د جماع په اړه پوښتنه او تفصيلي ځواب

دان لاين اسلامي لارښود چلونكو لمړى خپل سلامونه اونېكې هيلې ستاسې درانه حضور ته وړاندي كوم اودلوى خداي څخه درته د لا برياوو هيله كوم

دسلام له وړاندې كولو وروسته هيله كوم لاندي پوښته راته ځواب كړي.

۱– دجنسي ګروهنې په خا طر دخپلې ښځې دتناسلي غړي ښكلول اويا ورسره نورحركات انجا مول څه حكم لري ځينې خلك دقرآن كريم دا آيت (نساءٌ كم حرثٌ الكم فاءتوبها ) دهغه د روا والي دليل  ګڼي هيله ده پدي هكله راته پوره او په تفصيل سره ځواب راكړي ډيره مهره باني به مووي. په درناوي

پ حقپال له كاپل څخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

 

نِسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَكُمْ فَأْتُوا حَرْثَكُمْ أَنَّى شِئْتُمْ وَقَدِّمُوا لِأَنْفُسِكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ (223)

‹‹ ستاسې ښځې ستاسې کښتونه دي  پس څنګه مو چې زړه غواړي هغه شان پخپل کښت کې تسرف وکړﺉ خو د خپل راتلونکي فکر ولرﺉ او له الله څخه وويریږﺉ (داتﺉ الله له خپګان نه ځان وسا تﺉ )››

مطلب دا چې د هر طرف نه چې غواړې د مخ طرف نه څنګ طرف نه له ښکته څخه يا له پورته څخه د مخې په طرف (فرج ) د حمل په ځای کې جنسي مقاربت کولای شي .

په دې آيت مبارک کې الله تعالی د ښځې او خاوند تر مينځ د جنسي مقاربت او يا کورواله کولو ځای مشخص کړ مګر د شا په طرف (دبر) کې د ښځې سره جماع کول حرام دي دا سې کول د لعنت سبب ګرځي نور تفصيل دلته وګورﺉ .

د ښځې سره د جماع نه مخکې لوبې کول ،د جماع خبرې (رفث ) ،لمس او ښکلول د ځنو علماؤ په نزد مستحب او د ځنو په نزد مباح دي ځکه چې ښځه هم د جماع کولو د پاره اماده شي او د هغه حق ضايع نه شي .

د ښځې د فرج (شرمګاه ) سره د خولې تماس ښکلول وغیره په اړه د نړې معاصرو اسلامې منابعو او معاصرو فقهاؤ نظرونه په لاندې ډول دي :

شيخ صالح اللحيدان رئيس القضاء الشرعی و عضو هيئة كبار علماء عربستان په دې اړه وايي :

اول : دا عمل د حيواناتو سره تشبه ده ځکه په ځنو حيواناتو کې دا عادت دی چې د ښځنه جنس شرمګا په ژبه څټي .مونږ بشر يو الله تعالی مونږ ته پر حيواناتو کرامت او عزت راکړي دی .

دوهم : په المذي (د شرمګاه نجاستونه ) حرام او ناپاک دي نو څنګه به دا حلال شي چې حرام او نا پاک شی په ژبه وڅټل شي .

دريم : ټول خير په خير القرون امامانو او سلف صالح کې دی په خيرالقرون کې ددې عمل هيڅ مثال نشته امامانو او سلف صالح د نبی صلی الله عليه وسلم په سيرت عمل کړي دی او په سيرت کې ددې هيڅ ثبوت نشته .

يعنې په سيرت کې خو ددې بالکل ثبوت نشته خو د سلف  صالح او امامانو په ژوند هم ددې څه ثبوت نشته .

څلورم : دا عمل د غرب د فاسدې ټولنې تقليد دی چې د تلويزيون ،فلم او سينما او تصيرونو په وسیله په خلکو کې د شيوع په حال کې دی او دوی چې کله د هغوی دا فاسد اعمال وويني نو د هغوی هم دغه عمل ته اشتها وشي .

پنځم : الله تعالی د انسان د بدن هر اندام د يوې خاصې دندې د پاره خلق کړی دی آيا کوم څوک چې خپل کور جوړوي يا هغه ته نقشه برابروي دا کار په انجنير تر سره کوي او که په جراح ؟

(صالح اللحيدان ) .

د حرمين شرفين پياوړی عالم ابن جبرين ليکي :

دا عمل مکروه دی ځکه د ادب اخلاقو او فطرت سليمه خلاف دی (فتاوی شیخ ابن جبرين ) .

الشبکة السلامية ليکي :

که ددې عمل (د فرج يا شرمګا څټل او ښکلول وغيره ) ضرر ثابت شي نو دا عمل حرام دی ځکه د اسلامې شريعت عامه قاعده ده :

جناب نبی اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايي (لاضرر و لاضرار ) يعنی په اسلام کې ځان او بل ته ضرر رسول حرام دي (موطاء امام مالک او ابن ماجه ) .

په دې باره کې ځنو طبي پوهانو څيړنې کړې دي او هغوی دا ثابته کړی ده چې په دې عمل کې ډير صحي اضرار موجود دي د خولی تماس له شرمګا سره د امراضو او وايروسونو د انتقال سبب ګرځي . لکه د (herpes)  مرض او د (HPV ) وايروس چې بلاخره د خولې د سرطان سبب ګرځي .

والله تعالی اعلم

څرنګه چې دا عمل د انساني کرامت ،ادب ، اخلاقو او سالم فطرت خلاف د غرب د فاسدې ټولنې تقليد او د انسان د بدن د پاره مضر دی نو بايد مسلمانان له داسې ناوړه عمل څخه ځان وساتي .

ان لاين اسلامې لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email

3 تبصرې

  1. دقیامت دمهمو علایمواوددجال دظهور به باره کی که راته معلوماتراکری مهربانی به مو وی.

    ایا اوبامادجال دی او که نه.

    ستاسو ورور روح الله وردگ له کابل نه.

  2. سلام
    زه یوه پوښتنه لرم
    ایا د معقد له لارې خپلې میرمن سره نزدیکت څه حکم لري ؟
    مننه

    اداره :
    خپل ځواب دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/303

  3. احمد نور

    دحمل په وخت كي له خپلي بي بي سره جماع كول سه حكم لري

    …………………………….
    مهرباني وکړئ خپل ځواب دلته وګورئ http://dawat.katib.org/archives/903