ده وويل  دا سود خواره دي .

 زما مسلمانه وروره تاسې به دغه 100 افغانۍ په بې وزلو وويشی د صدقي په نيت نه ځکه چې په حرام مال کې صدقه نشته بلکي د سود د ګناه نه د بچکيدلو په نيت .

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 36 times, 1 visits today)