</

د کورونو ،تجارتي ماڼيو او فابريکو زکات

 
دآنلاين اسلامي لارښود ټولو كاركونكو زموږسلامونه اونيكي هيلي ومني
برياليتوب مو له لوي خداي(ج ) خخه غواړو
دستاسو څخه په ډير درناوي هيله كوو چه دتجارتي ماڼيو،كورونو اوفابريكو د زكات په باره كښي تفصيلي معلومات  راكړي
په درناوی

سيد عبدالله نيک بين

 
ځواب :
بسم الله الرحمن الرحيم
زکات په دغه شيانو کې فرض دی :
نغدې پيسې او هر ډول تجارتي اموال چې نصاب ته ورسيږي او کال ور باندې تير شي ،زراعتي محصولات د فصل د ريبلو په وخت کې يا چې فصل ټول شي او چاروي چې د کال زياته برخه په صحرا کې وڅري .
د اوسيدلو په کور او دکور په سامان باندې زکات نشته که بل اضافي کور وي په کرايه یې ورکړی وي يا مارکيټ وي په کرايه يې ورکړی وي د تجارت نيت ونه لري زکات په کې نشته کرايه به له سرمايې سره يوځای کوي او زکات به يې ورکوي (کفايت المفتي ج ۴ ص ۲۶۵ – فتاوي المحمودي ) .
ولا……… ودورالسکنی ونحوها اذالم نتو للتجارت (درالمختار ۲۶۵ سعيد ) .
و فی التنویر و شرحه‌
«و  فارغ  عن  حاجته  الاصـلیة  نـام  و  لو  تـقدیراً  نلا  زکـاة  عـلی  مکاتب‌…و  لا  فی  ثیاب  البدن  و  اثاث  المنزل  و  دور  السکنی  و  نحوها».
مګر په کور کې چې کومې ميوه دارې ونې وي په هغه زکات فرض دی که له نهر څخه ابول کيږي د زکات اندازه يې ۱۰ برخه ده او که په واټرپمپ او بل څه ابول کيږي د زکات اندازه يې ۲۰ برخه ده ( شيخ ابن عثيمين فتاوی علماء مکة المکرمه 18/60 ف 40)
د فابريکې په ماشين آلاتو زکات نشته د هغه په آمد زکات فرض دی (کفايت المفتي ج ۴ ص ۲۵۶
ول
يس فی دورالسکنی ،وثياب البدن …. وسلاح الاستعمال
زکوة لانها مشغولة بالحاجة الاصلية (الهدايه کتاب زکاة ۲۸۶/۱ ) .
 
مطلب داچې اضافي کور، مارکيت (چې په کرايه ورکړل شوی وي د تجارت د پاره نه وي ) دفابريکه ماشين آلات چې توليدات کوي د تجارت دپاره نه وي په هغه زکات نشته په کرايه ،آمد او عايداتو يې زکات فرض دی .
هر جنس چې د تجارت  په قصد وي که کور وي که مارکيټ وي که دوکان وي ،که درملتون وي او که نور اشياء زکات ور باندې فرض دی .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : إِنَّ رَسُولَ اللَّهِصَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَآله وَسَلَّمَ  كَانَ يَأْمُرُنَا أَنْ نُخْرِجَ الصَّدَقَةَ مِنْ الَّذِي نُعِدُّ لِلْبَيْعِ] (رسول الله ص به مونږ ته د زکات په ورکولو امر کولو د هغه څه چې د تجارت دپاره به ساتل کيدل ) (ابوداود،طبراني ،بيهقي ) .
د علماء البلدالحرام هم همدا نظر دي :
په تجارتي مارکيټ (چې په کرايه ورکړ شوی وي ) او فابريکه هم زکات نشته په محصولاتو او توليداتو یې زکات فرض دی لکه ځمکه په اصل ځمکه زکات نشته اګر چه سرمايه ده خو په محصولات يې زکات فرض دي .
که هر ډول تجارتی اموال وي ماشين آلات ، خوراکې مواد نور سامان آلات د تجارت لپاره اخيستل شوی زکات پکې فرض دی .
(د زکات د فتاوی دايمي ټولنه ۲۹،۲۸ مکة المکرمه ) .
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 56 times, 1 visits today)