د ډاکټر ذاکر نايک او د هغه د اسلامې هلو ځلو په هکله ستاسې نظر څه دی ؟

د آنلاین اسلامی لارښود و محترمو کارکونکو ته یو ځل بیا اسلام علیکم!
محترمینو!
ستاسو ښه او مسند معلومات انشاالله د ټولو هغو وروڼو په ژوند کی د ښیګڼو سبب ګرزی کم چی ستاسو دا په زړه پوری پاڼه ګوری. خدای ج دی تاسو ته اجرونه درکړی.

زه غواړم چی تاسی موږ ته د پیس ټی وی او خپله شخص داکټر ذاکر عبدالکریم نایک صاحب او دد د اسلامی هڅو په هکله خپل نظر راته و وایاست. مننه

ډاکټر عبدالکريم نايک په ۱۹۶۵ کال کې په هند کې زږيدلې دی او د بمبۍ د طب له څانکې څخه فارغ شوی دی چې اصلاً يو جراح ډاکټر دی ، هغه د خپلې دندې تر څنګ اسلامې دعوت پيل کړ او وروسته يې خپله دنده پريښوده او ټول وخت يې د اسلامې دعوت د هلو ځلو لپاره وقف کړ .

ډاکټر نايک د هند اسلامې څيړنو مرکز ريس او د پيس تي وي مسئول دي .

دا عالم پدې توانېدلې چې د ګردې نړۍ د هغو بېځايه نيوكو ځواب ووايي، چې دوي يې د اسلام په سپېڅلي دين، اسلامي شخصيتونو او د شريعت په اړه كوي، په مستند ډول ځواب ووايي.

د يوويشتمې پېړۍ نامتو اسلامپوه، او د نړيوالو اديانو پرتله اييزه څېزونكې علامه ډاكټر ذاكر ناېك چې په ځوانه ځوانۍ كې يې د ټولې نړۍ بېلارې اديانو لارويان چلېنچ كړي دي، خو د ځواب ويلو لپاره يې څوك تر دې مهاله ندې راوړاندې شوې، ان تردې چې په (۲۰۰۷) كال کې كله چې د عيسويانو مذهبي پلار (پاپ بنډي كېټ) د اسلام سپېڅلي دين او محمد صلى الله عليه وسلم په اړه له زهرو ډكه وينا وكړه، نو همدغه ځوان ؤ، چې هغه ته يې چېلېنج وركړ، مګر دده له پوهې او هوښيارۍ څخه په ډار سره پاپ دېته تيار نشو چې له ده سره مناظره وكړي.

لنډ داچې ډاکټر نايک د الله تعالی په فضل او توفيق د زرګونو کافرانو او ګمراه خلکو د هدايت سبب شوی دی نو څوک به تر هغه ښه سړی وي کوم د هغه د لاس نه يو کس هدايت ومومي .

ځنې کسان د هغه په هکله وايي هغې مدرسه نه ده لوستې ديني عالم نه دي او ډير وخت په مناقشو تيروي .

ددې کسانو د قناعت حاصلولو د پاره بايد ووايم چه :

له بده مرغه نن ځنې مسلمانان د کفارو د اسلام ضد تبليغاتو تر تأثير لاندې راغلی دی د کفارو د اسلام ضد سترو تبليغاتو څخه يو دا دی چې بايد مسلمان ډاکټر ، انجنير او ساينس پوه په دين کې مداخله و نه کړي او همدارنګه ديني عالم به په سياست او ساينس کې ګوتې نه وهي تر څو مسلمانان همداسې بې خبره او شاته پاتي وي .

هر څوک حق او حتی پوره مسئوليت لري چې خپل استعداد د حق په لار کې مصرف کړي دا مشخص د څو کسانو دين نه دی بلکي د ټول بشريت د پاره را ليږل شوي دين دی .

داسې علم به څه کټه ولري چې د قبر د خاورو د پاره ساتل شوی وي !!!

