بسم الله الرحمن الرحيم
د تجويد آن لاين آزموينه
ګرانو لوستونکو د اسلامې ښوونې مينوالو !
اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
نن عصر کې د رسالت سلسله ختمه شوی ده دستر څښتن (ج) او مخلوق تر منځ د ارتباط وسيله يواځې قرآنکريم دی ، نن د فتنو عصر دی د فتنو او ګمراهۍ څخه د نجات لاره يواځې قرآن او سنت دي .
هر مسلمان بايد تر خپله وسه د قرآنکريم او سنتو ضروري زده کړې وکړي او که د قرآنکريم په معنی نه پوهيږو نو بايد حد اقل خويې د تلاوت په طريقه پوه شو .
دتجويد علم پر مسلمان نر اوښځه فرض دی د همدی ضرورت پر بنا مو د نړۍ معتبر مراجع دقيق مطالعه کړل او وروسته مو د تجويد علم د ټولو ننه او بهر افغانانو لپاره د انترنيټ له لارې خپور کړ ترڅو په آسانی سره د خپل شغل ترڅنګ له هغه څخه استفاده وکړي .
ددی لپاره چې د زده کړې د چانس ساحه يې نوره هم پراخه شي د آن لاين آزموينې لپاره مو چمتوالی نيولی دی .
تر څو هغه وروڼه چې په تجويدکې ماهر وي خوشحاله او ډاډمن شي اوهغه چې زده يې نه وي ورفکر يې شي او دزده کړې او عملي کولو کوښښ يې وکړي .
د آموينې په اړه معلومات
۱- د آموينی د ګډون لپاره يواځې آن لاين اسلامې لارښود ته خپل نوم ،لقب ځای پدې پته راوليږي
يا په دې پاڼه کې ثبت نام وکړئ د اسم المستخدم نه لاندې انشئ حسابا جديداً کليک کړي په اسم المستخدم کې خپل نوم ورسته خپل ايمل او شخصی معلومات نوم ،لقب ، ځای او د ریاضی معادلی حل او وروسته انشی حسابا جديدً کليک کړئ .
۲- سوالونه څلور ځوابه دي چې ډير وخت نه نيسي فقط هغه جز چې ستاسې په نظر صحي وي په سره رنګ نښه کړئ .
۳- د ثبت نام له مودې ورسته به پر يوه وخت ټولو ګدون کونکو ته سوالونه وروليږل شي او هم به په سايټ کې اعلان شي .
۴- د ځوابولو موده به د سوالونو په پاڼه کې ليکل شوی وي .
۵- ټول سوالونه ۲۰ دی او هر يویې څلور جزه لري چې يو پکې صحې وي .
۶- تاسې کولای شي د آنلاين اسلامې لارښود علم تجويد مطالعه کړئ او يا د تجويد نور کتابونه .
که په اړه یې کومه پوښتنه لری نو را ویې ليږئ .