په فرانسه کې ۱۳ کليساوی د فروش د پاره وړاندې شوی

د فرانسی سايټ په نوم د “پاتریس پیس” د ۱۳ کليساوو د فروش خبر ورکوي .

د کليسا څخه د خلکو د نه استقبال او هغه د خلکو د نه ورتګ ، او د کليسا د واکدارانو د سوء استفاده او د کليسا د واکدارانو آبرو رزې اصلی عامل بلل کيږي .

ددې کليساوو څخه ۴ کلساوی څه موده وړاندې په فروش ورسيدې چې د لرګيو خرڅولو په مارکيټ ، هوټل او د رقص او مشروباتو په ځايونو بدل شول .

د يادولو وړ ده چې په فرانسه کې ډيرې کليساوي په جوماتونو د بدلون په حال کې دی کوم چې مسلمانان يې اخلي او پر ځای يې جوماتونه جوړوي .

منبع : جهان اخبار اسلام

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. د خلق او پرچم په اړه معلومات چه څوک او کومه عقیده لرونکی دی ایا دغه خلکو ته مسلمانان ویلی شو په او س وخت کی دوی خو وایی چی مونږ د اسلام خلاف هیڅ کوم عمل ندی کړی نه مو ځوک وژلی اونه مو چاته داویلی چی تاسی مونځ یا نور دینی عمل پریږدی
    که په دی باره کی څه معلومات لری په مننی سره یی راکړی

  2. خلقیان او پرچمیان هغه څوک دي چې دوي به په مسلمانانو مسخرې کولې یعني مسلمانانو به چې لمونځ کوو دوي به ویل چې مسلمانان سپورټ کوي، د ببرک هغه ویډو وګورې چې د مازدیګر د لمونځ وخت وو ببرک ویل چې د لمونځ وخت دې مونږ باید تفریخ وکړو چې ټول د شرابو په څښلو اخته شول،
    او روژه به چې مسلمانانو نیوله نو دوي ویل چې مسلمانان د پيسو د نشتوالې له امله د غرمې ډوډۍ نه خورې. العیاذوبالله
    د خلقیانو یو افسر کورته راځې چې ګوري دده مور په لمونځ ولاړه ده خپله مور په لغته وهي او ورته وایی چې ته لا اوس هم د خپل دین نه نه یی اوښتۍ.
    نو داسي خلک تاسي مسلمانان بولۍ، نه هیڅکله نه
    الله دی داسي خلک تباه او برباد کړې او د جهنم اور ته دي ګوزار کړې انشأالله جهنم د همدي خلکو لپاره تیار شویدي.
    په درناوي