د کرايې او اجارې په اړه پوښتنه

 

ستاسو ټولو کارکوونکو سلامونه وړاندی کوم. زه یوه پوښتنه لرم هیله مندیم چه ځواب یی راکړي. زموږ د کور څنګ ته یوه خالي حویلی ده او ما د حويلی له خاوند څخه غوښتنه وکړه چه که امکان لري پدی حویلی کي یو دوه اطاقونه جوړ کړي او موږ ته یی په کرایه باندی راکړی ،ده په ځواب کي راته وویل چه زه پیسي نه لرم ماته دوه لکه افغانی راکړه زه به اطاقونه جوړ کړم بيا نو ته کولی شی چه له اطاقونو څخه په لاندی شرايطو سره استفاده وکړی. لومړی داچی تر څو زه بیرته پیسی درکوم ته کولی شي تر هغه وخته په وړیا ډول سره له اطاقونو استفاده وکړي او بیا به وروسته ماته کرایه راکوی. دوهم داچه تر یو کال پوری له اطاقونو په وړیا ډول سره ګټه واخله زه به یو کال وروسته پیسی درکړم او ته اطاقونو بیرته را تسليم کړي. ایا پدی معامله کی کوم شریعی ممانعت شته او که نه ؟ آیا څرنګه کولي شم چه له هغه سره معامله وکړم تر څو زموږ دواړو مشکل حل شي.
په درنشت
عنایت الله کوچی  


وعليکم وسلام ورحمة الله وبرکاة

 

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

 

 

په ټولنه کې د ګروی او اجارې ځنې معاملات په خطرناک حالت کې دي

نورو پلټنو ته هم ضرورت دی

د مشوری د پاره مو يوې بهرنی نړيوالې اسلامې فتوا ته وليږله

تاسې زمونږ معذرت ومنی

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 46 times, 1 visits today)