د څلورو بادشاهانو خبرې

زما داسلام خوږو وروڼو ! عام طور په دنياوی لحاظ سره ديوه ملک بادشاه ډير پوه او عاقل وی . نو خبرې يې هم دعقل اوفهم نه ډکې وی په يوه وخت کښی ددنيا دڅلورو ملکونو بادشاهان راجمع شوی وو او هغوی په خپل مينځ کښې دپوهی اوحکمت يو څو خبرې کړې وی دهغې بيان ابوبکر بن عياش نه واوریء . فرمايې : څلورو بادشا هان راجمع شوی وو . دهندوستان ، چين او کسری او قيصر .

۱  په دوی کښی يو وويل: ډيری ځله  زه په هغه خبره ستومانه شوی يم چه ماکړی ده او چيرته په خاموشیء باندی نه يم ستومانه شوی .

۲  دويم وويل: چې زه يوه خبره وکړم نو بيا هغه زما مالکه وی . زه دهغی مالک نه يم او چه يوه خبره مې نه وی کړی نو زه يې مالک يم او هغه زما مالکه نه وی .

۳ دريم وويل : زه خبرې کونکی ته حيران يم که هغه خبره هغه ته واپس کړی شی نو تکليف ورته رسوی اوکه واپس ورته نشی نو فايده ورته نه رسوی .

۴  څلورم وويل : ما چه کومه خبره نه وی کړی دهغې په واپس کولو قادر يم او چه کومه مې کړی وی دهغی په رد کولو قادر نه يم .

دخبرو نه ژبه بندول :

دژبې دنقصان د وجې بعضې بزرګان په کلونو کلونو دنياوی خبری نه وی کړی . لکه منصور بن معتر (رح) دماسخوتن نه ورسته تر څلويښتو کالونو پوری خبری نه وی کړی . دغه شان ربيع بن خيشم ( رح ) دشلو کالو پوری د دنيا خبری نه وی کړی او چه کله به صباشو نو ځان سره به يې دوات کاغذ او قلم کيښود چه کومه خبره به يې کوله نو هغه به يې ليکله بيابه يې دشپی دهغی حساب کولو . ( چه څومره خبری يې کړی دی ) .

زمونږ حالت :

داخو دامت دهوښارانو خلکو کردار وو اوس راشیء لږ غوندی په خپلو اعمالو هم نظر وکړیء . زمونږ خلک په ګهنټو ګهنټو لګيا يو .بې مقصده خبری کوو د دغی خبرو نه څه دنيوی فايده وی او نه اخروی دا څومره دنقصان او تاوان خبره ده افسوس خو دا دی چه يوسړی يو تاوان اونقصان کوی او دا احساس ورته وی چې دازه نقصان او تاوان کوم. نو يوه ورځ خو به دهغې نه منع شي . او توبه به وباسی خو د ډير زيان او نقصان خبره داده چې زمونږ دغه مجلسونو کښی په سوونو او زرګونو فضول او عبث خبری کوو خو په خواه او خاطر کښی مو دانه تيريږی چه دا مونږ نقصان وکړو او که ګټه .

د منبر ګلونه څخه

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email