د لمانځه مفسدات (ماتوونکی)

يعنی په کومو شيانو چه لمونځ ماتيږي او د لمانځه بيا کول ضروري وي .

۱ په لمانځه کې قصدًا يا په هيره سره خبرې کول.

په دليل د خبر د زيد بن ارقم «كنا نتكلم في الصلاة، يكلّم الرجل منا صاحبه، وهو إلى جنبه حتى نزلت: وقوموا لله قانتين، فأمرنا بالسكوت ونهينا عن الكلام» (رواه الجماعة إلا ابن ماجه)

ژباړه : مونږ به په لمانځه کې خبرې کولې ، زمونږ څخه يو سړي له خپل صاحب سره خبرې کولې تر دې چې دا آيت شريف نازل شو [وقوموا لله قانتين] پس مونږ ته په سکوت او نه خبرو کولو حکم وشو.

په لمانځه هر قسم خبرې کول لمونځ فاسدوي لکه :

الف ): په لمانځه کې چا ته السلام کول يا په ژبه د السلام ځواب ورکول.

ب ): د پرنجي کوونکي د الحمدالله ويلو ځواب په يرحمک الله سره ورکول.

ج ): د لمانځه نه بهر کوم څوک دعا کوي هغه ته په لمانځه کې آمين ويل .

د): د مرګ ،مرض يا کوم بل بد خبر واوري په هغه باندې انا الله وانا اليه راجعون ويل ، يا د خوشحالي د خبرې په اورېدو سره الحمدلله ويل يا بله داسې کلمه ويل او يا د تعجب په خبره باندې سبحان الله ويل .

ه ) :د خپل امام څخه پرته بل چا ته فتح ورکول .

و): د درد او تکليف په وجه آه آه ،اُف کول که څه هم دوه توري (حروف ) لمانځ فاسدوي يا کتاب او بل څه لوستل په ژبه سره همدارنګه د درد او تکليف له وجې ژړل او مګر که د دوزخ جنت او عذاب د ياد په وجه وي باک نلري. ځکه هغه خشوع ده.

د امام ابوحنيفه په نزد که ناروغ د تکليف په وجه آه آه او يا وژاړي په شرط ددې چې هغه خپل ځان نشي کابو کولای باک نلري .

امام يوسف په نزد په پورته صورت کې دې لمونځ قطع کړي مګر که درد د لرې کېدو امکان نه وي لمونځ به نه قطع کوي (برنامج الموسوعة الفقهية جزء ۲۷ ص ۱۲۱).

۲- قصداً يا په هيره سره څه خوړل او څښل :

په لمانځه کې په خوړلو او څښلو سره که لږ وي يا ډير لمونځ فاسديږي ځکه خوړل او څښل د لمانځه له اعمالو څخه نه دي مګر دا چې په غاښونو کې څه بند شوی وي که د نخود له دانې څخه کم وي لمونځ نه فاسدوي همدارنګه په ژولو سره که دری ځله يې وژويې لمونځ فاسدوي .

قال الحنفية: تبطل الصلاة بالأكل والشرب عامداً أم ناسياً، سواء أكان المأكول قليلاً أم كثيراً؛ لأنه ليس من أعمال الصلاة(فقه الاسلامي وادله )

وَاسْتَثْنَوْا مِنْ ذَلِكَ مَا كَانَ بَيْنَ أَسْنَانِهِ وَكَانَ دُونَ الْحِمَّصَةِ فَإِنَّهُ لا تَفْسُدُ بِهِ الصَّلاةُ إِذَا ابْتَلَعَهُ ، وَصَرَّحُوا بِفَسَادِ الصَّلاةِ بِالْمَضْغِ إِنْ كَثُرَ ، وَتَقْدِيرُهُ بِالثَّلاثِ الْمُتَوَالِيَاتِ (برنامج الموسوعة الفقهية جزء ۲۷ ص ۱۲۴ ) .

۳- عمل کثير:

په لمانځه کې زيات حرکت کول او ډير ښورېدل چه کتونکی فکر وکړي دا سړی لمونځ نه کوي مثلاْ د ځان ډير ګرول يا د جامو برابرول يا په بدن اوجامو ډير لاس وهل.

جاء في الموسوعة الفقهية :

اتَّفَقَ الْفُقَهَاءُ عَلَى بُطْلانِ الصَّلاةِ بِالْعَمَلِ الْكَثِيرِ ، وَاخْتَلَفُوا فِي حَدِّهِ . فَذَهَبَ الْحَنَفِيَّةُ إِلَى أَنَّ الْعَمَلَ الْكَثِيرَ الَّذِي تَبْطُلُ الصَّلاةُ بِهِ هُوَ مَا لا يَشُكُّ النَّاظِرُ فِي فَاعِلِهِ أَنَّهُ لَيْسَ فِي الصَّلاةِ .

۴- د قبلې څخه ګرځېدل :

پرته له عذر څخه د قبلې څخه سينه ګرځول لمونځ فاسدوي .

۵- د عورت ښکارېدل :

د بدن د کوم اندام څلورمې حصې دومره وخت ښکارېدل په څومره وخت کې چې دری ځله تسبيحات يا يو رکوع يا سجده ادا شي .

۶- په لمانځه کې بې اودسه کېدل .

