ولی احناف په زوره آمين او رفع يدين نه کوي ؟

سوال:گرانه وروره دامام ابو حنیفه “رح” د مذهب پیروان چه آمین باالجهر-رفع الیدین و غیره نه کوی د هغه دلیل واضح کری مهربانی به مو وی.

نورالحق رحماني

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

ګرانو وروڼو او خوندو ! دې ته مو بايد پام وي چې جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم ځنې شرعي امور د امت د آسانۍ د پاره په بېلابېلو طريقو تر سره کړي دي  لکه آمين بالجهر او آمين خفيه او داسې نور چې بيا د امت د امامانو څخه کوم يې يوه طريقه او کوم يې بله طريقه صرف د ترجيح او فضيلت له اړخه انتخاب کړي ده .

آمين بالجهر ) په زوره آمين ( ويل او آمين خفيه دواړه د جناب نبي کريم صلی الله عليه وسلم نه ثابت شوی دي د ثبوت روايتونه په لاندې ډول دي :

ان وائل بن حجر قال : صلی بنا رسول الله صلی الله عليه وسلم فلما قرأ غير المغضوب عليهم ولاالضآلين قال : آمين وأخفی بها صوته ( رواه احمد ، الترمذی و ابوداود – اثار السنن ص ۹۵- ۹۷ )

(وايل بن حجر وايي : مونږ د نبی کريم صلی الله عليه وسلم په اقتدا لمونځ کولو کله يې چې غيرالمغضوب عليهم ولاالضالين وويل ، بيا يې په پټه سره امين وويل )

همدارنګه : ان وائل بن حجر  قال : کان رسول الله صلی الله عليه وسلم اذا قرأ ولاالضالين قال  آمين رفع بها صوته (آثار السنن باب الجهر بلتأمن ص ۹۳- ۹۴ )

نو واضح شوه چې آمین بالجهر او خفيه دواړه ثابت شوی  اود احنافو په نزد آمين خفيه ويل غوره دي د دوی دليل دا چې آمين بالجهر ويل څخه د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم مقصد تعليم ؤ او بل دليل يې دا دی چې آمين دعا ده او دعا ويل په پټه غوره وي دليل يې دا مبارک ایت دی ( ادعوا ربکم تضرعاً وخفية ) .

کفايت المفتي ج ۳ ص ۴۷۱

والله تعالی اعلم .

مګر که څوک کومې  ډلې ته مثلاً خفيه جهري واله ته او جهري خفيه واله د ګماه نسبت وکړي دا کس د ګمراهي په لاره روان دی ځکه دواړه ډوله ثابت شوي او د صحابه کرامو عمل هم په دواړو قسمو ؤ

رفع يدين :

بلکل همداسې د رفع اليدين مسله هم ده چې د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم څخه د تکبير تحريمه ، رکوع ته د تلو په وخت کې ، رکوع نه د پورته کيدو په وخت کې …. لاسونه پورته کول  ثابت شوی دي ، دغه شان  جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم به په لمانځه بغير د تکبير تحريمه نور په ټول لمانځه کې لاسونه نه پورته کول ثابت دي لکه عبدالله بن مسعود ، براء بن عارب رضی الله عنهم وغيره روايت کړی دی او په صحابه کرامو او تابعينو کې د دواړو قسمو عمل موجود ؤ .

د امامانو تر منيځ صرف د فضيلت او ترجيح اختلاف دی اود جايز او ثابتوالی څه اختلاف نشته

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. په لمانځه كي فاتحه لوستل پر امام او مقتدي فرض گڼل، په داسي حال كي چي دا خبره نه په قرآن كي مومو او نه په احاديثو كي، قرآن وايي فاقرءوا ما تيسر من القرآن. په امام پسي په جهري لمونځونو كي فاتحه لوستل د قرآن له صريح حكم نه مخالفت دئ
    آمين بالجهر دومره ضروري گڼل چي تر فرضو ئې هم اوښتى بولي، هغه روايات نه مني چي وايي: رسول الله(صلى الله عليه وسلم) او صحابه وو آمين بالجهر نه كولو.
    د لمانځه په ځينو يا ټولو تكبيرونو كي لاسونه لوړول، چي نه له صحيحو رواياتو سره اړخ لگوي او نه له درايت سره.

    حدیث :
    مَنْ کانَ لَهُ اِمَامٌ فَقِرَاءةُ الاِمَامِ لهُ قِرَاءَ ةٌ
    : څوک چی امام پسی ولاړوي دامام قرات دده قرات دی
    اوبل حدیث کی دی :
    لاصَلوة اِلاّ بِفَاتِحَةِ الْکِتَابِ (بخاری )
    : دسورة فاتحی نه غیر لمونځ نه کیږی
    اوس به نو څنګه معلوموی چی په کوم حدیث عمل پکار دی .
    دقران کریم اواحادیثوڅخه په مسایلو راویستو کی سړی ته دادول ډیری ستونزی رامنځ ته کیږی دحل یوه لارخویی داده چی په خپل عقل اوبصیرت اکتفاوکړی په کوم دی چی زړه غواړی عمل شروع کړی یاخو داچی وګورو پخوانیو اکابرینو علماؤ پکی څه ویلی هغوۍ کی چی بیاڅوک په قرآن اوحدیث زیات پوه وي دهغه به فیصله عمل وکړی .
    که دانصاف څخه کار واخستل شی نو اوله رایه زیاته خطرناکه ده اوامکان لری په بعض نازکو مسئلوکی ځان دایمان څخه خلاص کړی اودوهم صورت چی داکابرینو علماءکرامو رایی ته وکتل شی ډیره محتاط او ناقابل انکار حقیقت دی کوم علماءچی دقرآن کریم دنزول زمانی ته نږدی وو هغوۍ زمونږ څخه په عقل بصیرت ،تقوی اوعلم کی زیات وو ددی په خلاف مونږ دقران دنازلیدو دزمانی څخه دومره وروسته پیداشوی یوچی دقرآن په مکمل پس منظر پوهیدل راته ګران دي نو څنګه به تری مسئله راوباسو.
    دپیچیده مسئلی په حل کی چی مونږدکوم عالم رایه منوداتقلید بلل کیږی کومی مسئلی چی بی اختلافه اوڅرګندی وی په هغی کی دتقلید اړتیا نشته

  2. الله دې تاسې ټولو ته خیر درکړي، ټول د دین امامانو خپله هڅه کړې تر څو دین ته خدمت وکړي،الله دې ټولو ته خیر ورکړي.
    نه یواځې دا څلور امامان بلکه نور هم لکه امام بخاری، امام ابن قیم…. هر یوه کوشش کړې ترڅو د رسول اکړم(ص) اقوال او افعال امت ته ښه واضح کړي.
    زما په اند هغوی له اوسنی هر عالم نه ډیر پوهیدل او ډیر اخلاص یی لرلو د دین سره، نو هیله ده هر مذهب ته درناوی ولرو ځکه مونږ په خپله هم وایو چې څلور واړه مذاهب حق دي او ټول د یو نبي پیروان دي، خبره یواځې په افضلیت کې ده، نو هیله ده په خپلو لیکنو کې خپل دین، نبي او د دین د امامانو احترام وکړو

    (((د لمانځه په ځينو يا ټولو تكبيرونو كي لاسونه لوړول، چي نه له صحيحو رواياتو سره اړخ لگوي او نه له درايت سره)))؟؟؟؟؟ دا به څه مانا ولری، حال داچې د امام شافعي (رح) پیروان رفع الیدین کوی