د اسلامی بانکونو کړنې

د اسلامی بانکونو نور عملونه او کړنی په لاندی ډول دی :

۱ ـ  د دوايعو قبلول ، دجايري حسابونو پرانستل . د چک دقېمت ادا کول .

دورکړل شوؤ تسليمول ، دمالونو تحويلول ، دمالونو ليږد ، دحواله جاتو او نورو اجرا کول دمزد او اجرې په مقابل کې چه دغه مزد او اجوره دعمل او کار په مقابل کې اخستل کېږي  .

۲ـ په پرديو پيسو باندی معامله د اخستلو او خرڅولو په شکل يعنی شرعي احکامو مطابق صرافی کول .

۳ ـ د وکالت په اساس د ملکيتونو او ترکاتو اداره کول په مزد او اجوری سره . د وصيتونو تنفيذ او همدارنکه د اوقافو يتيمانو د مالونو او ځانګړو صندقونو اداره کول .

۴ ـ عاملينو او ګډون والو ته د مشورو اومعلوماتو ورکول .

۵ ـ د خيريه او ټولنېږو کارونو لکه هغه کسانو ته واده کول چې توان نلري حسنه قرض ورکول او د دغه موخی لپاره صندقونو جوړول ، د زکات د مالونو جمع کول او فقيرانو او مستحقينو ته يې توزيع کول .

۶ ـ د قرض ورکونکو دپيسو اچول په اقتصادي ، کرهڼيزو ، صنعتي او سوداګريزو پروژو باندې د شرکت مرابحې او مضاربت په طريقو سره .

۷ ـ د پيسو ورکړه او اقتصادي پروژو تمويل د مضاربت او مرابحی په طريقه سره په داسی شکل چه اسلامی بانک سوداګرو ته سوداګريز مالونه او شيان اخلي او د نوموړو مالونو پيسې له څه مودې وروسته له سوداګرو څخه اخلي .

د اسلامی بانکونو  ډيری او اکثره استثماري اعمال دپروژو دتمويل او شرکتونو ته دپيسو دورکولو په برخه کې د مضاربت په تړون سره وي داسې چه اسلامی بانک له خلکو څخه سرمايه جمع کوي او هغه باخبرو متخصصانو ته ورکوي تر څو په هغه پيسو باندې کار وکړي ، ترلاسه کړی ګټه او فايده په خپلو منځونو کې د شوي اتفاق په تناسب ويشي او توزيع کوي که په کار کې کوم تاوان منځ ته راشي نو بانک او د سرمايې څښتن  دهغه تاوان متحمل ګرځي او عامل له دې نه غير چه د نوموړی جهد او زحمت کومه نتيجه نده ورکړې او وخت يې له کومی ګټی پرته تير شوی وي دبل څه متحمل نه کېږي .

د بحث پايله :

اسلامی بانک په دريو اصولو او اساساتو باندی ولاړ کارکوي .

۱ ـ دسود حرامی ګټی ، او نورو حرامو معاملاتو د کار او تعامل څخه لری والی .

۲  ـ عمل او کار د ګټې او ربحی مصدر او اساس دی يعنی ګټه او ربح له کار او عمل څخه په لاس راځی چه دګټی دسلنی نسبت غيرمعلوم وي  .

۳ ـ اقتصادي  رشد ته دټولنی له رشد سره تړاو ورکول ( المعاملات المالية / دکتور الزحيلی ص۵۲۷)

آن لاين اسلامې لارښود

د اسلامې بانک حسابونو ……….. بيا

Print Friendly, PDF & Email