داسې علم به څه ګټه ولري چې هغه تر دنيا او قدرت حاصلولو جار شوی وي !!!

داسې علم به څه ګټه ولري چې په هغه کې د خدای ويره ، احساس او پر مخلوق رحم او شفقت نه وي تر څو هغوی ته الهي دين ور سوي  !!!

الله تعالی دې ټول هغه کسان هر چيرې چې وي کامياب او سرلوړې لري چې د الله د دين د نصرت د پاره يې ملا تړلې وي الله تعالی د دوی ناصر او مدد ګار شي

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

5 تبصرې

  1. ځما ورونو،

    دذاکر نایک په باره کی ستاسو معلومات یا نظر سم ده البته هغه کار چه دی یی کوی دکفارو په وړاندی هغه یی دقدر ور دی او هغه کار لکه کفارو سره مناظره او هغوی په اسلام کی داخلول دا کار دټولو نه زیات چه کفار مسلمانان سوی هغه دتبلیغ په برکت سوی دی او داسی ډیر علماء سته چه دډاکټر صاحب نه وړاندی دی لکه بلال فلپس، وغیره.
    خبره دډاکټر صاحب وه دهغه بحث له کفارو سره ټولو مسلمانانو ته دمنلو وړ ده او هغه ته شیخ الاسلام تقی عثمانی، علامه ندوی صاحب وغیره وو ویلی چه داکار کوه البته هغه څه نه ځان وساته کوم چه په امت کی اختلاف راولاړوی لکه دڅلورو مذاهبو په باره کی دهغه منفی نظر چه هغه ډیر زیات د علامه ناصرالدین البانی چه داوسنی عصر دټولو غیر مقلدو پلار ګڼل کیږی دهغه تاثیر لاندی ده، دی تقلید نه منی، قیاس نه منی او تقریبا اهل حدیث ده بل داچه دهغه تقاریر اکثر دغیر مقلدو په ګټه دی کوم چه ددیوبند علماوو او نورو علماوو له سختو غبرګونو سره مخامخ سوی او هغه ته یی ویلی چه باید دداسی کړنو او خبرو نه ډډه وکړی.
    ددی ټولو علماوو نظر داده چه ډاکټر ذاکر نایک مجتهد نده او نه یی پوره اسلامی تعلیمات کړم نو ویره ده چه هغه په ډیرو مواردو کی ځا ګناهګار کړی په سبب دنه پوهیدو په دین باندی او صحیح معنی اخیستل له قرآن او حدیث ځنی او هغه داسی غلتی کړی چه دلته یی ذکر کول ګران دی او هغو ته علماوو ځوابونه هم ویلی او هغه ته یی مشوره هم ورکړی چه دداسی بحثونو نه ځان وستاته کوم چه اختلاف راولاړوی.
    په اسلامی امت کی داسی ډیر خلک سته چه دین ته خدمت کوی او داسی ډیر اسلامی چینلونه سته لکه اسلام چینل، شیر اسلام ټی وی، او داسی نور چینلونه هم سته چه دین ته خدمت کوی او داسی ډیر داعیان سته لکه بلال فلپس، یوسف اسټیس، حکیم کویک، شیخ ذولفقار احمد، طارق جمیل، تقی عثمانی، سلیمان مولا، شبیر علایی، شیخ ریاض الحق او داسی نور اسلامی علماء سته چه په شرق او غرب کی په اسلامی دعوت بوخت دی او ددوی کار دستایلو وړدی او پایله یی هم ښه ده.
    دپای خبره به داوی چه دهغه هغه بحث او مناظره له کفارو سره سم کار ده او هغه بل کار چه په امت کی اختلاف راولاړوی هغه یی دغندلو وړدی او باید دی له هغو نه ځا وستاتی.

