نبوي او شرعي لباس

دقرآن او حديث په  رڼا کې چې د شرعي لباس کوم  بنسټيز اصول بيان شول، د هغوی په رعايتولو سره چې هر قسم لباس غوره کړل شي هغه شرعي لباس ګڼل کيږی اوهغه درسول الله صلی الله علیه وسلم ) طرز او مسنون لباس ورته ويل کيږي .

دشرعي لباس د بيان په لړ  کې حکيم الامت اشرف علي تهانوي (رح) فرمايې: دمسنون لباس معنا دانه ده چې بلکل دي هغه لباس  واغوستل شي کوم  چې رسول الله صلی الله صلی الله علیه وسلم اغوست ، بلکي هغه لباس چې ده مبارک يې د اغوستلو اجازت کړی وي هغه د ده طرز او مسنون لباس بلل کېږي . (تسهيل المواعظ وعظ نمبر ۱۳صفحه ۳۰۵ )

حضرت مفتي محمد شفيع صاحب رحمه الله  ليکي :

د رسول الله صلی الله علیه وسلم  لباس د هميشه لپاره يو راز نه ؤ ، بلکي دحالاتو ، موسم او زمان مطابق يې فرق کاوه ، د ګرمۍ ، يخ ، سفر ، حضر او نورو طبعي غوښتنو له کبله يې مختلف شکلونه غوره کړي او له ده مبارک څخه مختلف قسم رنګ درلودونکی لباس رانقل شوی دی .

البته لباس يې ساده او بې تکلفه ؤ او په کار ده چې داسې ساده او بې تکلفه لباس غوره کړل شي او وضع بايد داسې وي چې د مسلمانانو امتياز باقي وساتلای شي ، د نورو اهل مذاهبو پيروي کول جايز نه د ، نور نو د احاديثو او شمايلو په کتابونو کې ذکر دي چې د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  عام طرز عمل داؤ چې دی مبارک به دلباس خوراک په فکر کې نه ؤ ، هر قسم لباس به چې ورته ميسر شو که به عمده ؤ او که معمولي استمالا وه به يې.  (امداد المفتين صفحه  باب اللباس )

علامه ابن قيم جوزی (رح) ليکي :

والصواب ان افضل الطريق  رسول الله صلی الله علیه وسلم  التي سسنها وامربها ورغب فيها ودام عليها وهي ان هديه فی اللباس ، ان يلبس ماتيسر من الباس من الصفوف تارة والقطن تارة والکتان تارة . ( زاد المعاد جلد اول ۳۶ )

عمدة الاحکام

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email