خضر عليه سلام څوک ؤ او اوس هم ژوند دی ؟

السلام علیکم ورحمة الله و برکاته!
خضر ( ع ) څوک دی ، په کوم وخت کی وو او هم اوس شتون لری او که وفات شوی او که شتون لری په کوم ځای کی وسیږی؟
په درنښت  حليم الله

حضرت خضر عليه سلام د صحيح قول له مخې نبی وو هغه د موسی عليه سلام په دور زمان کې ژوند کولو له هغه سره د موسی عليه سلام ملاقات هم شوي دي چې موسی عليه سلام ته يې د الله تعالی د حکيمانه کارونو څو نموني هم پيش کړی دی چې په سورت کهف کې يې بيان شوی دی .

د صحيح قول له مخې حضرت خضر عليه سلام د ميلاد څخه پخوا وفات شوی دی

د علمي څيړنو او افتاء دايمي ټولنه 3/211،212

ګر چې په خلکو کې د خضر عليه سلام د ژوند قصې ډيرې عامې دي مګر په قرآن او سنتو کې هيڅ اصل نه لري :

الله تعالی په قرآنکريم کې فرمايي : ” وَمَا جَعَلْنَا لِبَشَرٍ مِّن قَبْلِكَ الْخُلْدَ أَفَإِن مِّتَّ فَهُمُ الْخَالِدُونَ ” ﴿الأنبياء: 34﴾ ما ستا څخه مخکې هيچا ته هم همشنۍ ژوند نه دی ورکړی ، مګر که ته وفات شی نو هغوی به هميشه وي ؟

د امام بخاری او امام مسلم رحمه الله نه سوال وشو چې آيا خضر او الياس ژوندي دي ؟ ويې فرمايل چې څنګه به ژوندي وي حال دا چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي : د هغوی کسان څخه چې اوس د ځمکې پر سر ژوندی دي سل کاله وروسته به ژوندې پاتې نشي .

 بل دليل دا چی که خضر عليه سلام ژوندی وای ده به خامخا له جناب نبي کريم صلی الله عليه وسلم سره ملاقات کړی وو او دهغه اتباع به يې کړی وه ځکه چې ټول پخواني اديان د جناب نبی صلی الله عليه وسلم په رسالت سره منسوخ شوی دي .

و الله تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email