ژوندي ته د عبادت د ثواب بښل رواه دي ؟

سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ . پس له سلام نه يوه پوښتنه لرم هغه دا چې :

آيا د قرآنکريم د تلاوت ثواب خپلې کورنۍ ته يعنې د قرآنکريم د تلاوت ثواب بخښل ژوندي ته رواه دی .

الله مو کامياب او سرلوړې لره .     سادات خان له متحده اماراتو نه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

 

د قرآنکريم د تلاوت ايصال ثواب ژوندې يا مړی ته وي د علماء تر مينځ اختلاف دی د امام ابوحنيفه او امام احمد په نزد جايز دی نور تفصيل دلته وګرﺉ .

مګر د صدقې او دعا ايصال ثواب ژوندې ته په اتفاق د مذاهبو جايز دی او هغوی ته يې ثواب او نفع رسيږي .

خپلو مور او پلار ته دعا کول تر ټو لو غوره صدقه ده او دا عمل د صالح اولاد يو ستر خصلت بلل کيږي هغه که وفات شوي وي او که ژوندې وي د يومسلمان دعا د بل مسلمان د پاره قبليږي په خاصه توګه چې هغه غايب وي

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : دعوة المسلم لأخيه، بظهر الغيب، مستجابة. عند رأسه ملك موكل. كلما دعا لأخيه بخير، قال الملك الموكل به: آمين. ولك بمثل”. (رواه مسلم ) .

(د مسلمان سړی دعا د خپل مسلمان ورور د پاره په غايب کې قبليږي ، دهغه سره يوه فرښته ده چې دهغه دنده ده چې هر کله هغه خپل کوم ورور ته غايبانه ښه دعا کوي ، نو هغه فرښته ورباندې آمين وايي او وايې  تا لره دې همدغسې خير درکړي (ستا په حق دې هم د هغه په مثل وي کوم چې مسلمان ورور ته دې وغوښتل ) ( مسلم ) .

 

همدارنګه حج او عمره د ژندې د پاره چې هغه ضعيف وي د حج او عمرې توان نه لري جاير دی ځکه د جناب نبی اکرم صلی الله عليه وسلم نه يو ښځې پوښتنه وکړه :

يَا رَسُولَ اللَّهِ، إِنَّ فَرِيضَةَ اللَّهِ عَلَى عِبَادِهِ فِي الْحَجِّ أَدْرَكَتْ أَبِي شَيْخًا كَبِيرًا، لا يَثْبُتُ عَلَى الرَّاحِلَةِ، أَفَأَحُجُّ عَنْهُ؟ قَالَ: «نَعَمْ». وَذَلِكَ فِي حَجَّةِ الْوَدَاعِ. (بخارى: 1513)

(يا رسول الله صلی الله عليه وسلم  الله تعالی حج پر خپلو بندګانو فرض کړی دی زما په پلار حج فرض دی مګر هغه بوډا او ضعيف دی د حج د ادا کولو توان نه لري ايا زه د هغه د پاره حج کولای شم ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه ته اجازه وکړه ) .

آن لاين اسلامې لارښود


 

Print Friendly, PDF & Email