د اعتکاف لنډ بيان

د اعتکاف تعريف

اعتکاف په لغت کې په کوم ځای کې بندېدلو او يا کوم مقام کې درېدلو ته وايي ، او د شريعت په اصطلاح کې په جومات يا کور کې د اطاعت او عبادت په قصد سره پاتې کيدلو ته اعتکاف وايي .

د اعتکاف حکم :

کوم اعتکاف چې د رمضان المبارک په آخري لسو ورځو کې تر سره کيږي حکم يې سنت مؤکده کفايي دی چې خپله رسول الله صلی الله عليه وسلم د ژوند تر ورستي وخته پورې کړي دی او صحابه کرامو به هم ورسره ادا کولو .

عَنْ عَائِشَةَ رَضِي اللَّه عَنْهَا زَوْجِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم : أَنَّ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم كَانَ يَعْتَكِفُ الْعَشْرَ الأَوَاخِرَ مِنْ رَمَضَانَ حَتَّى تَوَفَّاهُ اللَّهُ، ثُمَّ اعْتَكَفَ أَزْوَاجُهُ مِنْ بَعْدِهِ.[1]

ژباړه : عايشه رضي ‏الله‏ عنها د رسول  الله صلی الله علیه وسلم مبارکه بی بی وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم د مرګ تر وخته د رمضان په آخرو لسو وروځو کې په اعتکاف کې کيناستلو-وروسته له هغې دده مبارکی بيبيانی هم په اعتکاف کې کيناستلی .

که په کوم کلي کې بالکل اعتکاف ونه شي نو د کلي ټول خلک ګنهکاريږي .

د اطرافو په ځينو سيمو کې دغه سنت بالکل ترک شوي دي چه د هغه را ژوندي کول سخت ضرور دي .

د اعتکاف فضيلت :

۱- د زړه صفايي : ځکه چې په اعتکاف کې سړی د ټولو دنيوي فکرونو او مشغوليتونو څخه لرې کيږي او په دې سره د زړه صفايي راځي او کله چې زړه صفا شي ټول بدن ورسره صفا کيږي .

۲- د ليلة القدر د شپې د عبادت کولو غوره موقع ده ځکه چې ليلة القدر د رمضان په آخري لسيزه تاقو شپو کې وي.

۳- د الله تعالی په لاره کې د رباط (پيره کولو) ثواب دی ځکه چې د يو لمانځه څخه وروسته د بل لمانځه لپاره انتظار کول د الله تعالی په لاره کې د پيرې کولو اجر لري چې په دغه عمل سره د بنده ګناهونه بښل کيږي او درجې يې لوړيږي « يمحو الله به الخطايا، ويرفع به الدرجات » ، نو هر اعتکاف کوونکی د لمانځه لپاره انتظار کوونکی وي .

۴- د دوزخ څخه نجات :

ابن عباس رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: « من اعتكف يوما ابتغاء وجه الله جعل الله بينه وبين النار ثلاث خنادق أبعد مما بين الخافقين»[2]

ژباړه : چا چې د الله تعالی د رضا لپاره يوه ورځ اعتکاف وکړ ، الله پاک به د هغه او دوزخ تر مينځ د دريو داسې کندو په برابر لرې والی راولي چې د هغه به د ځمکې او آسمان تر مينځ فاصله څخه زيات وي .

په اعتکاف کې څه ډول نفلي عبادات :

اعتکاف کوونکي لپاره مستحب ده چې د خپل توان په اندازه د شپې په څه حصه او د ورځې نفلي لمونځ ، د قرآن تلاوت ، مسونه اذکار ، استغفار ، او په کائيناتو کې فکر کول ، درود شريف ، د قرآنکريم تفسير ، د احاديثو مطالعه ، سيرت ، قصص الانبياء ، قصص صحابه او همدارنګه د شرعي علم مطالعه او ليکل ټول عبادات جايز دي .

مګر حنابله فقهاء وايي چې د علم شرعي تدريس او ليکل مکروه دي ، اعتکاف نه ورباندې فاسديږي مګر ثواب یې کميږي . ځکه چې د اعتکاف مطلب د زړه مراقبه ده .[3]

د اعتکاف شرطونه :

۱- له جنابت ،حيض او نفاس څخه پاکوالی .

۲- د اعتکاف نيت کول

۳- د سړو د پاره په جومات کې او د ښځو د پاره په کور کې د لسو ورځو د پاره حصارېدل .

د رمضان نه علاوه د نفل اعتکاف اجازت هم شته د هغې د پاره روژه نيول ضرور نه دي ،هدارنګه واجب اعتکاف وي چې د هغه د پاره روژه نيول ضروري وي .

