آن لاين اسلامې لارښود له کړاوونو وروسته يو ځل بيا ساه وښکله

 

آن لاين اسلامې لارښود له کړاوونو وروسته يو ځل بيا ساه وښکله

آن لاين اسلامې لارښود چې د تير کال د رمضان المبارک په ۱۵

تاريخ د ننه او بهر افغانانو لپاره خپرونې پيل کړې هدف يې ټولنې ته

د الهی اوامرو رسول او د بې دينی ،فحشآء او منکراتو پر وړاندې په

نقلي او عقلي دلايلو ولاړه کلکه مبارزه ده .

د کال پورکيدو ته یې لا څو ورځې پاتې وي چې د خدای (ج) د

دوښمنانو تر حملو لاندې راغی ترڅه کړاونو ورسته بيرته فعال شو

خو د دريو مياشتو اسناد يې له مينځه ولاړل چې هغه به بيرته پکې

ځای پر ځای شي .

دغه پاڼه د بې کسۍ او بې وسۍ سره سره چې ډیر کسان لا تر

اوسه ورباندې خبر هم نه دي د جذب او تيز فعاليت په درلودلو سره

د نړی د سلو ټاپو اسلامې سايټونو په ډله کې خپل ځای ونيو.

 

الله تعالی دې دغه ډیر معمولی اسلامې خدمت په خپل در کې

قبول کړي اوالله تعالی يې دی د مسلمانانو د پاره ګتور وګرځوي او

الله تعالی یې دی د دوښمن د پاره تر ټول ستر داسې تبليغاتي

سنګر وګرځوي چې يواځې پر دلايلو نه په احساساتو مبارزه کوي .

 

په آخر کې د ګرانو لوستونکو څخه هيله کوو چې ايماناً او وجداناً د

آن لاين اسلامې لارښود په اړه خپل سپين او قاطع نظر وليکي او

راويې ليږي .

که کوم وړانديز لرئ ، نيوکه لرئ په پوره وضاحت يې راولږئ ځکه

مؤمن د بل مؤمن د پاره هنداره وي .

که په دې باور لرئ چې په دې پاڼه کې ګټه وه او شته نو د ډاډ لپاره

يې دلايل څه دي ؟

اوکه نواقص پکې وي کوم نواقص لري ؟

 

 dawat610@gmail.com     پته :
 
آن لاين اسلامې لارښود تیم
 
 
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 45 times, 1 visits today)