ځوان نسل ته نصیحتونه

 

ځوان نسل ته نصیحتونه
 
۱– د موراو پلاراحترام کوی ځکه مور تاسی ۹ میاشتی په ګیډه کې دوه کا له په غیږکې او څلور کاله په څنګ کې ساتلی او روزلي یې او همدارنګه پلار مو ستاسو لپاره هر ډول احتیاجونه، تکلیفونه او مسافرت پر ځان اخیستی تر څو اولاد مو په آینده کې ددنیا او آخرت عزت اوآرامی تر لاسه کړی (داسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ص قول دی د مور او پلار مخ ته په خوشحالی کتل د حج او عمری برابر ثواب لری) .
 
۲- د خپل استاذ احترام ساتی چاچې د خپل استاذ احترام  ساتلی  الله پاک  لوړ و در جوته پورته کړي او چا چی د استاذ  بې احترامې کړی  وي که  عالم  هم شي فاضل  به نوی  یعنی په علم که به یې هیڅ برکت نه وی په دنیا او آخرت که به ذلیل او بد بخته وي .
 
 
۳- تقوا، ادب او اخلاقو ته  مو ډیر پام کوی ځکه  له علم سره چی تقوا  ،ادب او اخلاق نه وي له هغه کس څخه به غیر له یو کبرجن ،بدمعاش ځناور بل څه نه جوړیږي .
 
۴- سهار وختی  پاڅیږی  لمونځ  کوی او د قرآنکریم تلاوت کوی بیا خپل درسونه  مطالعه کوی د قرآن تلاوت دوماغ ته انکشاف ورکوی او سهار وختی درس او مطالعه دوماغ ښه برداشت کولای شی .
 
۵- په پنځه  وخته لمانځه او  ټولو دینی  اموروځان کلک  عادت کړﺉ ځکه دځوانۍ عبادت د پیغمبرانو عادت دی ا و خدای ج  ته د تنکیو ځوانانو عبادت او زارۍ د ډیرې خوښۍ وړ دي او دغه کسان به دقیامت د ورځې په سختو ګرمیو کې د خدای ج د عرش تر سیوری لاندی وي .
 
۶- د اسلام  دوښمنان غواړی  چی زمونږ ځوان  نسل  بې  لاری کړی او ددوی  د بې لارې  کولو تګلاری زیات فشار په عیاشی دی پام کوی چی یوه لویشت مو هم بې لارې نه کړی او یا هم د نړی د اوسنی ځل او بل تر تاثیر لاندی را نشی که خدای ج مکړه څوک بې لاری شی نو انجام به یی ډير خراب  وي چی د تل لپاره په دغه پاکه خاوره کې بې لاری او طاغوتی عناصر نسکور او سخت ډبول  شوی دي  .
 
۸- کلکه دينداري ،اخلاق ،ادب د موراوپلار،استاذ او عامو مسلمانانو حقوق يواځې په
 
ديني زده کړه کې زده کيږي نوځکه تاسې اول بايد د دين ضروري احکام زده کړي
 
وروسته چې د نيا هرعصري علم ته لاس اچوي خدای ج دې ستاسې مل او ملګری شي دا
 
به نو نور علی نور وي ځکه زمونږ ولس د اوسنی تنالوجی په برخه کې ډيرورسته پاتی
 
دی زمونږ دواړه سترګی د ستاسې د هڅواو خدمت لپاره انتظار کوي .
 
۹-  د درس  د تکرار لپاره مو چه استاذ کوم کورنی کار(کارخانګی) در کوي ضرور یې کوی ځکه کورنی کار په تاسې واجب او ډیر برکتی دي چی ددرس د زده کړی لپاره یو اساسی جز ګڼل
کیږي .
 
۱۰- پوه شئ چې عاق د استاذ  یا مور  او پلار د دنیا او آخرت  ذلت دی چی عاق ځنو علماؤ له دریو لاندنیو حروفو څخه تشکیل بللی  دی .       
اول حرف (ع) عیب دی  چې  د استاذ عیب ښکاره  کول دي .
دوم حرف (الف)اهانت دی چې استاذ ته اهانت سپکاوی دی .
دریم حرف(ق ) قهر دی چی  په استاذ  باندې قهر  کیدل دی .
په پورتنیو دريو حالاتو کې سړی عاق کیږی چی یوه کبیره ګناه ده .
 
۱۱- دځان لپاره بې کاري  مه غوره کوی ځکه د بې کاره سړی  مغز دشیطان دوکان  وي  او بې کاری لویه بد بختی ده باید خپل وختونه په عبادت،کار،درس او مطالعه تیر کړو.
 
۱۲- بياهم په تاقيد سره درته وايم تاسې ته به د افغان کړيدلي ولس قيادت او داسلام د ستر دين ساتنه او دهغه نورو ته رسول پاتې شي .
پام کوي ددی سترو مسئولتونو لپاره خپل ځانونه سمبال کړﺉ ،ځکه تاسې ته به تاسې ولس درپاتې شي چې پدې ولس کې به ډيرې مظلومې او بې وسه ګونډې وي ، دلته سپره يتيمان دي ،دلته داسې بې وزله کسان دی چې په يوه لمړۍ ډوډی پورې حيران دي .
يواځې په لوی خدای ج توکل کوه الله ج به ستا مددګار وي .
 
دستاسو دکاميابی په هيله
 
 
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 119 times, 1 visits today)