پخوانی کاډايي مسيحۍ د اسلام د حقانیت په لورې

شيخ خضر د اهل تورنتو خطيب د یوې کانادایی ښځې د اسلام راوړلو د مراسمو خبر داسې بيانوي :

هغه وايي : دغه ښځې د خپلو دندو د تر سره کولو د پاره څو اسلامې هيوادونو ته سفر وکړ .هغه د مسلمانانو د ژوند له رويش څخه متأثیره شوه او د اسلام په زده کولو يې پيل وکړ هغه له کتاب پلورنځۍ څخه څو اسلامې کتابونه امات یوړل او هغه يې مطالعه کړل .

هغه د مطالعاتو پر مهال له ځانه وپوښتل چې : ايا تر اوسه ددې وخت نه دی راغلی چې مسلمانه شم .له ځانه سره يې فکر کولو چې اوس به د اسلام راوړلو مناسب وخت نه وي . يو ورځ چې غوښتل يې له ځانه سره کتاب کور یوسي د لارې پر سر يوه جومات ته د لمانځه د پاره دعوت شوه ، هغه د ګنجکاوی او معلوماتو حاصلولو د پاره جومات ته لاړه . يو کس يې وليد چې لاره جارو کوي هغه کس خپل کار ترک کړ او جومات ته د لمونځ ادا کولو د پاره لاړ او د داسې کس تر څنګ ودريد چې هغه يو معلوم مالداره سړی ؤ .

په داسې حال کې چې دغه ښځې په اسلام کې مساوات او برابري پر خپلو سترګو وليدل نو تصميم يې وينو چې په اسلام مشرفه شي داسې دين چې په هغه کې فقير او مالدار د الله تعالی په در کې یو شان دی .

د الله تعالی په نزد هغه څوک د ارزش او درجې خاوندان دي چې تقوی ولري .

او بلاخره دا ښځه د اسلام په مقدس دين مشرفه شوه .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email