لباس او زینت – په اسلام کې د نظافت او پاکوالي ارزښت (دوهمه برخه )

د نظافت او پاکوالي  ارزښت  په اسلام کې

    اسلام نسبت  ښايست ته په نظافت ډېر  زور اچولی ، ځکه چې نظافت د هر ډول زيب او زينت لپاره اساس او بنسټ  تشکيلوي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې: تَنَظفُوا فَاِنَ الاِ سلاَمَ نَظِفُْ  (نظافت اختار کړیء ځکه چې اسلام دنظافت دين دی ).                  

 بل حديث مبارک دی : اَلنِظَا فةُ تَدعُوْا اِلی الاِ يمانِ الا يِمَانُ  مع صَاحِبِهِ  فِی الْجنةِ .                                                                                                                 

    ترجمه : نظافت  ايمان ته بلنه ورکوي او ايمان به له خپل ملګری سره په جنت کې وي ، تاسي فکر وکړیء په اسلام کې تر داخلېدو وروسته لمړی فريضه لمونځ دی ، د يو مسلمان لمونځ  تر هغه نه قبلېږي چې بدن ، کالي او د لمانځه ځای يې پاک نه وي ، صرف د دغي خبري څخه په اسلام کې د نظافت اهميت څرګندېدای شي .                                                                          

    د موطاء امام مالک د( کتاب الشعر) په (باب اصلا الشعر  ) او دسنن ابو داؤد د (کتاب الباس ) په ( باب فی الخلقان و فی غسل الثواب ) کې يو  مبارک حديث راغلي چې يو وخت  د رسول الله صلی الله عليه وسلم په خدمت کې يو شخص حاضر شو چې د سر او ږيري  ويښتان يې ببر او شکېدلي ؤ ، ده مبارک دهغه طرف ته داسي اشاره وکړه لکه دی چې هغه ته د ويښتانو د صحيح کولو حُکم کوي ، هغه سړی په اشاره پوه  شو ولاړ ويښتان  يې درست کړل، وروسته راغی د ده مبارک په خدمت کې حاضر شو ، ده مبارک چې وليد نو يې وفرمايل : اَلَيس هذَا خَيْرًا مِنْ ان يَاتی احدَ کُم ثَاير الراسِ کانَّه شَيْطنُْ . (موطاء امام مالک صفحه ۷۲۲ )                                                                           

    ترجمه : آيا دا به غوره او بهتره وي لکه اوس  او که  په داسي حال کې اوسېدل چې د شيطان په  ډول پاشلي او ببر وېښتان يې  وي .                        

    همدا راز دسنن ابوداؤد د (کتاب اللباس) په ( باب فی الخلقان وفی غسل الثواب) کې د جابر بن عبدالله په روايت کې راغلي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم يوکس وليد چې  پاشلي  او ببر وېښتان يې وه ، نو يې ورته  وفرمايل : اما کان هذا جد مايسکن به شعره . ( ابوداؤد جلد۲ صفحه ۵۶۲)                          

  ترجمه : آيا هغه د ويښتانو د سمولو او اصلاح کولو لپاره هيڅ شی ونه موندل ؟                                                                                                                      

     دمسند احمد او نسايي د حديث الفاظ چې صاحب دمشکوة المصابيح  د (کتاب اللباس ) په الفصل الثانی ) کې را نقل کړي  په دې ډول دي :          

وعن جابر قال  اتانا رسولُ  الله(ص) زاير فرای رجُلاً شعثاً شعره فقال ماکان يجدُ هذا مايُسکنُ به راسهُ ورای رجُلاً عليه ثياب وسِخةُْ فقال ماکان يجدُ هذا ما يغسل به ثوبةُ . رواه احمد و النسايی . ( مشکوة المصابيح جلد۲ صفحه ۳۷۵)                                                                                                            

   ترجمه : له حضرت جابر (رض) څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم زمونږ د ليدلو لپاره تشريف راوړ ، ده مبارک هلته زمونږ سره يو سړی وليد چې ببر او ګډوډ ويښتان يې وه ، نو يې وفرمايل : آيا دغه کس هغه څه نه شي موندلای چې د خپل سر ويښتان پرې اصلاح کړي ؟ بيا يې يو بل کس وليد چې خيرن لباس يې په تن ؤ ، ده مبارک چې هغه وليد نو يې ورته وفرمايل : آيا دغه کس ته هغه څه نه شي حاصلېدای چې دی خپلی جامې په پرېولي .

     د سنن النسايی په (کتاب الزينة ) ، مسند احمد او دسنن ابو داؤد د (کتاب الباس په باب فی الخُلقَان وفی غسل الثوب ) کې روايت شوي چې يو داسي شخص د رسول الله صلی الله عليه وسلم  په خدمت کې حاضر شو چې خراب شکېدلي لباس يې اغوستی ؤ ده مبارک چې وليد نو يې ورته وفرمايل :      

امالک مالُْ : قال نعم قال ومن اَیِ المال ؟ قَالَ ومن کُلِّ المال قد اعطانی الله تعالی ، قَالَ : فَاِذا اَتَاک الله مالا فليُرَ اثرُ نعمة الله عليکَ وَ کرامَتِه .             

   ترجمه : صاحبه ! آيا ستا سره مال نشته؟ هغه ورته وويل : هو بلې صاحب! ده مبارک ورته وفرمايل : څه راز مال درسره دی ؟ هغه وويل هر ډول مال چې  الله تعالی راکړی  دی ، ده مبارک ورته وفرمايل : داچې الله تعالی ته په مال او دولت سره نازولی يې نو هغه غواړي چې دخپل نعمت او فضل اثر پر تا باندي وويني .      

عمدة الاحکام 

د نظافت په باب په اسلام کې ډير ټينګار شوی دی د نمونې د پاره مو د خوږ نبی اکرم صلی الله عليه وسلم څو خبرې ولوستې چې څوارلس سوه کاله مخکې يې خلک ته د نظافت په اړه لارښوونه کوله هغه وخت چې ارپايانو په غارونو کې ژوند کولو .

آن لاين اسلامې لارښود                                                                                                 

Print Friendly, PDF & Email