په عراق کې د څلورو امريکايي فوځيانو مسلمانيدل

د فلوجه په ښار محمديه جومات کې څلور امريکايي فوځيان د اسلام په مقدس دين مشرف شوې ؤ .

جورج داګلاس يو له دغو څلورو کسانو وايي : خپل نوم مې له ډاګلاس څخه مجاهد محمد ته تغير کړ او هغه اعلان وکړ چې اسلام يو کامل دين دی ، اسلام په رښتينولې ،محبت ،عدالت او بردبارۍ کې يو غوره دين دی .

دغو څلورو کسانو د فلوجه په ښار محمديه جومات کې په داسې حال کې خپل اسلام راوړل اعلان کړل چې ډير خلک يې مبارکی ته را ټول شوې وو ، هغوی د خلکو په عام محضر کې شهادتين ولوستل او خلکو د الله اکبر په نارو سره استقبال کړل .

ډاګلاس وويل : مونږ د فلوجه د خلکو سخت مقاومت متأثر کړو ، د سخت فشار سره سره دوی په کلکه دفاع کوله .

د فلوجې د ښار تقريباً اويا په سلو کې کورونه ړنګ شوی دي . دوی وايي هر ورځ به څو کسان مسلمانيدل خو رسنيو به د هغه خبر نه خپرولو .

د دغه فوځیانو د اسلام راوړلو قصه هم مخکې تيره شوی چې اوس د ځنو اسلامې پاڼو لخوا نشر شوه .

يادونه : فلوجه د عراق هغه برخه ده چې هر ورځ به يې په امريکايي فوځيانو حملې کولی وروسته دغه نوم د وردګو ولايت د سالارو سيمه ته ورکړ شو ځکه په دغه سيمه کې چې د شيخ اباد نه پيل تر سالارو پورې رسيږي داسې يوه سيمه ده چې تقريباً هره اونۍ په امريکايي  فوځيانو حملې تر سره کيږي .

په تيره بيا له دغه سيمه څخه د کفارو حمايه کونکي (کمپاين واله ) هم ډير سر ټکوي .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. حيات هجران شيرزاد

    سبحان الله ډیر ښه خبر