امریکایی قوماندان د سعودی د فوځی د سلوک په وجه مسلمان شو

(هيڅکله به مې د سعودي د فوځې هغه سلوک چې زه يې حيران کړي وم هير نشي )

دا د امريکايي مسلمان شوي قوماندان چې د اسلام راوړلو وروسته يې نوم  ابراهيم ته تغير کړی دی اولينه خبره وه چې بيان يې کړه .

هغه قصه داسې بيانوي : يوه امريکايي لوړ رتبه ترننګ ورکونکي ښځينه فوځي وه چې د فوځيانو سره د ملاقات په وخت کې يې ټولو ته لاس ورکړ مګر يو فوځي د لاس ورکولو څخه ډه ډه وکړه .

هغه زياتوي : د هغه دغه کار ماته ډير عجيب او تر يوه حده د ادب خلاف څرګند شو ، کله مې چې له هغه څخه ددې کار په اړه وپوښتل هغه وويل : زما دين اسلام دی او زما په دين کې نارينه ته اجازه نشته چې بيګانه او نامحرمو ښځو ته لاس ورکړي .

نو وروسته زه دې نتجې ته ورسيدلم چې ټولې فتنې او اخلاقي جرمونه د همدې لمس او لاس لګولو څخه پيل کيږي .

ابراهيم زياتوي : له هغه څخه مې د اسلام په اړه پوښتنه وکړه هغه زه د حمراء او جدې اسلامې مرکز ته رهنمايي کړم او هلته يې ما ته د اسلام حقايق بيان کړل او بې له ځنډه مې هملته ايمان راوړ .

هغه وايي هيڅکله به مې بيت الحرام ته داخليدل او د کعبې شريفې ليدل هير نشي .

همدارنګه هغه زياتوي : زه په مکه کې نشم کولای د خپلې ژړا مخه ونيسم : کله مې چې اوښکې پر مخ باندې جايرې شوې داسې احساس مې وکړ چې ګناهونه مې مينځل کيږي او پاکيږم .

منبع : مجله عکاظ – الدين والحياة ، پنجشنبه ۱۴۳۱ / ۶/۶ ق شماره ۳۲۵۹

آن لاين اسلامې لارښود

د اسلام د شروع نه تر نن زمان پورې اکثريت کافران د مسلمانانو د سلوکو په وجه مسلمان شوې دی چې د مسلمان ، د رښتنولی ، صداقت ، رحم ، اخلاقو تر تأثير لاندې راغلی دي .

خو نن زمان د اکثرو هغو مسلمانانو چې د خپل دين څخه نا خبره او غافله دي اعمال او سلوک يې بالکل د شرم وړ دي چې په هيڅ غير مشروع عمل لکه ، غلا ، خيانت ، رشوت ، د نارينه او ښځينه اختلاط ، د فاحشو تبليغاتو تعقيب ول ، د مسلمان تحقير او آزار ، جومات نه تلل ، د زکات او صدقاتو نه ورکول ، په کورني ژوند کې بد سلوک او داسې نورو څخه هيڅ مخ نه اړوي .

نو داسې غل صفته ، خاين صفته ، فاحش صفته ، مضر او بخيل انسان څخه به څوک عيبرت واخلي ؟

بلکې داسې انسان به د کور ، ټولنې او مسلمانانو د پاره مضر او د شرم وړ وي .

الله تعالی مونږ هدايت وکړي

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. حيات هجران شیرزاد

    السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

    الله ج مو کامياب او تاند لره او جنتونه مو نصيب شه چي داسی لوی کار ته مو ملا ترلی ده.اوداسی
    معلومات خپروي او الله ج دی موږ ټو ل په سمه او نیغه لاره روان کړي امین
    مننه