د خوړلو اوڅښلو آداب

د خواراک په شروع کې د بسم الله ويل :

عن عائشه قالت قال رسول الله صل الله عليه وسلم  اذا اکل احدکم فليذکر اسم الله فان نسی ان يذکر الله فی اوله فليقل بسم الله اوله وآخر ه . ( رواه ابو داؤد والترمذی )

ژباړه : د حضرت عايشه رضی الله عنها نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عله وسلم وفرمايل : هر کله چه په تاسو کښی څوک د ډوډی خوړلو اراده وکړی نو په کارده چې د الله نوم واخلې يعنی بسم الله الرحمن الرحيم ووايې او که په شروع کې بسم الله هېره شي نو وروسته دی ووايې بسم الله اوله و اخره .

خوراک په ښی لاس خوړل او د خپلې مخې څخه نمډی کول :

عن عمر بن ابی سلمة قال کنت غلاماً فی حجر رسول الله صل الله عليه وسلم و کانت يدی تطيش فی الصحفة فقال رسول الله صلی الله عليه وسلم سم الله و کل بيمينک و کل مما يليک . ( رواه البخاری ومسلم )

ژباړه : دحضرت عمر بن ابی سلمه رضی الله عنه نه روايت دی هغه وايې چې ما په کوچنوالی کې درسول الله صلی الله عليه وسلم په غېږ دشفقت کې پرورش موندلی نو دخوراک په وخت کې به زما لاس په لوښي کې هر طرف ته چلېد نو رسول الله صل الله عليه وسلم ماته نصيحت فرمايلو ، چه دخوراک نه مخکې بسم الله وايه . او پخپل ښي لاس او دخپلی مخې نه خوره .

عن ابن عمر قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم اذا  اکل احدکم فليا کل بيمينه و اذ شرب فليشرت بيمينه ( رواه مسلم )

ژباړه : دحضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې چه په تاسو کې څوک څه خوری نوپه ښی لاس سره دې خوری او چه څه څښې نو په ښې لاس سره دې څښې .

خوراک ډېر ګرم مه خوریء :

عن اسمأ ء بنت ابی بکر انها کانت أتيت بثريدٍ امرت به فغطی حتی تذهب فورة دخانه وتقول انی سمعت رسول الله صلی الله عليه وسلم يقول هو اعظم للبرکة . ( رواه الدارمی )

ژباړه : دحضرت اسماء بنت ابو بکر رض الله عنه نه روايت دی چه هرکله به (ثريد ) ښور وا پخه شوه هغې ته  به راوړل شوه نو هغې به هغه په حکم سره تر هغه وخته پوری پټه کړی ايښې وه چه دهغه دګرمی جوش اوتېزې به ختمه شوه دهغې نه پس به يې خوړله او هغې به  فرمايل چه ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه اورېدلی دی چه دغه شان لږه يخه کړی خوراکه زيات دبرکت باعث وي . ( مسند دارمی )

په يو ځايې خوراک کې برکت دی :

عن وحشی بن حرب قال ان اصحاب النبی صلی الله عليه وسلم قالوا يا رسول الله انا ياکل ولا نشبع قال لعلکم تفترقون ؟ قالوا نعم قال فاجتمعو علی طعامکم واذاکروا سم الله يبارک لکم فيه . ( رواه ابو داؤد )

ژباړه : د حضرت وحشی بن حرب رضی الله عنه نه روايت دی چه د رسول الله صلی الله عليه وسلم بعضی اصحابو عرض وکړ چه زمونږ حال دادی چې خوراک خورو او سود کې نه حاصلوو هغوی صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل چه شايد تاسو ځانته ډوډیء خوری هغوی صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې تاسو ډوډی ته يو ځای کېنیء او دخدای نوم اخلیء ( بسم الله وايې ) او په اجتماعې ډول سره ډوډی خوری ء .

عن ابن عباس عن النبی صلی الله عليه وسلم انه اتی بقصعة من ثريد فقال کلوا من جوافبها ولا تأکلوا من وسطها فان البرکة تنزيل فی وسطها.( رواه الترمذی وابن ماجه والدارمی )

ژباړه : دحضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روايت دی چه درسول الله صلی الله عليه وسلم په خدمت کې د ثريد نه ډک يو لګن راوړل شو . هغوی صلی الله عليه وسلم په کې نور خلک هم شرک کړل او ويې فرمايل چه دغاړونه خوری او په مينځ کې لاس مه اچوی ځکه چې برکت په منځ کې نازلېږی .

د د خوراک د ګوتو او لوښی پاکول :

عن جابر ان النبی صلی الله عليه وسلم امر بلعق الاصابع والصحفة وقال انکم لا تدرون فی آية البرکة .( رواه مسلم )

ژباړه : دحضرت جابر رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صل الله عليه وسلم هدايت فرمايې چه د خوراک نه وروسته دی ګوتې وڅټل شي او لوښی دې هم پاک کړی شي هغوی صلی الله عليه وسلم  وفرمايل چه تاسو ته معلومه نه ده چې دخوراک په کومه ذره اوکوم جزء کې د برکت خاص اثر دی .

