د دوه قسمه مظلومانو ډير خيال ساتئ

مسلمانانو وروڼو! د يتيم د حق اندازه ددې نه لګي چه نبی صلی الله عليه وسلم په خاصه توګه سره د یتيمانو او ښځو د حقونو د ضايع کولو د ګناه اعلان کوي،چې څوک د ښځو يا د يتيمانو حقونه پایمال کوي او هغوی له خپلو حقونونه څخه محرومه کوي دا ډيره لويه ګناه ده او دا اعلان يې ددې وجې کړی دی چه اکثره خلق د يتيمانو او ښځو د حقونو خيال نه ساتي،بلکي هغوی له خپلو حقونو نه محروموي.

د ابی هريره رضی الله عنه وايي چې نبی صلی الله عليه وسلم فرمايلی دي :((اللَّهُمَّ! إِنِّي أُحَرِّجُ حَقَّ الضَّعِيفَيْنِ: الْيَتِيمِ وَالْمَرْأَةِ)). (ابن ماجه ۳۶۷۸ )

:.ای الله زه د دوو کمزورو يتيم او ښځې د حق تلفی نه ويريږم (ځکه چه ډير خلک د يتيمانو او ښځو د حقونو خيال نه ساتي) .

دوی د ميراث نه محرومه کوي ،او ځنې کسان يې چې په نکاح ورکوي د دوی نه پوښتنه نه کوي او مشوره نه ورسره کوي د دوی نه لکه د خدمتګارو خدمت اخستی شي او خپل رعب قائمولو د پاره په معمولي معمولي خبرو تهديديږي  .

د يتيم وهل :

حضرت عمر (رضی الله عنه) فرمايي :څوک چه يتيم ووهي د هغه په ژړا سره د مهربان بادشاه عرش په لړزه راشي .او الله تعالی فرمايي :ای زما فرښتو ! دا ماشوم چا ووهلو حالانکه ما دده پلار په ځمکه کې پټ کړی (يعنی هغه مې وفات کړی دی ) څنګه چه الله تعالی ته به ښه معلومه وي چه دا يتيم چا وهلی دی ،فرښتي عرض وکړي ای ربه ! مونږ ته څه پته نشته بيا الله تعالی ووايي :ای زما پرښتو تاسې په دې ګواه اوسئ چا چې زما د رضا د پاره دا ماشوم خوشحاله کړلو نو زه به د قيامت په ورځ هغه خوشحاله کړم (تنبيه الغافلين ص: ۳۷۷ ) .

يو صالح سړی خپله واقعه داسې بيانوي او وايي زه په اول کې يو فاسق انسان وم هر وخت به مې د شرابو په نشه کې وم او نور په ډول ډول ګناهونو اخته وم يوه ورځ مې يو يتيم ماشوم وليدلو داسې ښکاريده چې د زمانې څپيړو وهلی وي يا د فراق په غشی لګيدلی وي يا د مور او پلار د محبت او مينې نه محروم وي زه ورغلم او ځان ته مې رانږدې کړلو او د شفقت او مهربانۍ د مينې ډک جام مې ورکړلو پاک صفا مې کړلو او ښکلی جامې می ورته واغستلې او ښه خوراک مې پرې وکړلو، په را روانه شپه خوب وينم چې د قيامت ورځ ده او زه د حساب کتاب د پاره الله تعالی ته حاضر شوم نو زما دوزخ ته د تلو حکم وشو فرښتو ونيولم او جهنم ته يې روان کړم نږدې وه چې هغوی مې ور وغرځوي په لار کې دغه يتيم ماشوم وليدم نو هغوی ته يې وويل : تاسې دی جهنم ته مه غورځوﺉ زه دده د پاره خپل رب ته سفارش کوم هغوی ورته وويل: مونږ ته ددی اجازت نشته نو الله تعالی د طرف نه آواز وشو چې ددی يتيم په سفارش باندې ما دی معاف کړ او دده د جنت فيصله مې وکړه (الکبائر للذهبی ص ۷۴ ).

وروڼو! ګورﺉ د يتيمانو سره د ښه سلوک نتيجه دا ده چه دغه سړی توبه تائب شو او صالح بنده ترې جوړ شو ځکه چې په يوه يتيم يې شفقت او مهرباني کړی وه .

دښځو، ګنډو يتيمانو سره د ښه سلوک د پاره نور دلته وګورﺉ .

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي