په اوس زمانه کې وينځه او غلام څه حکم لري ؟

دان لاین اسلامی لارښود محترمو استادانو ته السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته زه یوه پوښتنه لرم هغه داچی په فعلی شرایطو او زما نه کی د وینځی حکم څنګه دی یعنی اوس د کفا رو ښځی د وینځو حکم لری او که نه د شریعت په رڼا کی یی جوا ب را ته ولیکی
په در نښت
قریشی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

يو هغه وينځې او غلامان  دی کوم د اسلام نه مخکې وو او بل د جنګ اسيران دی دا دواړه فرق لري .

اول : د اسلام نه مخکې په کفارو کې د وينځو او غلامانو ساتل مروج وو هغه داسې چې دوی د خپل مالک ملکيت بلل کيدل او د خپل مالک خدمت به يې کولو ، يعنې داسې نه وو چې د اجرت په بدل کې خدمت وکړي بلکې د هغوی د پاره په مستقل ډول څه نه وو بلکي وينځه او غلام به د مالک ملکيت بلل کيده حتی د هغه پلورلو او پيرودلو معاملات هم موجود وو .

کله چې د اسلام مقدس دين مينځته راغی  خلک يې د وينځو او غلامانو آزادولو ته تشويق کړل او په قراره قراره يې دغه د جاهليت رواج بالکل ختم کړ .

دوهم جنګي اسيران : د کفارو سره د جنګ په حالت کې د کفارو د فوځيانو اسير نيول هغه که نارينه وي او که ښځينه وي چې په دې اسير نيولو کې دوه حکمتونه شته :

اول : دا د اسلام يو جهادي سياست دی تر څو په دې سره د اسلام د دوښمنانو په زړونو کې ويره ولويږي او د اسلام پر وړاندې مقابلې ته زړه ښه نه کړي .

دوهم : اسلام يو رحمت للعلمين دين دی چې مسلمانان په دې مکلف دي چې ټول عالم ته الهي دين ورسوي د کفارو د پاره په آخرت کې سخت غذابونه دي  د مسلمانانو سره د هغوی اسير کيدل د هغوی د پاره يو نعمت دی ځکه کيدای شي دوی د مسلمانانو د سلوک تر تأثير لاندې راشي او اسلام قبول کړي ، د اسلام په تاريخ کې چې چيرې مسلمانانو کافران اسير کړې دی نو يا يې ايمان راوړی دی او يا حد اقل يې د جنګ نه لاس اخستی دی ځکه د چې د بنديانو يا اسيران په اړه اسلام د ښه سلوک حکم کړی دی .

الله تعالی  د نيکانو د صفاتو په باب فرمايي : وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا ، إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لاَ نُرِيدُ مِنكُمْ جَزَاء وَلاَ شُكُورًا  (الدهر ۸-۹ ) .

ژباړه : او ورکوي به خواړه په مينه ) د الله د رضا د پاره ( مسکين،يتيم او اسير بندې ته ، ) وايي به دغه نيکان په زړه خپل کې ( یقيناً مونږ خواړه در کوو تاسې ته د الله تعالی د رضا د پاره او مونږ له تاسې څخه څه بدله ، مننه او شکريه نه غواړو.

تشريح : که څه هم چې دوی به پوره خواړه نه لري يا به خپله هغه دوست لري خو بيا هم دوی د الله د رضا د پاره په دغو دريو ډلو خواړه خوري : مسکين او فقير ، يتيم او اسير چې په جنګ کې اسير شوې وي د اسير کلمه کافر او مؤمن دواړو ته شامله ده ، جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم د بنديانو سره د ښه سلوک کولو حکم کړی دی )تفسير انوار القران ( .

همدارنګه : د مسلمانانو او مشرکينو تر مينځ  لومړی جنګ چه دبدر غذا وه  مسلمانانو اويا ۷۰ کسان اسيران کړل  ،دمسلمانانو دفتحی اسلامی کاروان چی کله مدينی ښار ته ورسيد  رسول الله صلی الله عليه وسلم بنديان پر خپلو اصحابو وويشل او امر يی ورته وکړ چی له بنديانو سره ښه او نيکه معامله وکړی ، اصحابو (رض) د رسول صلی الله عليه وسلم  د امر د تعميل پخاطر له بنديانو سره دومره نيکه رويه کوله چی پخپله به يی خرماوې خوړلی او بنديانو ته به يی ډوډی ورکوله ( هغه وخت په مدينه کی تر ټولو نه خرما ډيره ارزانه اوبی ارزښته او ډوډی ډيره قيمته او مهمه وه ) .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. Asalamalaikom wrahmatullah wbrkatohh . da Dawat karkwonko aw katonko ta Allah de wakre chi tol rogh aw jor yast , grano aw mohtaramo za 1 pokhtana larama ka ye ra zawab karai no khowakh ba sho ka pa Lmanza ke la cha sakha suratoona makhke aw wrosta she masalann pa 1 rakat ke surati NAS waye aw pa duham rakat ke sutari falaq waye pa os pokhtana da da chi pa Lmanza ke sa farakh raze aw kana staso da kamyabai pa hela
    w.salam