د ښځې سره د سختو اختلافاتو حل

سلام د د دی اسلامی سایت تولو كاركونكوته
بعد له سلام نه زه یو پوشتنه لرم که مهربانی وکری راته جواب یی کری
که یو ښځه له کور نه تختی او یو دوه اولاده هم لری ځې د پلار کره کینی امکان ددی هم شته چی هغه بل ځای هم لاړه شی نو د دی ښځې سره باید څه چلند وشی په دی باره کې که معلومات راکړی مهربانی به مو وی.
حکيم خان
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم

که د خپل پلار کره لاړه شي په غالب ګومان د اختلافاتو ، پريشاني وجه به وي د ښځې او ميړه تر مينځ چې کله د سخت خفګان او اختلافاتو ويره را مينځته شي نو الله تعالی د دغه اختلافاتو د حل لارې په قرآنکريم کې داسې بيان کړی ده .

وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَابْعَثُوا حَكَمًا مِنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِنْ أَهْلِهَا إِنْ يُرِيدَا إِصْلَاحًا يُوَفِّقِ اللَّهُ بَيْنَهُمَا إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًا (النساء ۳۵)

(که په تاسې کې دسختو اختلافات ويره وي (نو دهغه مخنوی دادی ) چه  وليږي  يو داصلاح کس دخاند د طرف نه او يو د اصلاح کس د ښځی له طرفه نه که دا دواړه اصلاح غواړي (يعنی د فيصلی کولو اهليت ولري ) نو الله تعالی به په دواړو کې ضرور دموافقت توفيق پيدا کړي الله تعالی عليم او خبير دی ).

د جمهورو علماء په نزد کچيرې دغه اصلاح کونکي د ښځې او ميړه تر منيځ روغه وکړي نو امر يې نافذ دی او د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد د اصلاح کسان يوازې د اصلاح او روغې صلاحيت لري دوی د جلاوالی صلاحيت نه لري د جلاوالی په صورت کې به موضوع قاضی ته وړاندې کيږي (انوارالقرآن تفسير ) .

او که ښځه خدای مه کړه د بل چا سره لاړه شي په يوازې تګ سره نکاح نه ماتيږي او که خاوند يې په دې کار خفه شوی وي او ښځې سره نور يو ځای اوسيدل نه غواړي نو طلاق دې ورکړي (کفايت المفتي ج ۵ ص ۲۵۸ ) ، (درالمختار ،کتاب نکاح ۳ / ۵۰ سعيد ) .

او که خدای مه کړه د چا ښځه بل کس ته ور وتښتي يا يې بل څوک و تښتوي او خپل ځان ته یې نکاح کړي نو دا نکاح باطله ده

او د خپل ميړه په موجوديت له هغه سره نکاح وکړي نکاح باطله ده .
داسې نکاح حرامه ده (لايجوز للرجل أن یتزوج زوجة غيره وکذا فی السراج الوهاج (عالمګيرې ۲۹۸/۱ ) .
او څوک چې دا کار کوي سخت ګناهکار او فاسق دی او څوک چې ددې فاسق سره مرسته کوي سخت ظالم او جابر خلک دي مسلمانان ته پکار ده چې له هغوی سره خپل تعلقات او روابط ختم کړي (کفايت المفتي ۱/۵ ) .

او که د زنا جرم ورباندې اثبات شي نو سزا يې په اسلامې شريعت کې رجم دی .

والله تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. سلیمان خان

    اسلام علیکم ورحمه الله وبرکاته
    آیا ددی قرض ادا کول پرما لازم دی
    زما نیکه څو کاله مخکی وفات شوی او دهغه نه څه مال او جایداد هم په میراٽ راته پاتی دی څو ورځی مخکی یو چا راته زنگ ووهلو چه( زما ستا په نیکه باندی می قرض وو نو دا قرض خلاص کره تر څو دی نیکه ددی قرض له امله په عذاب نه وی)
    زه هم په ډیره دلچسپی سره دهغه سړی کور ته لاړم ددی سره په خبرو کی دی نتیجی ته ورسیدم چه زما نیکه ته دی سړی دهغه وخت څو لکه روپی ورکری وی چه اوس دهغه معادل څو سوه کیژی نو دی سری راته وویل که چیری ددنیکه دین ادا کوی نو اوس خو هغه پیسی ډیری بی ارزشته دی دهغه وخت ددالر دنرخ پوشتنه به وکرو په هر څو چی وو نو دهغه معادل پیسی به ماته راکړی خو بالاخره ما دا خبره ورسره ونه منله پدی خاطر چه پدی سره شاید زه دسود په ورکولو سره گنهکار شم خو دی سری یو معین مقدار پیسی تعین کری چه هغه مقدار دورکرل شوو پیسو سره هیڅ تناسب نلری او په اوس وخت کی یی ارزشت هم زیات دی نو ما داخبره ورسره منلی چه دا تعین شوی مقدار پیسی زه درکوم او زما پوشتنه داده چه ددی پیسو په ورکولو زه مکلف یم پداسی حال کی چه نیکه می پدی اره ماته هیڅ هم ندی ویلی او مخکی ترینه خبر هم نه وم او بل دا چی که چیری په ورکولو یی مکلف وم څکه چه اوس می دهغه پیسو دورکولو وعده ورسره کړی نو آیا پدی سره خو به زه گنهکاریژم نه پدی سره ویریژم چه ددی په ځای چه زه ثواب لاس ته راوړ م دگناه پیټی می نور هم دروند نه کرم
    ستا سو دجواب په انتظار یم
    مننه