که د متيازو کولو په وخت کې واړه څاڅکي په بدن او جامه تويې شي

 

که د متيازو کولو پر مهال ډیر واړه څاڅکي پر بدن يا جامه تويې شي کالي مرداريږي او که نه ؟
که دومره وي لکه د ستنی سرونه چې پر سترګو سم نه معلوميږي او هم د درهم اندازی ته نه رسيږي نو معاف دی لکه ردالمخار چې ليکی :
وعفی الخ بول انتضح کرؤس ابرو کذا جانبهالاخر وان کثير با صابتة الماء للضرورة
عن الکرمانی ان هذا مالم ير علی الثوب والا وجب غسله اذا صار بالجمع اکثر من قدر الدرهم (فتاوی ابو المختار – رد المختار ج ۱ ص ۲۹۷) .

ولې د استجاء په وخت کې بايد ډیر کوښښ وشی چې نه پر بدن او نه پر جامه نجاست تويې شي ځکه چې د قبر غذاب ورڅخه پيداکيږي .

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 54 times, 1 visits today)