لولېدلی لمړۍ هم پورته کویء او خوری يیء :

عن جابر قال سمعت النبی صلی الله عليه وسلم يقول ان الشيطان يحضر احدکم عند کل شي من شانه حتی يحضره عند طعامه فاذا سقطت من احدکم القمة فليمط ماکان بها من اذی ثم ليا کلها ولا يدعها للشيطان فاذا افرغ فليلعق اصابعه فان لا يدری فی ای طعامه يکون البرکة . ( رواه مسلم )

ژباړه : دحضرت جابر رضی الله عنه نه روايت دی چې ما پخپله د رسول الله صل الله عليه وسلم نه اورېدلی ده فرمايل يې چې ستاسو دهرکار په وخت کې تر دې پورې چه دخوراک په وخت کې هم شيطان په تاسو کې د هريو سره  وي . ددی وجې نه هرکله چه د ډوډی خوړلو په وخت کې دچا دلاس نه لمړی پريوزی نو هغه ته پکار ده چه هغه صفا کړی او ويې خوریء او شيطان ته يې پرې نږدي . بيا چه هرکله دخوراک نه فارغ شي نو خپلی ګوتې دې وڅټې ولی چې دی نه پوهېږی چه د خوراک په کوم جزء کې خاص برکت دی . ( صحيح مسلم )

که په خوراک کې مچ ولويږې ؟

عن ابی هريرة  قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم اذا وقع الذباب فی اناء احدکم فامقلوه فان فی احد جنا حيه داء وفی الاخر شفاءً فان يتق بجناحهِ الذی فيه الداء فليغمسه کله . ( رواه ابوداؤد )

ژباړه : د حضرت ابو هريره رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې : هر کله چې ستاسو دخوړلو څښلو په څه لوښې کې مچ پريوزی نوهغې له غوټه ورکړﺉ ، بيا يې راوباسئ ځکه  چه دهغه په يوه وزر کې ناروغي وي او په بل وزر کې د هغه مرض د پاره شفا لرونکې ماده وي ، او مڅ هغه وزر په کوم کې چې شفا وي بچ ساتي او مرض واله وزر غوټه کوي نو خوړلو والا ته پکار ده چې هغه ته غوټه ورکړی بيايې راوباسې .

رسول الله صل الله عليه وسلم  کوم خوراک ته بد نه ويل :

عن ابی هررة  قال ماعاب النبی صلی الله عليه وسلم طعاماً قط ان اشتها اکله وان کرهه ترکه . ( رواه البخاری ومسلم )

ژباړه : دحضرت ابو هريره رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم هيڅ کله په کوم  خوراک کې عيب نه دی لټولی يعنی دايې نه دی فرمايلی چه پدی کې دا خرابې ده ياعيب يا نقصان دی که کوم شی به يې خوښ ؤ خوړ ل به يې که خوښ به يې نه ؤ نو نه يې خوړل .

د خوراک نه پس د شکر دعا کول  :

عن ابی سعيد الخدری قال کان رسول الله صلی الله عليه وسلم اذا فرغ من طعامه قال الحمد لله الذی اطعامنا و سقانا وجعلنا مسلمين . ( رواه الترمذی و ابوداؤد )

ژباړه : دحضرت ابوسعيد خدری رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به کله د خوراک نه فارغه شو نو دالله تعالی حمد اوشکر به يې ادا کول او فرمايل به يې : الحمد لله الذ اطعامنا وسقانا وجعلنا مسلمين ) يعنی ټول ثنا او صفت دې هغه الله لره دی چې مونږ ته يې خوړل څښل راکړل او مونږ يې مسلمان کړو .

د خوراک نه وروسته د لاسونو مينځل :

برکت الطعام الوضوء قبله کا الوضوء بعده ) رواه الترمذی او ابوداود ( .

د ډو ډی نه مخکې او وروسته د لاسونو او خولې مينځل د برکت  سبب ګرځي .

د ابی هريرة رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : څوک چې د شپې په داسې حالت کې بيده چې د هغې په لاسونو د غوړوالی اثر وي ) لاسونه يې نه وي مينځلی ( او ددې په وجه ده ته څه ضرر ورسيږي ،بس خپل ځان دې ملامت کړي . )ترمذي ، ابن ماجه او ابوداود (

د اوبو د څښلو آداب :

عنابن عباس قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم لاتشربوا واحد کشرب البعير ولکن اشربوا مثنی وثلث وسمو اذا انتم شربتم واحمدوا اذا انتم رفعتم . ( رواه الترمذی )

ژباړه : دحضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايی چه : تاسود اوښ په شان په يوه ساه اوبه مه څکېء . بلکه په دوه دوه ، دری دری ساه ګانو باندی اوبه څکې او چه تاسو په څکلو ولګی نو بسم الله ووايې نو څکې او هرکله و څکې او لوښی دخولې نه لری کوی نو دالله حمد او شکر ادا کوی .

عن ابن عباس قال نهی رسول الله صلی الله عليه وسلم ان يتنفس فی الا ناء او ينفخ  فيه . ( رواه ابو داؤد وابن ماجه )

ژباړه : دحضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم د اوبو په لوښی کې دساه اخستلو او پوکې نه منع فرمايلې ده .

ننی ساينس چې کله دا خبره وڅيړله چې په اوبو کې ساه ايستل څه تاوان لري نو نتيجه داسې راووتله چې هغه ساه چې انسان يې له هوا څخه اخلي اکسيجن دی او هغه ساه کوم چې له بدن څخه خارجيږي کاربندای اکسايد دی ، کله چې کاربن دای اکسايد له ابو سره يوځای شي يو ډول تيزاب د کاربونيک اسيد په نوم جوړوي چې د معدی په هضمې سيستم بد اثر لري کيمياوي معادله يې په لاندې ډول ليکلای شو .

CO2 + H2O = H2CO3

آن لاين اسلامې لاښود

http://dawat.katib.org

Print Friendly, PDF & Email