د روسي ژبې د پوهتنون استاذ چې د امريکا پخواني د بهرنيو چارو وزير کاندوليزا رايس هم له ده څخه تحصيل کړی دی مسلمان شو . دغه روسی استاذ په دې پوهتون کې د روسي ژبی د زده کړې ورکولو دنده پر غاړه لرله .
د روسيې د اسلامې مجلس ريس محمد صلاح دينوف د سعودي عربستان د الوطن خپرونې له لارې بيان کړ چې : بروساکوف د روسيې له اهل څخه ؤ هغه د يهوديت دين غوره کړ او د پخواني شروي په وخت کې هغه امريکا ته مهاجر شو . هغې کمونستي عقايد نه قبلول هغه د شلو کالو وروسته د روسيی له ټوټې کيدو نه پس خپل وطن ته را ستون شو .
هغه خپله وايي : زه د کمونيزم د لاسه د امريکي ديموکراسۍ ته وتښتيدم ، هغی به هر وخت په اسرائيلو انتقادونه نيول .
دوکتور بروساکوف نن ورځ په يوه معاصره خپرونه کې ليکوالي کوي هغه خپرونه چې د جعرافيوي لحاظه پراخه توزيع لري او د روسيې د اسلامې مرکز لخوا خپريږي چې موضوعات يې په مسلمانانو او اسلامې دعوت پورې اړه لري .
هغه زياتوي : چې د روسی دريو مذهبي مشران په تازګۍ سره خپل اسلام اعلان کړ چې وروستی کس يې په مخکې مياشت کې ؤ دا کسان اوس د اسلام په دعوت کې فعاله ونډه لري .
د خبر لینک :
آن لاين اسلامې لارښود