د اهل تشيع په لاس باندې ذبح څه حکم لري ؟

سلامونه الله دې وکړي چې ټول روغ جوړ او خوشحاله ياست .
زما سوال دا دی چې زمونږ ګاونديان اهل تشيع (شعيه ) دي مونږ ته کله کله د خوراک شيان راليږي هغه چرک او د پسه غوښه وي آيا مونږ ته ددې خوړل جايز دي او که نه ؟
عمر – لندن

دان لاين اسلامي لارښود چلونكو لمړى خپل سلامونه اونېكې هيلې ستاسې درانه حضور ته وړاندي كوم اودلوى خداي څخه درته د لا برياوو هيله كوم

اوديومسلمان ورورپه توګه درڅخه ددې اسلامي دندې د ترسره كولومننه كوم

او هيله كوم لاندي پوښته راته ځواب كړي.

داهل تشيع په لاس دحلال شوي حيوان غوښه خوړل روا دي او كه نه هيله ده پدي هكله راته پوره او په تفصيل سره ځواب راكړي ډيره مهره باني به مووي.

په درناوي

پرويز حقپال له كاپل څخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

شعيه ګان په څو فرقو ويشل شوی دي .

د رافضينو هغه فرقه چې نعوذ بالله قرآن تحريف بولې او صحابه کرام باندې د کفر حکم کوي ، حضرت علی رضی الله عنه (نعوذ باالله ) خدای ، يا نور داسې چې شرعاً کفر وي مني د دوی د لاس ذبيحه او خوراک صحي نه دی ځکه دا اهل شرک او مرتد دي (فلا نوکل ذبيحة اهل الشرک والمرتد ) (فتاوي الهندية ۵ / ۲۸۵ – اللجنة الدائمة او فتاوي اهل سنت والجماعت ) .

او هغه فرقه چې حضرت علی رضی الله عنه په دريو خلفاؤ کې افضل ګڼي ذبيحه خوړل يې صحي دي او د دوی سره نکاح هم جايزه ده مګر د لوڼو ورکول په کار نه دي د ضرورت نه علاوه دوی سره تعلقات ساتل ښه نه دي ځکه په مجموع کې شعيه اهل بدعت او اهل فسق دي د عاشورا بدعت ، د قبرونو او نذرونو بدعت او شرکيات د ضغې رواوالی ، صحابه کرامو ته بدګويي کول د خپلو ښځو سره لواطت حلال ګڼل او داسې نور  .

وان کان يفضل عليا کرم الله تعالی وجهه علی ابی بکر رضی الله عنه لا يکون کافراً الا انه مبتدع (الهنديه ۲ / ۲۶۴ – کفایت المفتي ج ۱ ص ۳۲۳ ) .

د بحرين د يوه زنديق شيعه سيد علی الهاشمي ويديو دلته وګورﺉ

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. salamoona allha dee wakree che rog ow jor yest zam sawal da woo che mung gawndee che shayi dee kho gwkha ow lika chargan la noroo dokanoo rawre hga irnyen dee ow mung po london ke wosoo kho khar 1 dokan ta che ghokha razee hga mahkee na halia karee wee kho irninyen dokan doyee rawre doyee yee po khpila na halila wee allha dee wakree che zam sawal ta sakhyee jawab rakee? omar london