هغه مصری ځوان چې وتوانيد تر ۲۰۰ زيات يهوديان اسلام ته دعوت کړي

له ۲۰۰ زيات يهوديان د يوه مصري ځوان په وسيله مسلمان شوی دي .

دغه مصري ځوان چې په امريکا کې استوګنه کوي په دې توانيدلی دی تر څو په مختليفو طريقو تر دوو سوو زيات يهوديان اسلام ته رهنمايي کړي .

هغه د قرآنکريم تفسير او نور اسلامې تعاليم په عبري ژبه چمتو کړي دی او بيا يې پخپل جالب انټرنيټ سايت کې د خپرونې لپاره ځای پر ځای کړی دي .

د آنټرڼيت پانې ادرس يې دا دی : http://www.jews-for-allah.com

په آخر کې د شيخ نبيل عوضي په نقل : بايد ووايو چې نن عصر هغه ځوانان چې له انټرنيټ سره بلد دي او لوړې زده کړې يې تر سره کړې دي په څه باندې مصروف دي ؟

متأسفانه هغوی ځنې وختونه په چټ او نورو بې ګټې څيزونو تيروي او د خلکو د پاره په دعوت کولو کې وخت نه تيروي .

شايد څوک ووايي زه خو کافي علم او پوهه نه لرم ….. د هغه ځواب دا دی چې بايد هغه زده کړي او پر الله تعالی توکل وکړې .

اوس په داسې حال کې چې کفر پر اسلامې امت مسلط دی خو اسلام قوي دی او د چټک پرمختګ په حال کې دی او هغو کسانو ته ضرورت لري چې نورو ته په ښه شان دين ورسوي

منبع : طريق الايمان

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email