د تراويح دلمانځه اهميت او فضيلت

تعريف :

د رمضان په مبارکه مياشت کې د فرضو او سنتو نه ورسته او د واجبو نه مخې چې کوم لمونځ ادا کيږي هغه ته په شريعت کې تراويح وايي ، د تراويح لغوي معنی آرام او راحت دی څرنګه چې له هرو څلورو رکعتو لږ شان آرام کيږي ددې وجې دې لمانځه ته تراويح وايي .

♣♣♣

د تراويح د لمانځه فضيلت

د ابی هريره نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :

من قام رمضان ايماناً و احتساباً عفر له ما تقدم من ذنبه (بخاری ).

ژباړه : څوک چې د رمضان په مياشت کې دشپې قيام وکړي (د تراويح لمونځ ) د ايمان په تقاضا او د ثواب لپاره نو د هغه تير ګناهونه بخښل کيږي .

عن أبا سلمة بن عَبْدُ الرحمن- أن رَسُول اللَّهِ صَلَى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسلَّمْ ذكر شهر رمضان فقال ((شهر كتب اللَّه عليكم صيامه، وسننت لكم قيامه. فمن صامه و قامه إيماناً واحتساباً خرج من ذنوبه كيوم ولدته أمه)). (سنن ابن ماجه او النسائی ).

ژباړه : له أبا سلمة ابن عَبْدُ الرحمن نه روايت دی :چې رسول اللَّه صلَى اللَّه علَيْه وسلم  د رمضان د مياشتی يادونه وکړه چې دا هغه مياشت ده چې الله تعالی د هغی روژی پر تاسې فرض کړی ده نو څوک چې د رمضان روژی ونيسی او دشپې (د تراويح لمونځ ) هم وکړي د ايمان په تقاضا او د ثواب لپاره نو له ګناهونو به داسې وځی لکه په کومه ورځ چې مور زيږولی وي .

♠♣♠

د تراويح  د لمانځه حکم :

د تراويح لمونځ په نر او ښځه سنت مؤکد دی ښځې به يې په کور کې ادا کوي او سړي په جماعت کې په کوم کلی يا محل کې چې هيڅ څوک يې هم په جَمعی سره ادا نه کړي نو په ټول کلِي به ملامتيا وي .

پدی لمانځه ځکه ډير تاقيد شوی دی چې د اسلام ستر پيغمبر صلی الله عليه وسلم خو چې د خپل امت د نجات لپاره څومره هلی ځلی کړی دی له هيچا هم پټې نه دي په روژه کې د نفلو لمونځ د فرضو برابر ثواب لري .

♣♣♣

نبی صلی الله عليه وسلم خپله هم د تراويح لمونځ کړی دی او اصحابو کرامو رضی الله عنهم ته يې هم د تراويح د ادا کولو حکم کړي دی.

کله چې محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم د تراويح لمونځ کولو د لمونځ کونکو تعداد به بې حده زيات ؤ کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د لمونځ کونکو شوق او زوق وليدو ويې فرمايل زه وېريږم چې دا لمونځ پر تاسې فرض نشي .

وروسته صحابه کرامو د تراويح لمونځ په مختلفو رکعتونو کې په جماعت او يواځي ټوګه کولو تر هغه چې حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د خلافت په دور کې ۲۰ رکعته په جماعت سره وټاکلي د ټولو اصحابو کرامو په اتفاق همدارنګه د امت د اکثرو فقهاؤ پدی ۲۰ رکعته اتفاق دی .

د امام ابوحنيفه او امام شافعي په نزد د تراويح د رکعتونو شمير شل دی .

شل رکعته تراويح د خلفاء راشدينو سنت دي جناب حضرت عمر فاروق رضی الله عنه په هغه باندې حکم کړی دی او نورو صحابه کرامو ور سره موافقت کړی دی او په دې باندې د امت د مذاهبو د جمهورو فقهاؤ اتفاق دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم حکم کړی دی چې زما سنت او د خلفاء راشدينو سنت ټينګ ونيسئ .

د پيغمبر صلی الله علیه وسلم د احاديثو په استدلال -چې ‌فرمايي: «عَلَيكُم بِسُنَّتي وَ سُنَّةِ الخُلَفاءِ الرّاشِدينَ المَهدِيِّينَ، عَضُّوا عَلَيها بِالنَّواجِذِ، وَ إيّاكُم وَ الأُمُورَ المُحدَثاتِ»: [2]

(زما په طريقه او په طريقه د خلفای راشدينو منګولې ونيښلوی او هغه ټينګ ونيسئ او له نويو امورو څخه پرهيز وکړﺉ )

قال السرخسي وهو من أئمة المذهب الحنفي :

فإنها عشرون ركعة سوى الوتر عندنا .

” المبسوط ” ( 2 / 145 ) .

و قال الشامی : قوله و هی عشرون رکعة هو قول الجمهور و عليه عمل الناس شرقاً و غرباً الخ (الشامی 2/45 ) .

وقال ابن قدامة :

والمختار عند أبي عبد الله ( يعني الإمام أحمد ) رحمه الله ، فيها عشرون ركعة ، وبهذا قال الثوري ، وأبو حنيفة ، والشافعي ، وقال مالك : ستة وثلاثون .

” المغني ” ( 1 / 457 ) .

وقال النووي :

صلاة التراويح سنة بإجماع العلماء ، ومذهبنا أنها عشرون ركعة بعشر تسليمات وتجوز منفردا وجماعة .

” المجموع ” ( 4 / 31 ) .

♠♠♠

په تراويح کې د قرآنکريم يو ځل ختم سنت دی:

په تروايحو کې قرآن داسې لوستل پکار دي چې صحي ادا شي ، همدارنګه دومره لوستل يې پکار دی چې د لوستو حق ادا شي او هم پر خلکو بار نشي خلک یې په پوره اخلاص او شوق واروي

ځکه چې د فرضو لمونځونو په جماعت کې د مختصروالی حکم شوی دی دا خو سنت دي

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email