آيا مړې د خپل اهل په احوالو پوهيږي ؟

دانلاین اسلامی لار ښود ټولو کارکونکو ته دزړه له کومی سلامونه وړاندې کوم الله ج د تاسو ته ددی لوی خدمت اجرونه به دنیا او اخرت درکړی.

ډیرو محترمو زه یوسوال لرم هغه داچی کله چی یو مسلمان وفات شی عوام او بعضی د مسجدونو ملاامامان وایی چی هغه دخپل کور حالات وینی که شه وی ورباندی خوشحاله وی او که بد وی نو سخت خفه وی که د اسلامی شریعت په رڼا کی ځواب را کړی مهربانی به مو وی.

ستاسو ورور روح الله وردگ

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا خبرې په عوامو حتې د اسلامې نړې په نورو ولسونو کې هم شته خو هيڅ اصل نه لري .

يو فرقه ده چې هغوی پيغمبر عليه سلام حاضر ناظر ګڼي او دوی عقيده لري چې پيغمبر عليه سلام د امت په احوالو پوهيږي ، مګر داسې عقيده لرل د قرآن او سنتو خلاف ده .

د ټول اسلامې امت په دې باندې اتفاق دی چې عالم الغيب يوازې الله تعالی دی او بس .

قوله تعالی : هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ (22)

نبی اکرم صلی الله عليه وسلم ته الله تعالی د غيبو ډير خبرونه ښودلی وو مګر ددې  با وجود نبی صلی الله عليه وسلم عالم الغيب نه وو .

نبی کريم صلی الله عليه وسلم په هغه پټو شيانو پوهيده کوم د الله تعالی له جانبه ته ده ورکړ شوی وو الله تعالی فرمايی :

قُل لاَّ أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلاَ ضَرًّا إِلاَّ مَا شَاء اللّهُ وَلَوْ كُنتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لاَسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِيَ السُّوءُ إِنْ أَنَاْ إِلاَّ نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُون (الاعراف ۱۸۸) .

‹‹ ووايه (ای محمده ! دوی ته ) چه زه ځان ته د نفع او ضرر رسولو واک نه لرم مګر هغه څه چې اراده وفرمائې الله ، اوکه زه پوهيدلی په غيب باندې نو خامخا حاصل کړی به مې وای ډير له خير (نفعی ) او نه به ؤ رسيدلی ماته کوم ضرر او زيان ، نه يم زه مګر ويروونکی (دکفارو په جحيم سره ) او زيری ورکوونکی (په نعيم سره ) قوم د مؤمنانو ته ››.

نو کله چې نبی صلی الله عليه وسلم د خلکو په احوالو نه پوهيږي بل کس به څنګه د خپل اهل په احوالو پوه شي (کفايت المفتي ج ۱ ص ۱۰۵ ) .

جناب نبی اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايي : کله چې يو کس وفات شي د هغه ټول عملونه قطع شي مګر د دريو ښو عملونو ثواب د مرګ نه وروسته هم جايري وي : « إِذَا مَاتَ الْإِنْسَانُ انْقَطَعَ عَنْهُ عَمَلُهُ إِلَّا مِنْ ثَلَاثَةٍ: إِلَّا مِنْ صَدَقَةٍ جَارِيَةٍ، أَوْ عِلْمٍ يُنْتَفَعُ بِهِ، أَوْ وَلَدٍ صَالِحٍ يَدْعُو لَهُ» (مسلم ۱۶۳۱)
کله چې انسان مړ شي عمل يې قطع کيږي بغير له دريو څيزونو : جايري صدقه ، يا داسې علم چې له هغه څخه د خير استفاده کيږي او يا صالح اولاد چه د مور او پلار د پاره دعا کوي .

و الله تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. دیوممسلان له وفات کیدو وروسته دهغه به خوب لیدل ورسره گرجیدل او خبری کول حه معنی لری کداسلامی شریعت به رنا کی جواب راکری مهربانبه مو وی.

    ستاسوورور روح الله وردگ.

    اداره :
    مهرباني وكړﺉ خپل ځواب دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/2337

  2. ایاکشف القبورواقیت لری او کنه که داسلامی شریعت به رنا کی جواب راکری دیره مهربانی به مو وی.
    له بعضی ملاصاحبانو می اوریدلی چی حضرت محمد ص اوحضرت علی کرم الله وجه دوارو ته داهل دقبرونو حال معلومیدلو ایا دا واقعیت لی که جاب و هووی نو به کومعلمکی راجی.

    ستاسو ورور روح الله وردگ له کابل نه.

    اداره :
    مهرباني وکړﺉ خپل ځواب دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/2334