مهمه مسئله

څوک چې د قربانی نیت لرې هغه ته په کار ده چې دلوی اختر دمیاشتي (ذوالحجه)له
پیل کیدو وروسته خپل وېښتان اونوکان پرې نکړې ترهغوپورې څو یې قربانې نه وې ذبحه
کړې ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : “إذا رأيتم هلال ذي الحجة وأراد أحدكم أن يضحي فليمسك عن شعره وأظفاره حتى يضحّي” (أخرجه مسلم من أربعة طرق)
یعني کله چې تاسو د لوی اختر میاشت (ذوالحجه ) ووینئ او ستاسو کوم یو د قربانې
کولو نیت لرې نو دبدن هیڅ ډول وېښتان او نوکان دې نه پرې کوې .

لطفا دا مسئله ډیره مهمه ده او ډیر خلک ندې پرې خبر
څومره مو چې وس رسیږې په ویب سایټونوکې یې نشر
اوخپره کړئ

ستاسو حامد رښتنی

Print Friendly, PDF & Email

8 تبصرې

  1. ګرانه مننه زه پدي اړه ډير معلومات نلرم خو يو وخت مي پدې اړه له چا پوښتنه وكړه او هغه وويل چې داموضوع اوذكر شوي حديث يواځې دحاجي لپاره دي نه د عامو خلكو لپاره كه پدې اړه راته مفصل او هر اړخيز معلومات راكړى ډيره مهره باني به مو وي
    په درناوي
    پرويز حقپال

  2. السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته
    دالله له لوی دربار څخه درته داجرعظیم غوشتونکی یم
    زما سوال ستاسوله محترم حضورڅخه دادی که دچا څخه په څوځلی دسهار لمونځ قضا شی او دهغی لمونځونوقضایی په یوه ورځ ادا کړی داصحیح دی اوکه نه اوکه صحیح نه وی نو مهربانی وکړی ماته یی یوه صحیح طریقه وښایی اوبله داچی دتوبی کولویوه صحیح طریقه راته وښایه
    زیاته مهربانی به مووی

  3. غالبا دا مسئله استحبابی حکم دې
    زما د علم مطابق

    والله اعلم

    http://hadawal2.net.ms/

  4. و عليکم وسلام ورحمة الله وبر کاة
    نه دا حکم يوازې د حاجي د پاره نه دی بلکي دا حکم د هر هغه چا په باره کې دی کوم چې قربانې ورباندې واجبه وي ځکه دا د حج د مناسکو سره يو مشابح عمل دی .
    په دې حکم کې نر او ښځه څه فرق نه لري همدارنګه دا حکم يوازې د هغه چا په باره کې دی چې قرباني کوي د ده په اهل عيال باندې نشته .
    و الله اعلم
    آن لاين اسلامې لارښود

  5. سلامونه اونيكې هيلې مې ومنى په بښنې سره دموضوع دلاروښانتيا لپاره يو ځل بيا درته زحمت دركوم هغه داچي ما همدغه موضوع داهل سنت والجماعت په سايت (islampp.com)کې ولوستله هغوي پدې اړه داسې ليكي وو((امام نووي د صحيح مسلم په شرح كې ويلي: «علماوؤدهغه احكامو (د ويښتانونه لنډول دهغه چا له لپاره چې دقرباني اراده لري)دنظر اختلاف لري: سعيد بن مسيب ، ربيعه ، امام احمد، اسحاق ، داود ظاهري او بعضي شافعي مذهب علماء وايي: د نوكانو او ويښتانو لنډول حرام دي تر څو يي چي قرباني نه وي كړې ، ولي امام شافعي ا و د هغه ياران وايي: مکروه تنزيهي دي ا و حرام نه دي،ا و امام ابوحنيفه وايي: مکروه ندي». هيله ده پدې اړه راته خپل نظر وليكي

  6. وعليکم وسلام ورحمة الله وبرکاة
    هو په دې اړه د علماء کرامو تر منيځ اختلاف نظر شته د احنافو تر مينڅ هم اختلاف نظر شته مګر راجيح قول دا دی چې د احنافو په نزد د ويښتو او نوکانو پريښودل مستحب دي او په اخيستلو کې څه حرج نشته .
    مرقاة شرح المشکاة ملا علی قاری رحمه الله 3/307
    حاشية ابن عابدين 5/153 دمشق
    د احنافو دليل لاندې احاديث دي چې د بې بې عائشې رضی الله عنه روايت شوی دي او په دې احاديثو کې دا موضوع روښانه شوی ده چې د ذوالحجې په مياشت کې پر مونږ د ذکر شويو څيزونو حرمت نه وو .

