په خريد او فروخت کې د بيعانې د پيسو حکم

 

د آن لاين اسلامې لارښود ته !
اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
الله (ج) مو په دنياوی او اخروی امرو کې کامياب لره .
زه يو پښتنه لرم هيله چې پرې پوه مې کړئ
ما له يوې دستګاه څخه بلوک واخيستل هغوی له ما څخه بيعانه وغوښته بيا مې 1000 افغانۍ بيعانه ورکړه خو کله چې کورته راغلم تصميم مې بدل شو چې د بلوک پر ځای به خښتی کار کړم ملګری مې دستګاه ته وروليږه چې بيعانه مې راکړئ زه بلوک نه اخلم هغوی به کله ويل چې مالک نشته کله بل څه بهانه کوله لنډه داچې زما پيسی يې وخوړلی آيا دوی ته د داسې پيسو خوړل روا دي ؟
عبدالله کابل خير خانه مينه
 

بيعانه هغه پيسی دي چې د دوو کسانو تر منځ معامله وشي جنس لا خريدار ته نه وي تسليم شوی دوکاندار له هغه څخه بيعانه وغواړی يا یې خپله اخيستونکی ورکړي وروسته چې کله مال ورتسليم کړي بيا ټولې روپۍ ورکوي .
خو کله داسې هم وشي لکه د تاسې خوندې صورت چې د دوو کسانو تر منڅ سودا بيرته پاتي شي نو دوکاندار ورته وايې چې ستا بيعانه له منځه ولاړه .
دغه د بيعاني خوړل دوکاندار ته شرعاً جايز نه دي ځکه چې له عوض او بدلې پرته دوکاندار دغه پيسی خوري
د جاهليت په زمانه کې دا ډول بيعانې رواج وی چې بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم له څخه منع وفرمايله دغه معاملې ته په اسلامې شريعت کې (بيع عربان ) وايي .
شاولی الله محدث دهلوي (رح) په اړه ليکي : (نهی عن عربان ان يقدم اليه شی ء من ثمن فان اشتری حسب من الثمن والافهو له مجاناً وفيه الميسر (حجة الله البالغة ج۲ ص ۱۰۰
دا ډول بيع منع ده دا په حکم د قمار کې داخليږي ځکه چې بې عوض هغه ته دا روپۍ پاتې کيږي .
نقل فی عمدة الاحکام ص ۲۲۱ .
 
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 51 times, 1 visits today)