خلقيان او پرچميان څوک دي ؟

د انلاین اسلامې لارښود ټولو کارکوونکو ته سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم

ګرانو! زما پوښتنه دا ده جې خلقیان او پرجماین ایا د مسلمانانو په ډله کې راتلی شی د دوی مفکوره او عقیده اسلامی ده که څنګه ما داسی اوریدلی چې د دوی عقیده د لینن عقیده ده خو نور معلومات نه لرم چې لینن څنګه مفکوره یا عقیده وه په مهربانی سره د دوی د کتابونو په حواله او په اسنادو سره په پوره تفصیل معلومات راکړی چې ډیره اړتیا ورته لری ځکه چې بعضی خلک چې خلقیان دی د خلق او پرچم ګوندیو ډیر ښه او د اسلامی اصولو مطابق ګوندونه بولی او ځانونه ښه مسلمانان بولی

وسلام   حکمت کوچئ

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د کمونيږم د پيداښت لنډ بيان :

کمونيزم او سوسياليزم د يوي سياسي او ټولنيزې فلسفې په شکل لومړې د کارل مارکس لخوا مينځ راغی . کارا مارکس په ۱۸۱۸ کال د جرمني په يوه يهودي کورنۍ کې پيدا شوی دی په ۱۸۴۷ د کمونسټ ګوند جوړ کړ او بيا يي د انګليس په مرسته د کمونيزم مرام ترتيب کړ ، د جرمني ، فرانسې او بلجيم څخه د شړلو وروسته يې په لندن کې ژوند غوره کړ په کال د ۱۸۸۳ کې په داسې حال کې چې په چوکۍ کې ناست ؤ ساه ورکړه او مړ شو .

مارکس د سوسيالستي انقلاب په راوستلو کې بريالی نشو ، خو د هغه وروسته د لينن په مشرې په کال د ۱۹۱۸ د روسيې په خاوره کې سوسيالستي انقلاب مينځته راغی .

د کمونيزم يا سياليزم اهداف :

الف ) : ماده پرستي داسې چې بشر د مادي د زراتو يو تکاملي شکل دی ، ټول حيوانات ، نباتات او جمادات د مادي مختلف شکلونه دي يعنې د توحيد پر ځای ماده پالنه د سياليزم بنسټ دی .

ب ) : د الله (جل جلا له)  د پاک ذات څخه انکار :

سوسياليزم او کمونيزم دهرين يا محلدين دي چې د الله (جل جلا له)  له وجود څخه انکار کوي دوی وايي : مونږ په الله (جل جلا له)  يقين نه لرو د الله (جل جلا له)  د وحدانيت څخه منکر دي .

ج ) : د دين څخه انکار :

کمونسټيان دهرين او يا ملحدين دي هغوی هيڅ کوم دين نه مني ، دوی په ماده پرستۍ يقين لري او د دين سخت مخالف دي .

لينن (علیه لغنه) وايي : مونږ بايد د دين په خلاف وجنګيږو ، د دين جرړې و باسو ، تل دې وي دهريت .

د ) : د کورني نظام ختمول :

مارکس د کمونست ګوند په اساسنامه کې ليکلي دي : مونږ د کورني نظام له مينځه وړل غواړو

لينن پخپله يوه وينا کې داسې ويلي وو : مونږ د حلالي او حرامي اولاد تر مينځ توپير له مينځه يووړ ، شريکې ښځې نيول د کمونيزم يو اصل دی .

ذ ) : د شخصي ملکيت څخه انکار :

د کمونيزم بل اساسې هدف دا دی چې د يوې کمونستي ټولنې د جوړولو لپاره د ملکيت ختمول يو ضروري امر ګني .

لينن وايي : کمونيست يوه لاطني کلمه ده ځکه چې د شريک لاطيني معنې کميونس ده ، نو کمونستي ټولنه هغه ټولنه وي چې په هغه کې هر څه شريک او کډ وي يعنې ځمکې او فابريکې شريک او کډ وي په هغه کې خلک په ګډه کار وکړي او شريکه ګټه واخلي .

چې کمونيزم تر ټولو بد ظالمانه سرمايه داري نظام دی يو دا چې د خلکو شخصي ځمکې او ملکيت په زور عصب کوي ، او بل دا چې په نورو پانګوالو نظامو کې هم په ميليونونو انسانانو کې يو محدود شمير پانګه وال اوسي خو په سسيالستي ټولنه کې يوازې يو سرمايه دار وي هغه هم د حکومت مشر وي .