    ۱- عن عائشة رضي الله عنها قالت: فتَلْتُ قلائدَ بُدْن النبي صلی الله عليه وسلم بيديَّ, ثم قلَّدها, وأشعرها([53]), وأهداها, فما حَرُم عليه شيءٌ كان أُحِلَّ له([54]).

    2ـ عن عائشة رضي الله عنها قالت: كان رسول الله صلی الله عليه وسلم يُهدي من المدينة, فأفتل قلائدَ هديه, ثم لا يجتنب شيئاً مما يجتنبه المُحْرِم([55]).

    3ـ عن عائشة رضي الله عنها قالت: فتلتُ قلائدَ هدي النبي صلی الله عليه وسلم , ثم أشعـرها, وقـلَّدهـا ـ أو قــلَّدتُها ـ, ثــم بَعَثَ بها إلى البيت, وأقام بالمدينة, فما حَرُم عليه شيءٌ كان له حِلّ([56]

    4ـ عن عائشة رضي الله عنها: أنا فتلتُ قلائدَ هدي رسول الله صلی الله عليه وسلم بيديَّ, ثم قلَّدها رسول الله صلی الله عليه وسلم بيديه, ثم بَعَثَ بها مع أبي, فلم يَحْرُم على رسول الله صلی الله عليه وسلم شيءٌ أحلَّه الله له حتى نُحِرَ الهدي([57]).

    5ـ عن عائشة رضي الله عنها قالت: كنتُ أفتل القلائد للنبي صلی الله جل جلا له عليه وسلم فيقلِّد الغنم, ويقيم في أهله حلالاً ([58]).
    ينظر فتح الباري 3/543, 544, 547.

    ([54]) صحيح البخاري 3/542 (1696).

    ([55]) صحيح البخاري 3/543 (1698), صحيح مسلم 2/957 (1321).

    ([56]) صحيح البخاري 3/544 (1699), صحيح مسلم 2/957.

    ([57]) صحيح البخاري 3/545 (1700), صحيح مسلم 2/957.

    ([58]) صحيح البخاري 3/547 (1702), صحيح مسلم 2/957.
    آن لاين اسلامې لارښود

  7. كوم خلق چه قربانى كول غواړى هغوى له پكاردے چه دبدن نه دے څه نه اخلى لكه نوكونه پريكول،ويخته واړه كول ياخرول، زيرناف ياتخرګنو صفائى كول شوداحكم دقربانى كونكودپاره دے اول دذوالحجه نه ترلسم دذوالحجه پورى دے اوپكاردے چه داكارونه دذوالحجه دمياشتى نه مخكے وكړيشى په هره هفته كښے يوځل پكاردے اوبهترينه ورځ ئى دجمعى ده، دپنځلسمى ورځى پورى جوازلرى اودڅلويختو ورځونه اخوا اړول ګناه لرى.

    دليل : عن ام سلمةC قالت قال: رسول اللّٰه 3 اذادخل العشروارادبعضكم ان يضحي فلايمسّن من شعره وبشره شيئا وفي رواية فلاياخذن شعراً ولايقلمن ظفراً وفي رواية من رأ ي هلال ذي الحجة وارادان يضحي فلاياخذمن شعره ولامن اظفاره رواه مسلم.
    ( مشكوٰة،ج۲،ص ۱۲۷).
    وقال العلامة الحصكفي F ويستحب حلق عانته وتنظيف بدنه بالاغتسال في كل اسبوع مرة والافضل يوم الجمعة وجازفي كل خمسة عشروكره تركه وراء الاربعين مجتبي(ردالمحتار، ج۶، ص۴۰۶).(احسن الفتاوي ،ج۷،ص ۴۹۷).
    (۹۷) مسئله : څوك چه قربانى كوى دهغه دپاره مستحب دے چه داختر دمونځ كولوپورى خوراك ونه كړى بيادے دقربانى دغوښى نه خوراك وكړى ديته دامساك وايې ثواب لرى البته كچرى چامخكے خوراك وكړونوڅه ګناه پرى نشته
    دليل الاول :ويندب تأ خير أكله عنها ا ي يندب الامساك عمايفطر الصائم من صبحه الي ان يصلي ( الي ان ) ولقول البدائع ان شاء ذاق وان شاء لم يذق والادب ان لايذوق شيئا الي وقت الفراغ من الصلوة حتي يكون تناوله من القرابين (ردالمحتار،ج۲،ص ۱۷۷)
    دليل الثانى: ويستحب ان ياكل من اضحيته لقوله تعالي فكلومنها واطعمو البائس الفقير (البدائع ،ج۵،ص ۸۰)

    http://hadawal2.net.ms/

  8. ta so khpal skype name rawa ligi manana