د تجويد د زده کړی شپږمه برخه د مد احکام

 

د مد احکام
مد په لغت کې کش کولو ته وايې او دتجويد په اصطلاح کې د مد تورو ته له طبعی اندازی ذيات امتداد ورکولو ته وايي  .
د مد توری دری دی (الف ، واو ، يا ) هرکله چې له دغه دريو حروفو ورسته همزه يا سکون راشي د مد توري له طبعی اندازی ذيات کش کول کيږي .
يعنی د مد سبب دوه څيزونه دی همزه – سکون .
قصر (لنډول ) قصر د مد ضد دی چې د مد حروف په طبعی ډول کش کول کيږي يعنی د يوه اليف يا دوو حرکتونو په اندازه دا ځکه چې د مد له حروفو ورسته د مد سبب همزه او سکون نه وي راغلي .
هغه مد چې له مدې حروفو ورسته همزه او سکون راغلی وي د فرعی مد په نوم هم ياديږي
هغه مد چې له مدې حروفو ورسته همزه او سکون نه وي د قصير يا اصلی مد په نوم هم ياديږي .
دفرعی مدډولونه :
فرعی يا غير طبعی مد هغه مدته وايی چې د مد تر حروفو وروسته همزه يا سکون راشي چې فرعي مدپه لاندې  ډولو ويشل شوی :
۱- متصل مد :
هرکله چې دمد له تورو ورسته همزه راشي او د مد حرف او همزه دواړه په یوه کلمه کې وي ،پدغه صورت کې د مد حرف د شپږو حرکتونو په اندازه کش کول کيږي ،دحفص په نزد څلور يا پنځه حرکته کش کول کيږي اوحکم يې واجب دی . لکه :
 شَآءَ جَآء ألْمَلئکَِة 
۲- منفصل مد :
که د مد له حروفو ورسته همزه وي او دمد حرف او همزه په یوه کلمه کې نه وي بلکي دمد حرف په يوه کلمه کې او همزه پر بله کلمه کې وي د مد حرف بيا هم د شپږو حرکتونو په اندازه کش کول کيږي دحفص په نزد څلور يا پنځه حرکته کش کول کيږي  حکم يې جائز دی .
مَآ أُنْزِل   –  أِنَّآ أَوْحَیْنَآ إِلَیْکَ
۳- لازم مد : هغه مد دی چې سبب يې سکون لازمي وي يعنی اصلی وي تغير نه کوي سکون يې د وقف له کبله نه وي په  همدې وجه يې لازمي بولې او کش کول يې په اتفاق دټولو علماوو د شپږو حرکتوپه اندازه دی .
لازم مد په دوو ډولو ويشل شوی کلمی او حرفي چې هريو بيا په مثقل (درومد) او مخفف (سپک ) ويشل شوی دي .
مثقل حرفی مد : هغه مد ته وايی چې د مد حرف او سبب (سکون ) چې مشدد هم وي په يوه حرف کې راغلی وي لکه : الـم طسم
پدې حروفو کې ځکه مد وي چې (لام ) يا (سين ) کې وينو چې د ی حرف چې مد توری دی ورسته سکون راغلی چې ميم ساکن او سين کې نون ساکن دی .
مخفف حرفي مد : هغه مد ته وايې د مد حرف او سبب يې (بې له شده سکون ) په يوه حرف کې راشي . لکه ق وَالْقُرْآنِ الْمَجِيدِص وَالْقُرْآنِ ذِي الذِّكْرِ
دلته هم په ق حرف کې مد دی ځکه (قاف ) وينو چې الف د مد حرف دی دهغه نه وروسته ساکن حرف دی چې ف توری دی .
مثقل کلمی مد:هغه مدته وايي چې د مد حرف اوسبب يې (سکون) په مشدد ډول په يوه کلمه کې راشي
مثقل (درومد) مد بلل کيږي ځکه چې سبب يې شد کرونکی حرف وي .
وَلاَ الضَّـالِّـينَلْحَـاقَّـةُ
مخفف کلمی مد : هغه مد ته وايی چې د مد حرف او سبب يې (بې له شده سکون) په يوه کلمه کې راشي . لکه : ءالئن
 
۴- عارض مد :
که د مد له حرف ورسته ساکن حرف واقع شي چې سکون يې اصلی نه وي بلکي عارضي وي يعنی د وقف له امله ساکن شوي وي نو دلته هم د مد له حرف ورسته سکون واقع شو چې مد حرف دوه يا څلور يا شپږ حرکتو په اندازه کش کول کيږي .
که وقف ونه شي نو مد له منځه ځې .
 لکه : ألْعَلَمِينَ   
د لين مد :
لين نرمۍ ته وايې چې دا صفت په دو حرفو واو چې ساکن وي ماقبل يې زور لرونکی توری وي  او يا ساکنه ماقبل يې زور   لرونکی وي  .
نو که د ساکنی "ی" او "و" څخه د مخه توری فتحه (زور) ولري نو دغه ډول "ی" او "و" ته دلين حروف وايي د عارض مد په شان کش کول کيږي لکه : خَوْفٍ _ قَوْمُ _ يَوْماً _ لَبَغَوْا
په لين باندې که مد ونه شي هم صحيح دی ولی مد کول يې غوره دي ځکه چې سبب يې لازمي دی .
د متصل يا واجب مد،عارض مد او لازمي مد مثالونه لپاره دلته کليک وکړﺉ               
يا که مو له لومړي برخې څخه د تجويد سافټوير ډونلوډ کړي وي دهغه عملي مثالونو ته غوږ شی
 
 
 
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 74 times, 1 visits today)