د بانک تاريخ

 په تيرو وختونوكې تجارتي تعامل او د خلكو پيرودل او پلورل داسي ؤ چه خلكو به خپلې طلاوې يا سره زر په امانت ډول صرافانو ته ايښودل او په بدل كي يې له صرافانو څخه رسيد اخستلو وروسته ورو ورو د خلكو معاملات دهمدغه رسيداتو په اساس ترسره كېدل او خلكو به په ډيره لږه پيمانه د خپلو طلاؤ د اخيستلو لپاره صرافانو ته مراجعه كوله نوكله چه صرافانو دغه حالت وليده نوهغوي هم نورو خلكو ته په قرض سره د طلا وركول پيل كړل، نو دا چه په كلي توګه د خلكو معاملات د رسيداتو په واسطه ترسره كېدل نو صرافانو هم خپلو قرضدارانو ته د سرو زرو په ځاي رسيدات وركول نو په دې اساس يوه منظمه اداره مينځته راغله چه له خلكو څخه يې د سرو زرو رسيدات اخيستل او نورو ته به يې د قرض په ډول وركول نو ورو ورو كله چه ورقې مينځته راغلې نو د رسيداتو هماغه تعامل ورباندې تطبيق شو چه په پای كې د بانك اداره مينځته راغله، (اسلام او نوی تجارت / محمد تقي عثماني ص،۱۱۵).
بانك خلكو ته په دې سره دعوت وركوي ترڅو چه خپلې پيسې په امانت ډول سره دغه ادارې ته وسپاري چه په عربي ژبه کې ودايع بلل کيږي او په انګليسي ژبه كي ورته Deposit وايي.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. حيات هجران شيرزاد

    السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

    الله ج مو تاند او سر لوړي لره په دواړو دارينو کې چې داسی مهمو مطالبو ته مو پام شو او زه د محترم ورور جنت ګل نه هم يوه نړۍ مننه کوم چې مهم کار یی شروع کړی الله ج دی نور هم بريالی لره.
    په مينه