    احقر
    نورالله احمد

  2. مننه ښاغلی احمد صاحب :
    هو دا ضروري ده چې بايد د داسې څه نه پرهيز وشی کوم د امت د اختلاف سبب ګرځي .
    خو په هر چا کې يو عيب وي . ښه او د وحدت لاره دا ده چې د رد پر ځای هغه پخپل څنګ کې ونيول شي او هغه ته په خصصي ډول نصيحت وشي تر څو دوښمن له هغه څخه ناوړه استفاده ونه کړي .

    دا صحي ده چې په څلورو واړو مذاهبو د امت اتفاق دی اصلاً مذهب يا فقه څه نوې شی نه دي بلکې د قرآن او سنتو شرحه ده له هغه څخه په ډير احتياط د احاديثو د اسنادو په نظر کې نيولو سره مسايل را ايستلې دي .
    کوم کسان چې اهل حديث ځانونو ته وايي که دوی علم حديث او د احاديثو د ثبت تاريخ په غور سره ولولې نو پوه به شي چې د مذاهبو امامانو په دې لاره کې څومره خواری ايستی دي حال دا چې هغه وخت د اهل حديثو ډلې نوم هم نه وو .
    امام مالک د احاديث يو مکمل کتاب موطا امام مالک تصنيف کړی دی امام احمد هم ډير احاديث جمع کړی دی او يو لوی کتاب يې د مسند احمد په نوم تصنيف کړی دی امام شافعي د علم حديث په ناسخ او منسوخ کې يو وتلی عالم تير شوی دی امام ابوحنفه د دريو واړو امامانو مشر او استاذ تير شوی دی په غالب ګمان هغه يو تابعی وو چې حضرت انس رضی الله عنه سره يې په کوفه کې ديدن شوی دی د رسول الله صلی الله عليه وسلم زماني ته ډير نږدې وو په ۸۰ هجری کال کې پيدا شوی دی .
    اهل حديث ته خو هر څه تيار په لاس ورغلی دی او بس .
    بيا هم اهل حديث خدای مه کړه کومه ګمراه ډله نه ده زمونږ د مذهب په نزد هغوی په اهل سنت و الجماعت کې شامل دي او د محمد صلی الله علیه وسلم د سنتو بیروان دی د نجات د پاره دوې لارې دي تقليد او تحقيق .

  3. حيات هجران شيرزاد

    السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

    مننه الله ج مو سر لوړی ا وکامياب لره .
    واقعا چي ډاکتر صاحب ذاکر يو ښه عالم دی چې د ډيرو کافرانو د مسلمان کيدو سبب الله ج ګرځولی او ښه په ارامه لاره سره خلکو ته قناعت ورکوی الله ج دی داسی خلک پيدا کړی چې دا مبارک دين نور هم پراخه شی امين
    د نور احمد ورور خبر هم په ځای خبر ده الله ج دی دا هم کامياب کړی چې داسی خبری ته یی اشاره کړی امين

  4. داکتر ذاکر نايک زما په نظر د اسلام د مبين دين يو يو داعي او اسلام ته يي ډير خلک رابللي دي الله پاک دين ده ته اجر عظيم ورکړي

  5. اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته،

    ډیره زیاته مننه چه تاسو ډیر په زړه پوری خبری او یو لنډ او معنی خیز معلومات مو لیکلی.

    رښتیا هم چه دامت د کامیابی یواځینی لار دامت اتحاد او اتفاق ده او له هغه څه نه ډډه کول پکار دی کوم چه اختلاف راولاړوی.
    دلته ددی بحث ځای نسته چه کوم اختلاف جایز او کوم ناجایز دی البته ډیره ښه خبره داده چه هر مسلمان باید ملا وتړی تر څو ددین خدمت وکړی او دغی پاکی لاری ته خلک راوبلی.

    ژوندی دی وی اسلام او مړه دی وی ددوی دښمنان او آخر کی له ټولو مسلمانانو نه غواړم چه هغه کلیسا او هغه پادری چه قرآن یی سوزولی هغه باندی لعنت ووایی او دقرآن په دفاع باندی ټول سره یوځای سو.

    واسلام