۷- په نجاست ککړېدل :

په بدن ، جامو او د لمانځه په ځای کچېرې دومره نجاست کوم چې په شريعت کې عفوه نه دی پرېوځې لمونځ فاسديږي .

۸- قهقهه خندا :

خندا په دری قسمه ده ، يو قسم تبسم دی چې په هغه لمونځ نه فاسديږي ، بل قسم خندا داسې خندا ده چې خپله يې واروي مګر د څنګ ملګری يې وانه وري په دې خندا باندې لمونځ فاسديږي او دريم قسم خندا خندا قهقهه ده چې هم يې خپله واوري او هم د څنګ ملګری واروي په دې لمونځ فاسديږي او اودس هم ماتيږي ځکه چې ددې قسم خندا په اړه رسول الله صلی الله عليه وسلم د لمانځه ګرځولو او اوداسه کولو حکم کړی دی :

«فأمر رسول الله صلّى الله عليه وسلم من ضحك أن يعيد الوضوء ويعيد الصلاة» (الدارقطني ، مجمع الزوائد ).

۹- د نيت تغير :

د نيت په تغير سره لمونځ فاسديږي دا چې نيت يې د مازديګر کړی وي خو لمونځ د ماښام وي ، او يا په هر وجه سلام ګرځول ، يا په لمانځه کې نېشه او بې هوشه کېدل او لينتوب لمونځ فاسدوي .

۱۰ – په قرائت کې غلطي کول :

په قرائت کې داسې غلطي کول چې معنی تغير شي او همدارنګه په الله أکبر کې همزې ته مد ورکول لمونځ فاسديږي .

۱۱- د کوم رکن ترک کول :

د کوم رکن لکه : رکوع ، يا د دوو سجدو څخه يوه سجده ادا کول سره لمونځ فاسديږي .

۱۲- په لمانځه کې د سړي سره د ښځې يوځای دريدل:

په لمانځه کې د سړي سره د ښځې يوځای دريدل داسې چې څنګ په څنګ سره ودريږي تر مينځ يې پرده نه وي يا د فرج پرته د پنډې او ورانه نښلول ، او دا چې مشترک لمونځ وي لکه جماعت او څنګ په څنګ وي .

د امام يوسف په نزد د دريو تسبيحاتو ويلو په اندازه او د امام محمد په نزد د يو رکن په اندازه درېدلو لمونځ فاسدوي.

۱۳د تيمم کوونکي لپاره د ابو پيداکېدل.

همدارنګه هغه معذور سړی چې د اوبو استعمال ضرر ورته رسوي د اوبو په استعمال قدرت ومومي .

په شرط ددې چې اوبه د آخرې قعدې مخکې وويني يا په اوبو باندې د آخرې قعدې مخکې قدرت ومومي لمونځ فاسديږي ځکه آخره قعده د لمونځ پوره کېدل دي .

۱۴- لوڅ کس ته د جامې پيدا کېدل :

هغه کس چې د عورت د پټولو جامه نلري کچېرې هغه ته د لمانځه کولو پر مهال جامه پیدا شي او د جامې اغوستل عمل کثير ګرځي لمونځ به ترک کوي ، جامه به اغوندې او لمونځ به له سره ادا کوي .

۱۵- بغير له ضرورت څخه په زوره توخی يا د غاړې تازه کول .

۱۶- د موزې د مسحې د مودې پوره کېدل .

د موزې د مسح د مودې پوره کېدو يا د پښې څخه د موزې په وتلو سره لمونځ فاسديږي .

۱۷- د زخم څخه د پټۍ لوېدل .

۱۸- د اشاره کوونکي قدرت پيدا کېدل په رکوع او سجده .

۱۹- د امام مخالف کول :

د امام نه مخکې پوره رکوع يا پوره سجده کول يا د هغه نه مخکې کيدل.

۲۰ په کتلو سره قرآن لوستل.

۲۱ د لمانځه څخه بهر قرآن لوستونکي ته فتح ورکول ځکه چې تعليم او تعلم دی .

۲۲- د سهار په لمانځه کې د لمر ختل .

تبطل الصلاة…..وطلوع الشمس في الفجر (فقه الاسلامي وادله )

۲۳- څلور پنځه قدمه په لمانځه کې تلل.

ځنې حنفي مشايخ وايي که د سړي مخې ته په صف کې خالي ځای وي هغه په تللو سره لمونځ نه فاسديږي لکن که د مخې بغير بل طرف ته وي لمونځ فاسديږي .

جاء في الموسوعة الفقهية: وَقَال بَعْضُ مَشَايِخِ الْحَنَفِيَّةِ فِي رَجُلٍ رَأَى فُرْجَةً فِي الصَّفِّ الَّذِي أَمَامَهُ مُبَاشَرَةً فَمَشَى إِلَى تِلْكَ الْفُرْجَةِ فَسَدَّهَا لاَ تَفْسُدُ صَلاَتُهُ، وَلَوْ مَشَى إِلَى صَفٍّ غَيْرِ الَّذِي أَمَامَهُ مُبَاشَرَةً فَسَدَّ فُرْجَةً فِيهِ تَفْسُدُ صَلاَتُهُ. انتهى.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 269 times, 1 visits today)