ډير ژر به په فرانسه کې لومړی دين اسلام وګرځي
هغه راپور چې يوې کاتوليکي ورځپانې په نوم د “لاکرویکس” په فرانسه کې خپور کړی وو اعلان وکړ چې په تيرو لسو کلونو کې په فرانسه کې يوازې ۱۰ کليساوي جوړی شوی دی (حال دا چې همدا اوس ۱۵۰ جوماتونه د جوړيدو په حال کې دي) او همدانګه د ۶۰ کليساؤ ورونه ددې وجې نه قفل دي چې هغه ته بالکل څوک نه ورځي، چې اکثريت يې د مسلمانانو لخوا اخيسل کيږي او پر ځای يې جوماتونه جوړيږي
د هدسون امريکايي موسسې هم د پورته راپور په تائید سره په خپل سايټ کی راپور ورکوي چې : دا سروي ښیې چې اسلام په يو صحي مسير روان دی او ډير ژر به ددې هيواد لومړنۍ دين وګرځي
دا موسسه زياتوي د لمونځ کونکي زياته شميره اکثره وخت ددې سبب کيږي چې پر سړکونو ودريږي ځکه چې په جومات کې نه ځايږي او کله کله بيا د ترافيکو د پاره مشکل شي په خاصه توګه د پاريس په ښار کې
د فرانسې د اسلامې مجلس مشر محمد موسوي په يوه مصاحبه کې د ” آر تی ال” راډيو ته وويل : په فرانسه کې همدا اوس ۱۵۰ جوماتونه د جوړيدو په حال کې دی او په تيرو لسو کلو کې په فرانسه کې د جوماتونو شميره له زرو څخه دوو زرو ته لوړه شوه او داسې وړانديز کيږي چې تر ۲۰۲۰ کال پورې به دا شميره څلورو زرو ته ورسيږي
راپور : اخبار جهان اسلام
آن لاين اسلامې لارښود