په غير مسلم ملک کې قبولي يا تابعيت اخيستل

Deero mohtaramo da online islami larkhod karkawonko wroronopa salamono mo lamanzam
Grano wrorono yawa pokhtana laram heela da che pa tafseel sara ye rata jawab krai .deera manana
Pokhtana me da da che zini wakht ka sok dasee wo waye che flanee musalman kas lamonzona aw ebadatona pa sahee dawal na kawee zaka pa yaw kufree malk ke na qabligee
aw flanee musalman kas lamonzona aw ebadatona pa kha dawal kawee no zaka qabool sho
Aya dasee wayal jaeez dee chi da chi pa kufree hewadono ke da qabolai meear kha islamiat waganal shee
Jazakallah aw da jawab pa tama yem

څواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اصلاً خو بې ضرورته په غير مسلم ملک کې اوسيدل ښه نه دي ځکه کفري محيط حتماً د سړي په اعمالو او عقايدو تأثير اچوي .

مګر هغه مسلمان چې پخپل دين کې عالم وي يعني د دين په ضروري احکامو پوه وي د خپل دين حقانيت او د کفر بطلان پوره پوره درک کړای شي له مسلمانانو سره په ارتباط کې وي او هر وخت اسلامې سايټونه مطالعه کوي دا سې کس اسلام د دعوت سبب ګرځي او ددې هيله شته چې کافران د هغه د نيکو اعمالو  تر تأثير لاندې راشي او په اسلام کې داخل شي چې ډير ځله داسې شوي هم دي فرضاً که نورو ته د دين دعوت ونشي کړای د خپل دين حفاظت کولای شي  .

دا ډول پياوړې او تکړه مسلمانان چې کله غير مسلمو ملکونو ته لاړل هلته يې ستر انقلابونه را مينځته کړل نن سبا مونږ وينو چې په عرب کې د مسلمانانو شميره ميليونونو ته رسيږي او د پراختيا په حال کې ده .

مګر هغه کسان چې د خپل دين څخه ناخبره بې ضرورته په دې مقصد چې خپل مال ډير کړي او هلته بې بندباره ژوند وکړي خطرناک دی

علماء کرامو په غير مسلم ملک کې د اسيدلو د پاره لاندې صورتونه جايز بللی دی :

د تخصص اخيستلو د پاره (ضروري لوړې زده کړې ) چې په کوم اسلامې هيواد کې هغه موجود نه وي .

د درملني د پاره چې پخپل ملک کې هغه درملنه ناشوني وي .

د اسلام د مقدس دين د دعوت د پاره

علماء حرمین شريفين

که پخپل ملک کې ناخقه ځوريږي او ظلم ور باندې کيږي

که پخپل ملک د منډو سره سره نفقه نشي پيدا کولای

البحوث محمد تقي عثماني

بغير د ضرورت څخه د کفري ملک تابعيت اخيستل جايز نه دي په دې اړه د حرمينو د علماؤ فتوای :

د مسلمان تابعيت اخيستل له داسې هيواد څخه چې حکومت يې کافر وي .

پوښتنه : ډير مسلمانان چې کله دلته (امريکا ) ته راځي ، د اقامه نيت کوي او د امريکا د هيواد دايمي تابعيت اخلي آيا دا کار د هغوی د پاره جايز دی ؟ د اسلام حکم په دې اړه څه دی ؟

ځواب : هيڅ کوم مسلمان ته دا جايز نه ده چې د کفري ملک تابعيت تر لاسه کړي ځکه چې دا کار د هغوی سره د دوستی ، مدد او د هغوی دباطلې عقيدې تأييد دی .

الله تعالي فرمايي: «إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلائِكَةُ ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْ قَالُوا فِيمَ كُنْتُمْ قَالُوا كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الأرْضِ قَالُوا أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُوا فِيهَا فَأُولَئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَسَاءَتْ مَصِيرًا (٩٧)إِلا الْمُسْتَضْعَفِينَ »

(کوم خلکو چې پر خپلو نفسونو ظلم کاوه پريښتو له هغوی څخه د هغوی د ساه اخيستلو په وخت کې پوښتنه وکړه تاسې په څه حال کې اخته وﺉ ،هغوی ځواب ورکړ چې مونږ په ځمکه کې کمزورې او مجبور وو ، پريښتو وويل آيا د خذای ج ځمکه کمه وه چې تاسې هجرت کړی وای دا هغه خلک دي چې استوګنځی يې دوزخ دی او هغه ډير بد استوګنځی دی ، مګر کوم کسان له نرينوو ، ښځو او ماشومان چې بې وسه وي)

ابن کثير ددې آيت شريف په تفسير کې ليکي دغه آيت د هغه کسان په باره کې دی چې د کفارو په ملک کې اوسيږي خو ديني مسايل او شعاير نشي انجام کولای سره له دې چې د هجرت کولو توان لري خو هجرت نه کوي نو دغه کسانو په اتفاق د امت پر خپل ځان ظلم کړی دی چې د يو حرام عمل مرتکب شوي دي (تفسير ابن کثير ۵۴۳/۱ ) .

پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي : «أنا بَريءٌ مِن كُلِّ مُسلِمٍ يُقيمُ بَينَ المُشرِكينَ»: [1]

(زه له هر هغه مسلمان څخه بيزاره يم چې د مشرکينو په منځ کې اوسيږي ) .

مګر هغه کسان چې علماء وي له دين څخه با خبره وي د اسلام د دعوت او ابلاغ لپاره هلته پاتي شي باک نه لري البته تر هغه وخته چې په دين کې يې د فتنی ويره نه وي

و بالله التوفيق و صلي الله علي نبينا محمد و آله و صحبه و سلم.

فتاوی علماء مکة المکرمه د علمي څيړنې او افتا دايمي ټولنه ((69/2 .

داسې ويل چې څوک تقوی لري هغه قبليږي او چې څوک تقوی نه لري هغه نه قبليږي

مخکې پوره واضح شوه چې بې ضرورته د کافر ملک قبولي يا تابعيت اخيستل جواز نه لري نو د ناجايز کار تر سره کول د تقوی نقص شو او دا څه کمال نه دی چې څوک افتخار ور باندې وکړي .

په بهر کې ميشتو له خپل وطن څخه لري افغانانو ته مو دا پيغام دی چې کوښښ وکړﺉ خپل دين ته خلک را وبولی ځکه تاسې اوس د هغه هيواد له ژبې سره بلد ياست او هغوی ښه پوهه ولاي شئ دا د هر مسلمان مسئوليت دی ، كه مو دا پر وس پوره نه وي د خپل دين څخه په کلکه دفاع وکړﺉ او په خپل دين کلک ووسئ .

خدای مه کړه داسې نشي چې له هيواد څخه مسلمان کوچيدلې وی او له هغه ځای څخه بې دينه راشی ،په کوم هيواد کې چې تاسې خاپوړې کړی هغه هيواد په دين باندې ډيرې قربانۍ ورکړې دي .

آن لاين اسلامې لارښود


يادونه : که په کمپيوټر کې پښتو نه لرﺉ پښتو خپل کمپوټر ته له دې ځای څخه ښکته کړﺉ

په تبصره کې د پښتو يا دري ليکل هيڅ مشکل نه لري کله چې تاسې بښتو ليکی لو مړی صحي نه ښکاري خو د ارسال ورسته بيا فلتر کيږي او څه مشکل نه لري .


[1] ابو داود (2645)،ترمذي(1604) طبراني په الكبير 2/303(2264) په روايت د جرير بن عبدالله. او نسائي (4780) .

Print Friendly, PDF & Email