صرف د ژبې حفاظت هم کافي دی

په صحابی باندې ويره :

دغه شان نبی صلی الله عليه و سلام په خپل صحابی باندې دژبې د هلاکت نه ويريږې . او هغه ته دا فرمايې . چه زه په تا باندې د دې دګناهونو نه ويريږم .   قال عبدالله اثقفی قلت يارسول الله حدثني بأمر أعتصم به فقال قل ربي الله ثم استقم قلت يارسول الله ما أخوف ماتخاف علي فأخذ لسانه وقال هذا . ( رواه النسايی) .

ژباړه : عبدالله بن اثقفی (رض) فرمايې . ما عرض وکړو . ای د الله پيغمبره !ماته داسې خبره بيان کړه چه زه پري منګولې ښخې کړم . نبې عليه السلام راته وفرمايل . دا وايه .چه زمارب الله دی . ( او د دی نه وروسته چه درته بيا څومره تکليفونه رسيږی . او هر قسمه امتحانونه درباندې راځې . نو ) بيا پری قايم اوسيږه دی فرمايې ما بيا عرض وکړو . د د ينه وروسته تاسو دڅه څيز په باره کښې په ماباندې ويريږې . ( چه زه به دهغی دوجې هلاک شم ) نبی عليه السلام خپله ژبه ونيوله او وي فرمايل . په دې باندی ويريږم . ( که دژبې حفاظت دی ونکړ نو هلاک به شي ) .

صرف د ژبې حفاظت هم کافی دی :

زما د اسلام خوږو وروڼو ! چاچه د خپلې ژبې حفاظت کړې دی نو که هغه سره د ډيرو نيکو ذخيره هم نه وی . بيا هم دی جنت ته داخليدای شي .

عن البراء بن عازب قال جاء أعرابی اِلې رسول الله صلی الله عليه وسلم فقال دلنی علی عمل يدخلنې الجنة قال أطعم الجايع واسق الظمآم وأمر بالمعروف وانه عن المنکر فاِن لم تطق فکف لسانک اِلامن خير (أخرجه ابن أبی الدنيا باسناد جيد )

ژباړه : دبراء بن عازب (رض) روايت دی فرمايې يوه بانډچې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغلو نو عرض يې وکړو ماته داسی عمل وښايه چې جنت ته پري داخل شم نو نبی عليه السلام ورته وفرمايل وږی ته ډوډۍ ورکوه او تږی ته اوبه ورکوه دښه کارونو حکم کوه او دبدو کارونو منع کوه که ددی څيزونو طاقت نه لری نو خپله ژبه دخير دخبرو نه سوا دهر څنګه خبرونه بنده کړه ( که په دی وصيت دی عمل وکړلو. نو جنت ته به داخل شي .

چپ انسان ته ورنږدی شي :

بلکه چپ والی هغه صفت دی چه نبی صلی الله عليه السلام چپ انسان ته د نژدې کيدو تاکيد کړی او فرمايلې يې دی .

ان الله عند لسان کل قايل فليتق الله امرؤ علم ما يقول  قال صل الله عليه وسلم اِذا رأيتم المومن صموتا وقورا فادنوا منه فاِن يلقن الحکمة . ( اخرجه ابن ماجه من حديث أبي خلاد رايتم الرجل قد اعطي زهدا فی الدنيا وقلة فاقتر بوا منه فاِن يلق الحکمة ) .

ترجمه : ( ابو خلاد نه روايت دی چې ) رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمالی دی . الله تعالی دهر ويو نکې دژبې سره موجودی نوسړ چه څه وايې . دهغی نه دې وويريږی . ( چه دګناه خبری وکړی نو بيا به پری پښيمانه وی ) او فرمايې . رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلې دې چه کله تاسو مومن او وينیء . چه کله تاسو مومن ووينی .چه خاموش او باوقاره وی . نو ده ته ورنږدی شی ځکه چه دی به دعقل نه ډکې خبري کوی .

د منبر ګلونه

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email