واجب اعتکاف هغه دی چې کوم چا په خپل ځان نذر منلی وي .

د ښځو اعتکاف :

د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد لکه څنګه چې د ښځو د پاره په کور کې لمونځ کول غوره دی همداسې د ښځو د پاره په کور کې اعتکاف غوره دی .

د کور په کوم ځای کې چې لمونځ کوي په همغه ځای کې دې د اعتکاف د پاره خيمه ووهي .

هغه کارونه چې په اعتکاف کې حرام دي .

دوه ډوله کارونه په اعتکاف کې حرام دي :

لومړی قسم بې ضرورته د اعتکاف له ځای څخه وتل حرام دي .

ضرورتونه دوه قسمه دي طبعي ضرورتونه لکه : خوړل ،چښل ،جنابت ، قضايې حاجت او نور .

دوهم قسم شرعي ضرورتونه مثلاً د جُمعي د لمانځه د پاره جامع جومات ته تلل او نور .

د ضرورياتو لنډ تفصيل :

۱- که په جومات کې د رفع حاجت ځای نه وي نوخپل کور ته د رفع حاجت د پاره تلای شي د رفع حاجت وروسته به فوراً جومات ته ځي هلته به وخت نه تيروي .

۲- د فرض غسل د پاره چې احتلام ورته شوی وي که په جومات کې ځای نه وي بهر تلای شي مګر د بدن د پاکوالی غسل د پاره نشي تللای .

۳- که نوموړی جومات جامع نه وي د جُمعی د لمانځه د پاره جامع جومات ته تلای شي خو سنت به همدلته کوي د فرض لمونځ او خطبي وروسته به بيرته راځي نور سنت به هم په خپل ځای کې ادا کوي .

۴- که د خواراک او چښاک يا د اوداسه د اوبو راوړلو څوک نه لري نو د هغه د پاره کور ته تلای شي .

۵- د کوم ضرورت د پاره چې د باندې وځي د هغه د کولو وروسته به فوراً بيرته راځي او بهر به نه تم کيږي او نه به بې ضرورته د چا سره خبرې کوي .

۶- د جومات نه د باندې وتلو مطلب دا دی چې په څومره ځای کې چې په عام طور لمونځ ادا کيږي هغه حصه په جومات کې شامله ده نور د جومات تشنابونه ، احاطه وغيره په جومات کې شامل نه دي که بې ضرورته ووتلو نو اعتکاف يې ماتيږي .

په اعتکاف کې حرام يا مکره تحريمي کارونه :

۱- مباشرت کول که قصداً وي يا سهواً په جومات کې د ننه وي يا بهر اعتکاف ماتوي .

۲- د ښځې مچي کول يا ور تر غاړه کيدل مکروه تحريمي دي .

۳- په اعتکاف كې بالکل چوپ پاتيدل مکروه تحريمي دي يعنی دی به څه ناڅه خپل وخت په تلاوت ،نفلو،ذکر،ديني مطالعه او ديني کتابت تيروي .

۴- كوم دينوي کار تر سره كول  که په کور کې څوک نه وي نو بيا د ضرورت رفع کول باک نه لري .

د اعتکاف وخت :

د روژې په شلم تاريخ چې کله د مازيګر لمونځ وکړي نو اعتکاف به شروع کړي ، هر کله چې د اختر مياشت وليدل شي نو اعتکاف به ختم شي .

آن لاين اسلامې لارښود

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – رواه البخاري .

[2] – رواه الطبراني و البيهقي باسناد ضعيف  .

[3] – جاء في فقه الاسلامي و ادلته : يستحب للمعتكف التشاغل على قدر الاستطاعة ليلاً ونهاراً بالصلاة، وتلاوة القرآن، وذكر الله تعالى نحو لا إله إلا الله ، ومنه الاستغفار، والفكر القلبي في ملكوت السموات والأرض ودقائق الحكم، والصلاة على النبي صلّى الله عليه وسلم ، وتفسير القرآن ودراسة الحديث، والسيرة، وقصص الأنبياء وحكايات الصالحين، ومدارسة العلم، ونحو ذلك من الطاعات المحضة. وعد المالكية ذلك من شروط الاعتكاف على سبيل الندب، لكنهم مع الحنابلة كرهوا اشتغال المعتكف بعلم ولو شرعياً، تعليماً أو تعلماً إن كثر لا إن قل؛ لأن المقصود من الاعتكاف صفاء القلب بمراقبة الرب.

Print Friendly, PDF & Email