په آسماني کتابونو او صحيفو ايمان لرل

السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

الله ج دی تاسی ته ددی لوی کار چې شروع کړی مو دی اجرونه او جنتونه درکړي الله ج مو سر لوړی لره.

۱ د صحيفو په باره کې که لږ معلومات راکړي چې دا څه قسم وي او په کومو پيغمبرانو باندی نازيلی شوي وي؟

حيات هجران

ځواب :

بسم الله الرحمن الرحيم

الله جل جلاله د انسانانو د هدایت د پاره د بشریت په هره دوره کې کتابونه او صحيفې نازل کړي دی چې په لاندې ډول بيانيږي .

– آسماني کتابونه څلور دي :

الزبور : د زبور آسماني کتاب په حضرت داود عليه السلام نازل شوی دی قوله تعالی : وَآتَيْنَا دَاوُودَ زَبُورًا (الاسراء 55 ) .

التوراة : د تورات آسماني کتاب په حضرت موسی عليه السلام نازل شوی دی قوله تعالی : إِنَّا أَنزَلْنَا التَّوْرَاةَ فِيهَا هُدًى وَنُورٌ (المائدة 44 ) .

الانجیل : د انجيل اسماني کتاب په حضرت عسی عليه السلام نازل شوی دی قوله تعالی : وَآتَيْنَاهُ الإِنجِيلَ فِيهِ هُدًى وَنُورٌ وَمُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ التَّوْرَاةِ وَهُدًى وَمَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِينَ (المائدة 46 )

الفرقان : د قرآنكريم ورستې آسماني کتاب په حضرت محمد صلی الله عليه وسلم نازل شوی دی  قوله تعالی : إِنَّا أَنزَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ (يوسف 2 ) .

او همدارنګه د صحیفو په اړه الله تعالی فرمايي : إِنَّ هَذَا لَفِي الصُّحُفِ الأُولَى 18 صُحُفِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى 19 (الأعلی ) .

(يقيناً دا خبره  په راغلو مخکنيو صحیفو کې وه په صحيفو د ابراهيم او موسی کې )

اجري د حضرت ابوذر عفاري رضی الله عنه نه روايت کوي چه دوی له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه پوښتنه وکړه چه د حضرت ابراهيم صحيفې څنګه او څه وې ؟ دوی وفرمايل : چه په دغو صحيفو کې د عبرت مثالونه بيان شوې وو چې په يوه مثال کې ظالم پاچاه ته خطاب کړی وو او فرمايلي وو چه ای پر خلکو مسلط کيدونکی مغروره ، ما تالره حکومت ددې د پاره نه درکړی چې د دنيا مال جمع کړې بلکه ما تا لره اقتدار ځکه درکړی وو چې ته د مظلوم ښيرې ما ته را رسيدو ته پرې نږدې ځکه چې زما قانون دا دی چې زه د مظلوم دعا نه رد کوم اګر که هغه د کافر د ژبې نه وتلې وي .

همدارنګه ابوذر رضی الله عنه فرمايي چې بيا ما عرض وکړ چه د حضرت موسی عليه السلام په صحيفو کې څه وو ؟ دوی وفرمايل چه په هغه کې ټول عبرتونه وو چې د هغه څو کلمې دا دي : زه تعجب کوم په هغه کس چې په مرګ يقين لري بيا هغه څنګه خوشحاله او مست اوسيږي ، او زما تعجب دی په هغه چا کوم چې په تقدير ايمان لري هغه څنګه عاجز او غمګين وي ، او زما تعجب دی په هغه چا کوم چې ددې دنيا انقلابونه او د خلکو لوړيدل او ټيټيدل ويني هغه څنګه په دنيا مطمئن کيږي ، او زما تعجب دی په هغه چا کوم چې په آخرت يقين لري هغه (ښه ) عمل څنګه پريږدي .

(معارف القرآن تفسير پاره 30 سورة الأعلی ) .

په حديث شريف کې دي چې ابوذر رضی الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه پوښتنه وکړه چه الله تعالی څو کتابونه نازل کړي دي ؟ ويې فرمايل : « سل صحيفې او څلور کتابونه ……    (ابن کثير – انوارالقرآن تفسير    ج 6 سورة الاعلی ) .

چې بيا دا صحيفې په آدم عليه السلام ، شيش علیه السلام ،ادريس عليه السلام ،ابراهيم عليه السلام او موسی عليه السلام نازلې شوې دي  دغه د صحيفو نزول پر پيغمبرانو او تعداد يې د ابوذر رضی الله عنه په روايت کې ذکر شوی دي کوم چې ابن حبان نقل کړی دی د ابوذر دا روایت د علم حديث  علماء ضعيف بولې  چې صحت به يې الله تعالی ته معلوم وي .

خو اصلي مقصد دادی چې مونږ مسلمانانو په هغه څه باندې ايمان لرو کوم د الله تعالی د طرف نه نازل شوی دي (دا چې تعداد يې لږ دی او که ډير هغه به الله تعالی معلوم وي ) .

قوله تعالی : آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللّهِ وَمَلآئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ (البقره ۲۸۵ ) .

زباړه : (رسول الله صلی الله علیه وسلم ) په هغه څه ايمان راوړی  چې په ده باندې له جانبه د رب د ده نازل شوي دي او مؤمنانو هم (ايمان راوړی ) . دوی ټولو په الله تعالی ، د هغه پر فريښتو ، د هغه په کتابونو او د هغه په رسولانو ايمان راوړی دی .

والله تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. حيات هجران شيرزاد

    السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

    ډیره زياته مننه الله ج مو سر لوړي او بريالي لره په دواړو دارينو کې
    امين
    په مينه