مخکي مو وويل چې په اسلام کې دلباس په اړه کوم خاص وضع نه ده ټاکل شوې ، البته په دې هکله ځني حدود ټاکل شوي چې له هغوی څخه تجاوز کول نه دی په کار ، کوم لباس دغو شرعي حدودو کې وي شرعي لباس بللای شو که داسی نه وی خلاف شرع يې ګڼو ، هغه حدود دا دي :
۱: لباس بايد دومره نازک يا په بدن پوري موښتی نه وي چې دبدن مستوره اندامونه ترې ښکاره ، بلکي لباس بايد په مکمله توګه ستر پټ کړای شي .
۲: په لباس کې بايد د کافرانو او فاسقانو تشبه او پېښې اختيار نه کړل شي .
۳ : کوم لباس چې پر تکبر ، تفاخر او اسراف دلالت کوي اجتناب او پرهيز وکړل شي .
۴ : دولتمند او مالدار شخص بايد داسي کمزوره او ضعيف لباس وانه غوندي چې خلک يې مفلس او فقير وګڼي .
۵ : تر خپل مالي توان اوطاقت زيات قيمتي لباس اهتمام بايد ونه کړل شي.
۶ : نارينه بايد د خپل پرتاګه او پايجامې پايڅې دومره کښته و نه ساتي چې بيجلکي پټي کړي .
۷ : نارينه وو لره داصلي ابريشم لباس اغوستل حرام دي .
۸ : نارينه بايد زنانه لباس او زنانه بايد نارينه لباس وانه غوندي .
۹ : لباس بايد صاف او پاکيزه وي او نارينه وو لره سپين لباس اغوستل غوره دي .
۱۰ : د نارينه وو لپاره خاص سور لباس اغوستل مکروه دي ، البته که سور رنګه وي ياله ځانه سره بل راز ليکي هم ولري پروانه لري .
عمدة الاحکام
آن لاين اسلامې لارښود
السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
الله ج مو کامياب لره په دواړو دارينو کې چې داسی په زړه یوری موضوع ته مو د دين په رڼا کې وخت وقف کړي الله ج دی تاسی په جنتونو سره ونازوي امين