د مستعملو سرو زرو يا طلا تبادله په نويو سرو زرو سود دی ؟

د آن لاين اسلامې لارښود کارکونکو !

اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة

د سرو زرو يا طلا په بازار کې داسې رواج دی چې مستعمل سره زر په نويو سرو زرو تبادله کول سر په سر يعنې برابر نه وي بلکي مستعمل په څو فصيده تخفيف اخلي او بيا نوي سره زر ورکوي آيا داسې کول سود نه دی ؟

عبدالله – بند چک ولايت وردګ

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

که د سرو زرو يا طلا تبادله برابر يا سر په سر نه وي سود دی ځکه چې جنس يې يو دی جناب نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي (لا تبيعوا الذهب بالذهب إلا مثلا بمثل ) يعنې سر زر به په سرو زرو نه پلوری مګر دا چې مساوي او د دواړو وزن يو شان وي (متفق عليه ) .

ددې طريقه داسې ده چې مستعمل سره زره په يوه دوکان کې وپلوري او بيا به نويې طلا په بل دوکان کې واخلی مقصد دا چې معامله جلا جلا وي نه دا چې پر يوه بيع تبادله شي .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. د محترم عبدالله ورور څخه مننه چی دی موضوع ته یی اشاره وکړه، او د اسلامی ویب پاڼی د کارکونکو څخه هم مننه چی جواب یی په ښه تفصیلی ډول ورکړی

    خو زه هم یوه پوښتنه لرم، مګر مخکی د پوښتنی څخه غواړم چی د پوښتنی پر بګراونډ یو څه وږغیږم او هغه دا چی
    ( لږ څه وخت مخکی ما ۶۵ ګرامه د کور زر و زرګر ته وروړه او ورته و می ویل چی دا زر ویلی که او د هغه څخه نور نوی شیان راته جوړ که، نو زر ګر راته وویل چی دا زر چی ویلی کی نو ۱۰ ګرامه کمیږی. ما ورته وویل چی هر څومره چی کمیږی په هغه اندازه نور نوی زر ورسره یو ځای که او د هغه به زه نوری پیسی درکړم. خو زه وروسته پوه سوم چی په ویلی کولو کی دومره اندازه زر نه کمیږی او دا کاریګر دی چی پر هر ۱۰۰ ګرامه زر باندی ۲ ګرامه نقاش مزدوری ګرزوی او تقربآ په همدغه اندازه هم هغه څوک چی زر زوب کوی او بیا یی قالب کوی) نو اوس غواړم چی پوه سم چی په دی معامله کی خو به سود نوی راغلی او که سود سوی وی نو بیا ماته د هغه د دفعه لپاره څه کول پکار دی؟