دمعاملې يا بيع د واپس يا فسخ کولو ځنې صورتونه

 

دمعاملې يابيعې د واپس يا فسخ کولو ځنې صورتونه
۱- خيار شرط :
دقيمت د فيصلې نه وروسته خريدار شرط ولګولو چه دوي درې ورځې وروسته به زه تا ته ووايم چې اخلم يې اوکه نه، يا يې زه کورته وړم هلته يې ګورو د کتلو وروسته مو که خوښ شو او که نه بيرته یې درته راوړم دغه بيع ته خيار شرط وايي .
Ø      پدې معامله کې د وخت مقررول ضروري دي .
Ø      که پدې موده کې د جنس په استعمال سره څه خرابي راغله نو بيا د واپس کولو حق نلري .
۲- خيار وصف :
که يوتجار دخپل تجارتي جنس ډير صفت وکړي يا دشپې وخت وي چه تجارتي جنس ښه نه ښکاري  اوخريدار هغه په غور ونه کتلو صرف دتجار په وينايې اعتماد وکړ خو سودا يې چې کله کور ته ورسوله نوهغه سودا يا جنس د صفت مطابق نه ؤ نو اوس خريدار ته د واپس او فسخ حق شته .
۳- خيار رويت :
کومه معامله چې بې ليدلو تر سره شي نودهغه دليدلو نه پس خريدار ته د خستلو اونه خستلو اختيار شته چې دغه بيعي ته خيار رويت وايي .
Ø      که چا نمونه وليدله نو وروسته د واپس کولو حق نه لري مګر که مال د نمونې موافق نه ؤ نو دفسخ کولو حق ورته شته .
Ø      هغه څيزونه چې په نمونه سره نه معلوميږي لکه څاروي يوڅاروی د نورو څارويو نمونه نشي کيدای نو هغه د جدا يا ټولو ليدلو اختيار ورته شته .
Ø      که د سوداګر نمايده يا ايجنټ مال وليد اووايې خست نو مالک د هغه د ردولو حق نلري مګر که دغه نمايده د خريداری نماينده نه وي د مال د ساتني لپاره يې ليږلی وي نو بيا د مالک د ليدلو نه وروسته د ختستلو او نه خستلو اختيار لري .
Ø      که خريدار دجنس په استعمالولو سره جنس خراب کړ نو بيا د واپس کولو حق ورته نشته .
۴- خيارعيب :
که چا په دهوکه سره څه شي وپلورل او پيرودنکي ته يې د هغه عيب ونه ښود نه پيردنکی يې فسخ کولی شي دغه بيع ته خيار عيب وايي .
دهوکه ورکول سخته ګناه ده رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
Ø      که خريدار يوجنس د سالم جنس په نرخ واخېست مګر په هغه کې عيب ؤ نوخريدار ته يې د واپس کولو حق شته .
Ø      که دوکاندار په جنس کې عيب وښودلو نه خريدار يې د بيرته واپس کولو حق نلري .
Ø      که په جنس کې عيب معلوم شي نو دهغه فوراً واپس کول پکار دي ،که يې استعمال کړ نو بيا د واپس کولو حق نلري خوکه داسې شی وي چې بې له استعمال نه معلوميږي لکه موټر اوداسې نور نو لږ استعمال يې جائز دی .
Ø      که چا مال واخيست اوکورته يې ورسولو ځنې خراب وو اوځنې ښه نو ښه يې ځاتنه کړل او خراب يې واپس کړل داسې کول جواز نه لري خو که د تجار په خوښه وي نو باک نلري .
Ø      که څه غله يې واخېسته مثلاً غنم په هغه کې څه ګردغبار يا موشنګ وي نودهغه د واپس کولو حق نلري مګر که ډير ذيات وي چې په يوه من کې ۲-۴ سيره وي نو بيا یې د واپس کولو حق لري .
۵- خيار تعين :
که تجار خريدار ته د ډیرو څيزونو قيمت وښود اوورته ويې ويل چې په دومره موده کې چې ستا کوم څيزونه خوښ شول هغه به معامله کوو نودابيع صحي ده په مقرره موده کې چې کوم شيان اخلي دهغه معامله به تعين کوي . ددی معاملې ځنی مسائل :
Ø      ترڅو پورې چې د معاملې خبرې روانې وي تر هغه پورې دواړو ته د معاملې د فسخ کولو اختيار شته ،مګر که دختم نه وروسته دخيارشرط ،خيارعيب ،خيار رويت او خياروصف په وجه سره معمله ختم کيدای شي .
Ø      که ځمکه خرڅه شي په هغه کې څه فصل ولاړ وي نومالک به هغه فصل لرې کوي او ځمکه به خالي کوي مګر که خريدار د دفصل تر پخيدو پورې اجازه ورکړه نوجواز لري .
Ø      تجار چې کوم شی خرڅوي نودهغه د شي په ورسپارلو کې بايد کوم مانع نه وي .
Ø      دحواله کولو مطلب دادی چې کوم ځای مال خرڅ شو نو هملته به يې ورسپاري بل ملک اوبل ځای ته رسول دخريدار په غاړه دي .
Ø      که تجار څه مال خرڅ کړ خو خريدار ته يې د هغه ځای ونښود او وروسته خريدار ته معلومه شوه چې هغه ځای خطرناک دی يا يې په راوړلو ډير مصرف راځي نومعامله فسخه کولای شي .
Ø      معامله فیصله شوه مګر قيمت يې نه دی ادا شوي خريدار بدون د تجار له اجازې څخه مال نشي پورته کولای .
Ø      معامله فيصله ده ولې خريدار هغه نه وي قبضه کړي که په مال کې څه خرابي راشي نودهغه تاوان په تجار دی .
Ø      که تجار په خپله خوښه خريدار ته څه شی زيات ورکړ نودمعاملې دفيصلې نه وروسته څوک هغه په واپس کولو نشي مجبوره ولای مګر که پخپله خوښه يې بيرته ورکړي نو خير دی .
Ø      که دمعاملې له فيصله کولو پس خريدار قيمت نه وي اداکړي نو دهغه دوه صورته کيدای شي اول داچې دقيمت د ژر اداکولو وعده به کوي څوپورې چې قيمت ادا نه کړي تجار خپل مال پخپله قبضه کې ساتلی شي اودوهم داچه معامله يې په قرض فيصله کړي وي نوکه چې خريدار مال خپل کور ته ورسوي ورسته تجار د هغه د واپسی حق نلري .
 
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 34 times, 1 visits today)