په ايټاليا کې تر يو نيم مليون زيات مسلمانان اوسيږي چې د رمضان المبارک د استقبال د پاره تياری نيسي .
د کاريتاس موسسې د سروي له مخې مسلمانان د ايتاليا د ټول نفوس 9.3٪ تشکلوي چې زياتره يې د نورو هيوادونو مهاجرين دي .
اسلام وروسته له مسيحيت څخه د ايتاليا دوهم دين بلل کيږي چې هره ورځ د مسلمانانو شميره مخ پر لوړېدو ده .
ددې سروي د راپور له مخې تر 2007 کال پورې 735 جوماتونه د ايتاليا په مختلفو ښارونو کې په رسمي ډول موجود ؤ چې دا جوماتونه نظر د 2000 کال سروي ته څو برابره زيات شوی وو .
د مسلمانانو زيات شمير د لومبارديا په ښار کې استوگنه لري چې شميره دوو لکو ته رسيږي .
آن لاين اسلامې لارښود