لنډه داچې کمونسټی يوه پسته حيواني مفکوره ده چې د اديانو د پوهنې د علماء په اند کمونستان په نړی کې تر ټولو باطلو اديانو سخت بې عقل کسان دي ځکه نور باطل اديان چې مشرکين هم دي د الله (جل جلا له)  په وحدانيت ايمان لري خو د الله (جل جلا له)  د ذات سره يې شريک نيولی وي دا دومره بې عقل کسان دي چې دا دومره لويه هستي بې واکه او بې اختياره او بې څښتنه بولي چې دا هيڅ سليم عقل نشي منلای .

الله (جل جلا له)  انسان اشرف المخلوق ګرځولی دی هغوی يې د عزت او وقار په جامه پټ کړي دي کورنۍ ، کورنۍ يې ګرځولی دي خو دوی د لوی عزت او شرافت پر ځای حيوانيت غوره کړی دی او د يوې رمې په توګه ژوند کوي .

د دوی ټول اصول د عقل سليم خلاف دي هيڅ عقل د دوی افکار او اصول نشي منلای .

الله (جل جلا له)  دې مونږ د تاسې ذلت او خوارۍ وساتي .

خلق او پرچم :

خلق او پرچم په افغانستان کې د کمونستي ناولي حيواني نظام پورې تړلي ګونډونه وو چې کمونيزم وغوستل دا بدنام او کرغيړن په افغانستان کې قدرت ته ورسوي او کمونستي نظام جوړ کړي د اسلام مبارک دين له بيخه وباسي او هغه کسان چې دين ولس او آزادۍ ته وفادار وي ووژني .

د هغوی شعار وو :

 اشرار او اخوانيان به ډير ژر ورک کړو له وطنه – کچيرې يې پيدا کړو سر به يې غوڅ کړو له تنه

همداسې وشول په کال د ۱۹۷۸د يوې خونړۍ کودتا په وسيله کمونستي انقلاب مينځ راغی .

د خلق ګونډ مشري نورمحمد ترکي تر سره کوله او د پرچم ګونډ مشري کارمل تر سره کول د ډاکټر نجيب د حکومت په دوران کې د پرچم ګونډ خپل نوم حزب دموکراتيک خلق افغانستان ( حزب وطن ) ته تبديل کړ.

ددې ناولي حيواني نظام پر وړاندې افغان ولس جهاد اعلان کړ داسې قربانۍ يې ورکړي چې په تاريخ کې ساری نه ليدل کيږي يونيم ميليون شهيدان ، په لکونو معيوبان او پنځه ميليونه کسان نورو ملکونو ته مهاجر شول .

د الله (جل جلا له)  لوی فضل او مهرباني وه د افغان غيور ملت قربانۍ وې چې ددې ستر طوفان څخه خلاص شوو که نه خدای مه کړه نن به زمونږ هيواد د مسکو يوه برخه وه او نوي نسلونو به مو ملحدين وو .

خو د الله جل جلا له  په فضل کمونيزم د ابد د پاره نسکور شو .

کله چې مجاهدين قدرت ته ورسيدل څه مړه شول او څه له هيواد څخه وتښتيدل او هلته يې  نوی ګوند د نهضت په نوم جوړ کړ ، او څه چې پاتي وو هغوی ته يې عمومي عفوه اعلان کړه .

له بده مرغه چې مجاهدين د اسلام دوښمانانو د اسلامي حکومت جوړولو ته پرېنښودل ، نو دغه ډلې ته پوره چانس په لاس ورغی چې د حکومت په مخکينيو دندو پاتې شي

خلق او پرچم او د هغوی بادارانو چې کوم ظلمونه زمونږ په مظلوم ولس وکړل هغه له هيچا هم پټ نه دي انسانان خو لا څه کوئ چې د غرونو هغه وحشي ځناور کوم چې انقلاب نه مخکې په غرونو او دښتو کې اوسيدل له خپل ملک نه نورو ځايونو ته وتښتيدل چې تر اوسه پورې چا نه دې ليدلی چې هغوی پر کومه تللي دي .

د خلق او پرچم په ګوند کې به چې څوک رسماً داخليدل نو هغوی به د کمونسټ افکار او اصول منل او مرتد کيدل به خو د هغوی په مينځ کې ځنې بې خبره مسلمانان هم وو ( الله جل جلا له  د دوی په زړونو خبر دی چې څومره يې مرتد او څومره مسلمان وو ) بس الله جل جلا له  په هر څه باندې عالم .

د دغې ډلې کوم کسان چې پخپلو کړو پښيمانه وي کولای شي دوباره د اسلام په دين کې ننوځي تفصيل دلته وګورئ

او هغه کسان چئ اوس هم پخپلو کړو افتخار کوئ ، او په نني غربي اشغال کې نور هم پورته شول چې د دوی ظلمونه او فساد له چا څخه پټ نه دی نو هغوی دې د خپلو پايلو انتظار باسئ .

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email