د زړې ښځې د پاره حجاب کول لازم دي ؟

زړه ښځه چې تقريباً عمر يې د اويا يا نوي کلونو وي د بيګانو خلکو په مخ کې خپله چهره لوڅولای شي يعنې د پوخ سنه ښځې د پاره حجاب کول لازم دي ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

الله سبحانه وتعالی فرمايي : « وَالْقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَاءِ اللَّاتِي لَا يَرْجُونَ نِكَاحًا فَلَيْسَ عَلَيْهِنَّ جُنَاحٌ أَنْ يَضَعْنَ ثِيَابَهُنَّ غَيْرَ مُتَبَرِّجَاتٍ بِزِينَةٍ وَأَنْ يَسْتَعْفِفْنَ خَيْرٌ لَهُنَّ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ » (النور  ۶۰ ) ( همدارنګه ) هغه ښځې چې د نکاح هيله نه لري په هغوی باندې ګناه نشته چې لرې کړي خپلې جامې (چادري ) په داسې حال کې چې سينګار او ښايست يې نه ښکاريږي او که پاکدامني اختيار کړي (حجاب وکړي ) ډير غوره به وي الله تعالی ښه اوريدونکی او پوه دی .

نو بنا پر دې د زړو ښځو د پاره ګناه نشته چې د نامحرمو څخه مخ پټ نه کړي او که حجاب وکړي غوره کار دی

مګر که زړه او د پوخ عمر ښځه خپل ځان سينګار کړي بيا جايزه نه ده چې د بيګانه خلکو په مخ کې خپله چهره لوڅه کړي.

 مکة المکرمة  فتاوی المرأة. ص(160،161

 آن لاين اسلامې لارښود

 

 

Print Friendly, PDF & Email